د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ وايي، د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي به ډېر ژر اعلان شی.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ /اګست۱۰/ په نیوجرسي ایالت کې د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون په اړه خبریالانو ته وویل«دا پرېکړه زما لپاره ډېره لویه پرېکړه ده. په افغغانستان کې ګډوډ حالت ما ته په میراث راپاتې دی خو موږ به دا وضعیت بدل او ښه کړو.»

ده د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وبلله.

پر ټرمپ پر له پسې نیوکې کېږي چې د واک یې ۷ میاشتې پوره کېږي خو لا هم د افغانستان لپاره څرګنده ستراتیژي نه لري.

د ټرمپ ادارې په تېرو څو میاشتو کې څو ځلې د ستراتیژۍ د اعلانولو لپاره نېټې په ګوته کړي خو وروسته یې ځنډولې دي.

پرون د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مکین وویل، د دې لپاره چې ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي نه جوړوي دی په خپله د ځان له لوري کانګریس ته د افغانستان ستراتیژي د تصویب لپاره وړاندې کوي.

د مکین په ستراتیژي کې افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل شامل دي. خو ده ونه ویل چې څومره نور ځواکونه.

ولسمشر ټرمپ او امنیتي ټیم یې هم افغانستان ته د ځواکونو پر لېږلو غور کړی خو وايي چې یوازې د ځواکونو لېږل کافي نه دي او باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر نورو لارو چارو غور وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *