تاند- د جمهوریپال ګوند له لوري د امریکا ولسمشرۍ ته کاندید ډونالد ترمپ، چې د توقع خلاف څرګندونې یې د رسنیو او خلکو بحثونه پاروي، د دوشنبې په ورځ د ورجینیا په یوه کرايي هوټل کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د دغه هوټل کرایه نه ورکوي.
ټرمپ چې په هوټل کې تودې هوا په تکلیف کړی و، وویل، دا څرنګه هوټل دی، ولي ایراکنډېشن نه چلانوي، که ایرکنډېشن چالان نه کړي د سالون کرایه (پیسې) به ورنه کړي.
«دا هوټل دی که په سونا کې وینا کوم»
د هوټل خاوند وویل چې ایرکنډېشن یې چالان کړی خو د دې لپاره چې ۲ ساعته د هوټل دروازې د مېلمنو د راتګ لپاره خلاصې وې، د هوټل د سالون هوا توده شوې ده.
خو ټرمپ، چې په خپله ډېر هوټلونه لري، وویل«زه د هوټل پر کاروبار پوهېږم او له دې هم خبر یم چې د ایرکنډېشن په ګول کولو څرنګه پیسې سپمول کېږي.»
ده له دې خبرې وروسته وویل«دا هسي یوه ټوکه وه، سبا به اوږده مقاله راپسې راوباسي چې ډونالد ټرمپ د هوټل پیسې ورنه کړې.»