خپله چپنه يې لا نه وه اغوستې چې د روغتون له اداري څانګې ورته زنګ راغى، غوږۍ يې اوچته کړه
– ډاکټر وحيد شته؟
– هو خپله يم.
– څنګه يې ډاکټر صاحب! کور کراري وه، نن په سهارنۍ ناسته کې هم يو څه پرېشانه ښکارېدې، څه خبره خو به نه وي؟
په شونډو يې يو ډول مصنوعي موسکا خوره کړه او ځواب يې ورکړ
– نه، نه هرڅه سم دي مدير صاحب، بيخي جوړ تيار يم، هسې د شپې لږ بې خوبه پاتې يم.
– هاهاها ها بس نو يوه لاس کې دوې هندوانې نه نيول کېږي، ما ويل که خداى مه کړه ناروغ ماروغ يې.
– هاهاها نه روغ يم.
– بس خداى پاک دې روغ لره، عاجلې څانګې ته يې کوم زخمي راوړى، په بېړه ور ښکته شه چې نوې نرسه نابلده او بې تجربې ده، د غرمې لس بجې يوعمليات هم لرو.
– سمه ده، دادي همدا شېبه ورځم.
غوږۍ يې کېښوده، د مېز المارۍ يې خلاصه کړه، پلاستيکي کڅوړه يې يو ځل بيا را ويسته، په کې نغښتي ساعت او د ښۍ پښې سپېره او شلېدلي بوټ ته يې وکتل، بېرته يې د مېز خانه بنده کړه، کلي يې د خپلې را ځوړندې کورتۍ جيب ته کړه .
په کوچ کې يې ډډه ولګوله، اوږده ساه يې ويسته، ښى لاس يې موټى کړ، ګوتې يې پړسېدلې وې، د لومړي ځل له پاره يې پر يو کس د چړې مرګونى ګوزار کړى و، سهار يې د خپل کور په انګړ کې د وينو ليکه ليدلې وه، پخوا يې د غلو کيسې اورېدلې وې، خو د تېرې شپې په تياره کې يې خپله هم دا ژوندۍ کيسه وليدله.
د لاس پړسېدلو ګوتو ته يې وکتل، درد يې نه درلود، خو د چپ لاس په پرتله ګرم و، يوه شېبه يې سترګې پټې کړې، چت ته يې وکتل، د ګروپ په ډډو د مچانو او نورو کوچنيو الوتونکو حشرو د وجود نښې پاتې وي، پاڅېد، دروازه يې بنده کړه او بېړنۍ خونې ته روان شو.
+++++
په عاجل واټ کې يو نرى او وچک کلک ځوان په چپرکټ کې په يوه څنګ پروت و، زګيروي يې کول، له ښي مټ او اوږې يې په وينو سرې او خيرنې جنډې تاو وې.
د زخمي څنګ ته ولاړه نرسه د ډاکټر وحيد په ليدو څنګ ته شوه او ناروغ ته يې وکتل
– زخمونه يې تر اوسه نه دي کتل شوي، خو ژور دي، پړسوب هم لري، دا يې د ريکارډ کتابچه ده، وايي پايواز نه لرم، يو وزرى يم، بچيان مې ښوونځي کې دي، خو د کاکا زوى يې را غوښتى.
ډاکټر وحيد خپلې عينکې په سترګو کړې، کتابچه يې سترګو ته نږدې کړه، ځوان ٣٢ کلن و، د شپې يې کور ته غله ورغلي، پرې را ويښ شوى، لاس او ګرېوان شوي، په اوږو او مټ يې د غلو له خوا د چړې پنځه – شپږ ګوزارونه خوړلي او غله ترې تښتېدلي دي.
ډاکټر سترګې وموښلې، د ريکارډ کتابچه يې نرسې ته ورکړه، دستکش يې را واخيستل، يو بل نرس هم د طبى سامان له ټاير لرونکي ميز سره بستر ته راغى، دواړو د ډاکټر وحيد په لارښوونه د زخمي په وينو سرې او خېرنې لتې يو په بل پسې په احتياط قيچي کړې.
زخمي لا همغسې زګيروي کول، سترګې يې غړولې او پټولې، دوه ځايه يې نږدې اووه او اته سانتي متره اوږد او يو څه ژور زخم درلود، زېر زبېښلي رنګ يې ښودله چې ډېره وينه يې بهېدلې ده.
زخمونه يې ور ومينځل او بيا يې په روغ مټ يو څه زور ورکړ.
ښه کېږې ځوانه! دا خو له لويې حادثې روغ وتلى يې، که لږ په وخت راغلى وى، زخمونه به دې نه مکروبي کېدل، اوس به يو څه وخت زموږ مېلمه کېږې له خيره .
زخمى زګېروى وکړ او سترګې يې بله خوا واړولې
– هو ډاکټر صايب! بلا وه برکت يې نه و، د خداى ساتنه بېل شى وي که نه د چړې هر ګوزار مې په سينه او زړه هم لګېدلى شو، هغوى ډېر ظالمان وو، دوى هېڅ زړونه نه لري.
– رښتيا وايې، پېښه څو بجې رامنځه شوه؟
– د شپې دوې نيمې که درې وې، سمې مې په ياد نه دي، په کړپ و کړوپ را ويښ شوم، بې خوبه وم، برېښنا تللې وه، د انګړ دېوال ته څېرمه يو تور سيورى معلومېده، دروازه مې خلاصه کړه، له ور وتلو سره سم د غله بل ملګري غېږ راکړه، خو ما شور ماشور جوړ کړ.
دوى له دې وېرې چې ګاونډيان را خبر نه شي، زما په خوله يې لاس را اېښوده، خو ونه توانېدل، چيغې مې نه غلې کېدې، په کش و ګير کې مې يو له سټوني کلک کړ، خو بل ناځوانه له شانه وار راباندې وکړ.
زخمي غلى شو او ډاکټر نرسې ته وکتل
ټپونه بايد وګنډل شي، ژور او مکروبي شوي دي، خو يوه بله ستونزه هم شته چې وخت پرې تېر شوى، پړسوب لري، د ګنډلو تياري ونيسى او سامان را پوره کړئ، زه هم بېرته راځم.
+++++
د زخمي ټپونه پاک او وګنډل شول، نږدې يو نيم يا دوه ساعته وروسته زخمي سترګې وغړولې، خو له خوبه يې بيا هم سترګې درنې وې، نږدې هېڅوک هم نه معلومېدل، بستر ته مخامخ پرده پورته شوه، ډاکټر وحيد را ننوت، د هغه په تندي يې لاس کېښود
– څنګه يې ځوانه!
– ښه يم، ډاکټر صايب خو سر را باندې دروند دى.
څنګ ته يې په بستر کېناست او ډاډ يې ورکړ
– بې خوبي او د وينې زيات بهېدل دا ستونزې لري، ښه به شې.
بيا يې د هغه چپ لاس را پورته کړ، پوست يې وچ کلک او چټل و، لکه ډېره موده يې چې صابون يا شامپو نه وي ليدلې، مړوند ته يې وکتل، ساعت په کې خپله نښه برېښې وې، تګ سپين معلومېده، تا به ويل چې سپين ساعت يې په لاس کړى، خو ساعت نه و.
زر يې سترګې ترې واړولې او خبرې يې وغځولې.
– ښه نوغلو خو به له کوره څه نه وي درنه وړي؟
– سر يې د بستر په وسپينه تکيه کړ، چت ته يې وکتل او بيا يې ځواب ورکړ؟
– مثلا څه؟
– مثلا د څه له پاره چې راغلي وو؟
– نه، نه زما چيغو ګټه کړه، ګاونډيان را خبر شول، د ګاونډي بام ته اوچت شول او بيا يې لکه چې کوڅې ته ځانونه وغورځول.
– څه خو درته ترې پاتې هم نه دي؟
– څڅڅه، څه به ترې پاتې شي؟ غله که څه درلودى نو د بل کور ته به ولې ور لوېده!
– هسې خلک وايي غل چې چېرته لاړ شي، نو خامخا يوه نيمه نښه ترې پاتې کېږي، ما ويل شايد ستاسې په کور کې هم څه ترې په وارخطايۍ کې پاتې شوي وي.
زخمي وارخطا شو، دېوال ته يې وکتل او تر ژبه لاندې يې ځواب ورکړ.
– څه به يې پرېښې وي، يوازې وېره، هغه هم زما مېرمنې او ماشومانو ته، زه خو اکثره وخت کور کې نه وم.
– ولې يې يوازې ستا کور انتخاب کړى و، نو خامخا به پيسه دار وې؟
– پيسې له کومې شوې، بس هسې راغلل، يوه پېښه وه، تېره شوه، خداى پاک دې ورسره پوه شي.
– دنده به دې مهمه وه، څه کاروبار کوې؟
– پخوا مې رهنماى معاملات درلوده، اوس يوه تجارتي مارکېټ کې منشي يم، له لويو خلکو سره مې سرو کار وي، شايد پېژندلى به يې وم، رهنما کې مې هم لوى لوى خلک پېژندل.
– څنګه به يې پېژندلى وې؟
– مثلا ناسم ګومان به يې کړى وي چې شايد دا کس هم د چا شريک مريک وي، غله دي نو، دا فکر چېرته کوي چې زه خپل معاش اخلم او کله کله سوداګر بخششي را کوي، خپلو اولادونو ته حلال رزق پيدا کوم.
ډاکټر پاڅېده، له مخامخ المارۍ له سره يې د اوبو بوتل را واخيست، د سترګو تر کونجو يې د زخمي پښې له سترګو تېرې کړې، د چپې پښې تله يې پاکه وه، خو ښۍ تله يې سپېره او چټله ښکارېده، د شګو او تېرو شيانو خاپونه په کې روښانه معلومېدل، لکه په يبله پښه يې چې ډېر مزل کړى وي. بېرته د ټپي څنګ ته راغى، په ذهن کې يې د شک او يقين تر منځ جګړه پاى ته رسېدونکې وه، خو بيا يې خپلې پوښتنې پيل کړې.
– اوس خو درد خو نه لرې؟
– نه، نه ډاکټر صاحب، ښه يم، زيات راسره په تکليف شوې.
هيله کوم، زما دنده ده، خو د پېښې دقيق وخت دې نه دى په ياد رښتيا ساعت دې نه درلود؟
– ساعت لرم، بې ساعته مې ګوزاره نه کېږي، مړوند يې را اوچت کړى، خو په مړوند کې يې د ساعت د بند په اندازه يوازې سپينه ليکه تېره وه، ساعت نه و، لاړې يې بندې شوې او ډاکټر ته يې وکتل:
– لکه چې کور کې مې هېر شوى، مشر زوى مې سخت شوقي دى، مبايل او ساعت مې ځمکې ته نه پرېږدي.
د ډاکټر په شونډو مصنوعي موسکا خوره شوه او د زخمي پښو ته يې وکتل
– روغتون ته چا را وړې او ولې دومره ناوخته؟
– کور کې مو څوک نه وو، کور مې نه شو خوشي کولى، سهار مې د کاکا زوى خبر کړ، په موټر کې يې دلته را وړم، ستاسې د روغتون له کوم ډاکټر سره يې شناخت درلود.
– ياني په خپلو پښو نه يې راغلى؟
زخمي خپلې ښۍ پښې ته وکتل، بټې ګوتې ته يې حرکت ورکړ، د پوندې په څنډو او د ګوتو په څوکو يې د وچې شوې خټې نښې لا هم پاتې وې، ډاکټر ته يې پام شو چې سترګې يې د هغه په پښه کې ګنډلي دي.
ډاکټر ورته د لومړي ځل له پاره بل ډول ښکاره شو، سترګې يې ورسره مخامخ کړې، لکه له خوبه چې راويښ شوى وي، ښي لاس ته يې وکتل، ګوتې يې يو څه پړسېدلې او د چپ لاس د ګوتو په پرتله غټې ښکارېدې، په تندي يې سړه خوله راماته شوه، خو ځان ېې راسم کړ او لهجه يې تنده کړه
ته اوس ډاکټر يې که پوليس يا څارنوال؟ وايي يو له لوږې مړ کېده بل يې څنګ ته ډوډۍ کتله، که مې ارام ته نه پرېږدې چې د روغتون بستر مو در خوشي کړم، بلا مې هم نه وهي، بد مې وکړل چې د لېوني غوندې خوشي او يوازې دلته راغلم، ټول ښار له روغتونونو ډک دى.
ډاکټرخپله ګوته د چوپتياپه دود پر شونډو کېښوده، ترخه خندا يې وکړه، پاڅېد، عينکې يې په سترګو کړې، د چپنې د مخکيني جيب نه يې مبايل را ويوست او ناروغ ته يې په ګونډه زور ورکړ.
بس د غلو دې کور وران شي، اوس استراحت وکړه، ستا د پښو خوا دېوال باندې لګېدلي ساعت ته ګوره، پوره نيم ساعت وروسته بيا سره ګورو او ډېرې خبرې به وکړو.
٢٠١٦، د نومبر ٢٥مه