ډونالد ترمپ

تاند- د متحدو ایالتونو په جمهوریتپال ګوند کې کاندید دونالد ترمپ وايي، که د امریکا ولسمشر غوره شو، له افغانستانه به امریکايي پوځیان د دې لپاره ونه باسي چې د پاکستان اتومي بم وساتي.

ترمپ هم د ګڼو نورو امریکايي او لوېدیځو سیاستوالو په شان وېره لري چې د پاکستان اتوم بم به بالاخره د ترهګرو او ورانکارو ډلو لاس ته ورشي.

ترمپ د پنجشنبې په شپه د جمهوریتپالو په یوه مباحثه کې وویل:«فکر کوم چې زموږ ځواکونه باید تر یوې مودې پوري په افغانستان کې پاتې شي، ځکه چې افغانستان د پاکستان ګاونډی دی. پاکستان اتومي وسله لري او موږ باید د پاکستان د اتومي وسلې ساتنه وکړو.»

ترمپ، چې یو ملیاردر دی او ګومان نه کېږي چې حتي د جمهوریتپال ګوند له لوري دې ولسمشرۍ ته کاندید شي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان د اتومي وسلې د ساتنې لپاره ولي امریکايي پوځیان باید په افغانستان کې پاتې شي، وویل:«اتومي وسله توازن بدلوي.»

تېر کال ښاغلي ترمپ ویلي و چې له پاکستان څخه د اتومي وسلې د اخیستلو لپاره باید د هند مرسته وغوښتل شي.

One thought on “ترمپ: د پاکستان د اتوم بم لپاره په افغانستان کې پوځیان پکار دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *