ټرمپ او شینزو ابی

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له خوا له وروستۍ توغندویي ازموینې څخه وروسته وویل چې د شمالي کوریا د ګواښ په وړاندې به د جاپان تر څنګ ودرېږي.

شمالي کوریا خپل وروستی توغندی نن یکشنبه /د فبروري ۱۲مه/ په ځایي وخت د سهار په ۷:۵۵ بجو وتوغاوه، او د جنوبي کوریا رسنیو وویل چې شمالي کوریا دغه توغندی د جاپان لوري ته توغولی دی.

جاپان او شمالي کوریا یو له بله څه باندې ۱۰۰۰ کیلومتره فاصله لري چې سمندري اوبه دي.

د جاپان لومړی وزیر شینزو ابی چې د متحده ایالاتو په سفر وو وویل چې د شمالي کوریا دغه ډول عمل د زغم وړ نه دی. د امریکا ولسمشر ټرمپ یاده کړه چې هېواد به یې په بده ورځ د جاپان تر څنګ ودرېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶مه د جاپان په هیروشیما ښار یو اتوم بم وغورځاوه او بل اتوم بم یې د یاد کال د یادې میاشتې په ۹مه د ناګاساکي په ښار وغورځاوه چې په لومړي هغه کې له ۹۰ زرو نه تر ۱۴۶ زرو او په دویم کې له ۳۹ زرو نه تر ۸۰ زرو پورې انسانان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *