امریکا په تیره یوه لسیزه کې و نه غوښتل په افغانستان قوي، مرکزي او سالمه اداره رامنځ ته سي څو د دوی ناولي اهداف په سمه توګه ترسره سي . د کرزي حکومت په حقیقت کې یوه ملک الطوایفی اداره ده چې د هیواد هره لویه برخه د یوې طایفې ملک اداره کوي دا ملکان یو د بل په وړاندی نه تسلیمیدونکی دي. د مثال په ډول عطا محمد نور یو مستقله اداره لري له بهرنیوهیوادو سره ځانګړې اړیکې لري آن تردې چې غربي دیپلوماتان ډېر ځلي لومړی عطامحمد نور ته ورځي وروسته کابل ته راځي او کله کله د کرزي لیدنه ضروري نه ګڼي، بیرته ستانه سي.
نوموړۍ خپله د نفوذ او واک خاصه محدوده د هیواد په شمال کې لري، ګنګوسی داسی دي چې خپلې وسله والې شخصی ملېشې لري او په بلخ ولایت کې د مارمول ولسوالي د عطامحمد د غیر قانوني اسلحو لوی مرکز دۍ.
عطامحمد په کراتو د رسنیو له لاری د کرزی مشری چلنج کړیده او کرزی یی هم په وړاندی ناتوانی ښودلی ده. همدا رنګه ازبک ملیشه جنرال عبدالرشید دوستم د یو بلی طایفی ملک دی، نوموړی وکولای سوای په تیره یوه لسیزه کې د امریکا تر سیوری لاندی خپلی ملیشی مسلحی وساتی او پیاوړی یی کړی، دوستم د مرکزی دولت په جوړښت کې هم کافی سهم لری په کابینه ، سفارتونو او ولایاتونو کې کافی برخه لری ، په دی وروستیو کې یی دوه والیان برطرفه کړه دوستم د جوزجان او تخار والیان چی د کرزی لخوا ټاکل سوی وه له دندی ګوښه کړه ، دوستم کله کله قوانین تر پښو لاندی کوی جرایم مرتکب کېږی کله چی د کرزی اداره دده له کړنو تر پوزی رسیږی بیا اعلان کوی چی نوموړی د ملی خیانت په تور و لوی څانوالۍ ته د پلټنی په موخه معرفی سو خو هغه څوک دی چی پوښتنه ځنی وکړی؟ .
همدا ډول د یو بلی طایفی ملک قسیم فهیم دی کابل تر بغلانه دده د سلطی ساحه ده په تخار،بدخشان او د شمال په ځینو نورو ځایو کې څه کسان لری فهیم هم د نورو واکدارانو په شان د شخصی ځواک خاوند دی، نوموړۍ د مسعود ځای ناستۍ او نظار دلګۍ مشر دی او په عین حال کې د ولسمشر مرستیال هم دی نوموړی په کابینه، سفارتخانو او د امریکا په اقتصادی قرار دادو کې تر ټولو ستره ونډه لری. د بلی طایفی بی تاجه باچا محقق دی هغه هم په خپل وار په کراتو د تلویزیونو له طریقه د کرزی په وړاندی سپکې سپوری ویلی دی او په دی ډول یی خپل استقلالیت ښودلی دۍ دا ملک هم ځانګړی جګړه ماران لری او د امریکا په شتون کې کله کله ټولنیزه ګډوډی رامنځ ته کوی بالخصوص د بهرنی فرهنګی یرغل سردمدار دی . دا د طوایفو ملکان اکثرا قوانین په صریح ډول نقض کوی، د ځمکو په غصب، د مخدره توکو په قاچاق او پر ښځو په تیری تورن دی. دا هغه ترخه واقعیتونه دی چی بهرنیانو د خپلو موخو لپاره زموږ پر هیواد ملک الطوایفی اداره تپلی ده. دا ملکان د خیالاتو په زرین ټال کې د فساد په ونه ټالیږی.
د امریکا له برکته سربیره پردی چی د طوایفو ملکان بی تاجه باچاهان جوړکړل سویدی امریکانو ځنی بی تاجه بدماشان هم روزلی دی هغوی تمویلوی او د قانون د منګولو یی ژغوری. د بیلګی به توګه حکیم شجاعی هغه جنګسالار دی چی هرڅوک یی د نوم سره اشنا دی ده د اُرزګان ولایت په لسهاوو انسانان وژلی او په لسهاو انسانان یی معیوب کړیدی حکومت یی د نیولو حُکم صادر کړ خو شجاعی سربیره پردی چی د ولسمشر د دوهم مرستیال د حمایت برخمن دی، د امریکا د سپیشل فورس ملاتړ هم له ځانه سره لری ځکه په ډاډه زړه او خلاص لاس جنایات ترسره کوی له همدی ملاتړ له کبله د افغانستان دری سوه زریزه امنیتی ځواکونه د هغه د نیولو په لاره کې سرکښته پاتی راغلل.همدا اوس عدلی مراجعو په کابل کې د پارلمان د غړی الله ګُل مجاهد د نیولو حُکم ، د قتل ، اختطاف او ډیرو نورو جرایمو په تور صادر کړیدۍ د کورنیو چارو وزیر له ویری د هغه د نیولو مسولیت کابل قوماندانۍ ته وسپارۍ اونۍ تیری سوی په سلهاوو زره پوځ د دی قوماندانسالار په نیولو کې پاتی راغلی دی. دا ټول هغه دلایل دی چی امریکا عمدا ندی غوښتی چی یو داسی واکمنه مرکزی اداره رامنځ ته سی چی قانون پکښی حاکم او ولسی ملاتړ ولری. ایا امریکا او ناټو په یوه لسیزه کې نسوای کولای یو متحد مرکزی داسی حکومت جوړ کړی چی قانون پکښی حاکمیت ولری؟ ایا امریکا نه وینی چی هر جنګسالار ځانته مسلحی ډلی لری،قوانین نقض کوی او تجاوزات کوی؟ ولی غربی دیپلوماتان د مرکزی اداری د خبر پرته ځانګړو واکدارانو ته ورځی ؟ ایا ملک الطوایفی بل څه دی؟ یقینا چی په افغانستان کې د یو ځواکمن مرکزی حکومت مخه امریکا ډپ کړیده .
همدا امریکا وه چی د نړیوالو بشری جوړښتونو له لاری یی په اتیایمه لسیزه کې نهه تنه جنګسالاران د کورنۍ جګړی جنګی مجرمین اعلان کړه اما کله چی یی د طالبانو دولت را پرځاوه همغه جنګسالاران یی پر ولس بیا ځلی حاکم کړه .همدا امریکا وه چی د لمړی بُن په غونډه کې یی په ټولو ګډونوالو تعهد وکړ چی د انتقالی عدالت بهیر پلی کړی خو متاسفانه انتقالی عدالت پلی نه سو، له هغه اولی ورځی معلومه وه چی امریکا نه غواړی افغانستان جوړ سی.
امریکا د خپلو متحدینو په وړاندی هم صادق ندۍ ناوخته ځنی اروپایی هیوادونه پوهیدلی دی چی په افغانستان کې یی د امریکا په مشری مثبت دریځ ندی خپل کړی اوس اروپا د افغانستان په موضوع کې پر امریکا او د هغوی پر کړونو بدګُمانه سویدی په خاصه توګه کله چی امریکایی فراری جاسوس هغه څه فاش کړه چی د امریکا بدنیتی د خپلو ملګرو په وړاندی ښیی، نور هم اروپایان پر امریکا او د هغه پر انډیوالی بدګُمانه سوه.
د لوړو توضیحاتو څخه هدف دادۍ چی امریکا نه د افغان حکومت دوسته ده او نه د طالبانو سره دوستي کوي که د کرزي او نورو حکومتوالانو ته ځان نیژدې کوي هغه دوستي نه ده بلکې غواړي د افغانانو په وسیله افغانستان خراب کړي. هغه ریزه خوران چی وای امریکایان دی نه وزی هغوی له یوی خوا د ذهنی اسارت غلامان دی له بلی خوا د هغه نامشروع شتمنیو او باد راوړو مقامو غم یی ځوروی چی پوهیږی د دوی استحقاق ندی له بلی خوا د ولس د پوښتنی څخه ویره لري.
د ولسمشر د دفتر ریس خُرم صاحب وايي امریکا او پاکستان سره نیژدی سویدی او په خاص ډول د افغانستان په هکله ، نوموړی وايي دا مطلب د توطیی رنګ لری او د هیواد د تجزیې پلان شتون لری. خُرم صاحب اوس پوه سو چی افغانستان د امریکا د ټینس د لوبو ډګر دی. د ارګ توقع داسی ده چی ګواکی د افغانستان سهامی اداره باید د امریکا سکنۍ وی او نور هیوادونه یی پردی. دوی خیال کوی موږ دومره لوی یو چی امریکا باید تر ابده زموږ ساتنه په غاړه ولري. له همدې کبله په لوړه غاړه د لوړ موقف څخه ګپې کوي.