د ولسمشریزو کاندیدانو د ثبت لړۍ پرون په داسې حال کې پای ته ورسیده،چې دغې څوکۍ ته څو نورو جدي او با نفوذو کاندیدانو د ټاکنو په خپلواک کمېسون کې رسماٌ نوم لیکنه وکړه.
د ۱۳۹۳ ولسمشریزې ټاکنې چې په افغانستان کې په سراسري او دیموکراتیکه بڼه د ټاکنو دویمه تجربه به وي،ترتېرځل او حتی د افغانستان په تاریخ کې ترټولو جدي ټاکنې ګڼل کیدای شي.
د افغانستان ناساز او نامطمین امنیتي شرایط،له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتو حساسه مرحله،د ټاکنو شفافیت او ازاد پریښودو ته د سیاسي اړخونو کمزوری تعهد،د بهرنۍ مداخلې امکان او په ټاکنو کې د ګډونوالو څو کاندیدانو تقریباً موازي نفوذ د دې ټاکنو ترټولو جدي اندېښنې دي.
امنیتي مشکلات
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو له عملي کیدونکي پلان سره هم مهاله امنیتي وضعیت په طبیعي او پلاني ډول د خرابیدو خوا ته تدریجي مزل کوي،د خوندي سیمو جغرافیه ورځ تربلې محدودیږي او دا له حکومت او سیاسیونو څخه د شدیدې نارضایتۍ ترڅنګ په ټاکنو کې د ولس د کم اشتراک بل تشویقونکی عامل دی.
د ناشفافیت تشویش
د حکومت په ګډون هرسیاسي جریان ولس ته د خپلو ثابت کړو نيمګړو سیاسی اخلاقو له مخې دا تشویش زیات کړی،چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د هر بانفوذ او ځواکمن اړخ لخوا د درغلیو له خطرسره مخ وي.
هره سیاسي کړۍ هڅه کوي چې په ټاکنو کمیسون او نورو اغېزلرونکو ارګانونو کې د خپلو ګټو تضمیونکي کسان له اوسه ځای پرځای او د درغلیو پر نوو لارو،چارو فکر وکړي.
حساسه مرحله او بهرنۍ مداخله
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنۍ مداخلې ادعاوې کیدې چې طبعاٌ د افغانستان شرایطو او په بې ثباتۍ کې یې بهرنیو ګټو ته په کتو سره به واقعیت هم وې.
روانې ټاکنې هم د دې مداخلو له وېرې سره ملګرې ځکه دي،چې د تېرځل ټاکنو په نسبت راتلونکې ټاکنې په خورا حساسو سیاسي شرایطو کې کیږي.
د افغانستان او امریکا امنیتي تړون چې د افغانستان په تاریخ کې یو مهم ترلاس لاندې تړون دی او ګاونډي هېوادونه جدي حساسیت ورسره لري،د امریکا په ګډون د دې تړون په اړه تشویش لرونکو هېوادونو ته په راتلونکو ټاکنو کې د ډېرې علاقې او ممکنې مداخلې هوس ورکوي.
په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې تروروستي حده کوشش کوي،چې د ولسمشریزو ټاکنو له یوشمېر مخکښو کاندیدانو سره د خپلو راتلونکو ګټو پرسرخبرې،بحثونه او پټې معاملې ولري.
د ځینو کاندیدانو موازي نفوذ
د راتلونکو ټاکنو د ځینو کاندیدانو او ټاکنیزو ټیمونو د سیاسي وزن او نفوذ احتمالي موازنه هم یوه جدي اندېښنه ده،چې کولای شي د یوه کاندید د رایو په نه اکثریت کولو سره ټاکنې دویم پړاو ته یوسي.
د ځینو کاندیدانو په اړه وېل کیږي او واقعیت هم لري،چې حکومت په مستقیم ډول د درغلیو د زمینه سازۍ نیت او کوشش لري،یوشمېر نور داسې دي چې له پخوانیو جنګي او بدنامو څېرو سره د ایتلافونو په کولو کیدای شي،د خپلو رایو کچه لوړه کړي.
د حل څو لارې
-د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون که مسولانه او مستقل عمل وکړي کولای شي،چې د جنګي څېرو خلاف د شکایتونو په سهي درج او منلو سره د کاندیدانو او د هغوی په ټاکنیزو ډلو کې کمښت او اهلیت رامنځته کړي.
-د ټولټاکنو خپلواک کمیسون پرکاندیدانو د ځینو نورو جدي قواعدو له وضع کولو سره کولای شي،د دوی مالي منابع،بهرنۍ اړیکې،د کمپاین شفافیت او د درغلیو د ممکنو هڅو مخنیوی وکړي.
د دې ترڅنګ د کاندیدانو لخوا د قومي او نوروتعصبي مسایلو د حتمي مطرح کیدو مخه هم د ټاکنوکمیسون د لازمو طرحو او جدي ارادې په وسیله نیولای شي.
-رسنۍ مسولیت لري چې د کاندیدانو ترمنځ د جدي،مسلکي او بې طرفو مناظرو له ترسره کولو سره د دوی ظرفیت،تعهد او طرحې په ښه او مخامخ ډول ولس ته معرفي کړي.