هسي خو په اوسنۍ نړۍ کې دترهګرۍ تعریف یوه معما ده او په ټوله کې د ترهګرۍ منل سوی تعریف شتون نه لري ، تر دې چې تېره اونۍ دملګرو ملتونو عمومي منشي (بانکي مون) دترهګرۍ د سم تعریف ږغ وکړ، ترکیې هم دتیري اونۍ پر (اتا ترک) هوایی ډګر باندي تر برید وروسته دترهګرۍ دنوي او پراخ تعریف غوښتنه وکړه.بس هر هیواد دخپلو ځاني ګټو د لاسته راوړلو لپاره ، دترهګرۍ ایرې پر خپل مطلوب او مقابل لوري ور پاشي او خپل اهداف تر دې غبار لاندي مخته وړي.که دترهګرۍ تعریف ناحقه قتل ، وژنه وحشت خپرول او ډار اچول وي ، بیا خو عملاً دنړۍ پر سیاسي سټیج لوی نړیوال لوبغاړي هیوادونه هغه چې دانساني حقونو دخوندیتوب کاذبه دعوه هم کوي د ترهګرۍ همدا ناوړه ښکارنده (پديده) په خورا بې رحمۍ پلې کوي.
خو داسلام سپېڅلي دین لا تقریباًڅوارلس سوه پنځوس کاله پخوا ترهګري تعریف کړې او غندلې ده:
مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَل
النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا (المائده ۳۲)
ژباړه : چاچې څوک دوینې له بدلې یا په ځمکه له فسادخپرولو پرته (ناحقه) وواژه داسي وګڼه لکه ټول انسانان چې يې وژلې وي او که چا بل څوک له مرګه وژغوره داسي وګڼه لکه ټول انسانان چي يې وژغورل.د انساني ژوند دکرامت دا عظیمه بېلګه له اسلام پرته، دنړۍ په یوه دین او ائین کې هم نه لیدل کیږي ، همداسي ناحقه ویره ، ډار او وحشت اچول چې په هر ډول وي ستم ، تیاریکي او ظلم دی، الله تعالی په سختو ټکو غندلی دی : لَعْنَةُ اللَّهِ عَلى الظلِمِینَ(هود ۱۸)
ژباړه : پر ظالمانو(چې په هر نوم وي) د الله تعالی لعنت دي وي.
وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ(بقره:۲۷۰) ژباړه «په قیامت»، دظالمانو هیڅ مرستندوی نسته.
همداسي : اِنَّهُ لا یُفْلِحُ الظَّالِمُونَ»(الانعام ۲۱) ژباړه : بېشکه ظالمان نه بریالي کیږي. دا د ترهګرۍ اړوند د اسلام دمبارک دین یو کوچنی مثال دی، هغه چې په زیاتو نبوي مقدسو احادیثو کې یې خورا ښکاره بېلګي نورې هم سته.
له پورته یادونو څرګنده سوه چې ترهګري په اسلامي شریعت کې هیڅ ډول ځای نه لري اسلام په منقولاتو(قرآن،حدیث ) او معقولاتو( منطق) رد کړې ده ، اوس معلومه سوه چې د ترهګرۍ ځاله ځان غوښتونکي(انانیت) ماغزه دي ، کله چې نړۍ د ظالم زبر ځواکونو یوازي د ځاني ګټو(هغه که په هرنوم وي) سراښي موخي پلي کیږي ، همدا ماغزه د ړندو او لیونو په څېر هري پاکې لمنې ته خوله اچوي او غواړي چې دخپلو ترهګرو مغزو دمیل او رغبت سره سم حقایق ګمراه او حتمي ځان موخي ته و رسوي.
د ترهګرۍ دحقیقت ګمراه کولو لپاره ښکېلاکګرو او ځبېښاکګرو ډلییزي رسنۍ په خورا لوی لګښت په کار اچولي دي. تر څو ، لومړی د نړۍ تر ټولو سپیڅلی او پر الهی حقیقت ولاړ (اسلام دین) بدنام کړي ، ښه بیلګه يې درې اونۍ مخکي د امریکا د فلوریډا ایالت د اورلانډو ښار په یوه همجنس ګرایی کلپ کې پیښه ده، رسنیو ژر تر ژره په خورا کنجکاوی بریدکوونکی یو افغان ټبره امریکایی مسلمان عمر متین معرفي کړ او خبره يې اسلام ته ودرول چې اصلاً دپیښې ستونزه د امریکا په ټولنیز چلند کې وه هغه چې د عمر متین سره له وړکتونه تر پوهنتونه ناوړه چلند کېده ، هغه ته یې د امریکا د تابعیت اسناد او پاسپورټ نه ورکاوه ، ښوونځۍ او پوهنتون کې پردی مهاجر بلل کېده او داسي نوري ځورونې چې د ستونزي ریښه د امریکا په ناوړه کلتوري چلند کې نغښتې ده. که څه هم دیوه راپور له مخي امریکا کې له ۲۰۱۰ کال راهیسي تر لسو زیاتي تقریباً دې ته ورته پیښي سوي ، د څېړنو له مخي دهغه پیښو تر سره کوونکي یو هم مسلمان نه و بلکي د(عیسوي ، یهودي او …) ادیانو ګروهنده وه ، خو دیوه د دین نوم په رسنیو کي وانه خستل سو او نه هم منفي وشاربل سو، دا چې اسلام په نړۍ کې دهرډول فاحشو او ناروا کړنو پر وړاندي خپل دریځ لري ځکه نو د نړۍ تیري کوونکي هڅه کوي چې دا دین په نړۍ کې د رسنیو له لارې بدنام کړي چې دا کار دوی دبیان دآزادۍ تر سرلیک لاندي په خورا جرئت کوي ، دنړۍ سړي خورو زموږ پر یو شمېر وچ مغزو او پوچ مغزو ، سُست ایمانه(افغانانو) هم اغېز وکړ او په مغزو کې يې ورته ترهګر قاموس جوړ کړ اوس چې دې قاموس ته هره کلمه(لغت) ور اچوي ترهګره معنی ترې راوځي. دا اسلام ناخبره عناصر د اسلام ضد رسنیو د کاذبو تبلیغاتو دومره تر تاثیر لاندي راغلل چې د خپل الهي – نازل سوي شاوخوا (۱۴۵۰ کلن) حق دین او مذهب په هکله يې ورته شک پیدا کړ او د اسلامي اساساتو له مطالعې پرته بې ثبوته يې دولتي پوهنتونو کې دشرعیاتو پر پوهنځیو د ترهګري روزنځایونو تور پوري کړ ، هسي خو هم د دې کسانو ایماني توان فلج و ،خو کله چې ورته د اسلام ضد رسنیو کاذب تبلیغات پیل سوه بېله دې چې د یوه ویښ با ایمانه (افغان مسلمان) په توګه د نړۍ په سراښو ، ښکېلاکي او ځبېښاکي پېچلو سیاستونو ، فرېبونو او چلونو ځان پوه کړي ، دین او وطن ورڅخه وژغوري ، نور هم د لادینۍ لپاره(کابل کې له سفارتونو د اومانیزم (انسان ګرایی = Humanism بې دینه انسان پالنې) پروژې واخیستلې پر اسلامي شریعت يې د ترهګرۍ ډالري ټاپې پیل کړې دشرعیاتو پوهنځۍ يې دترهګرۍ مرکزونه وبلل ، واقعیت دا چې دا ډول خلک عقلي ، عصبي او رواني معیوب او ناروغان دي ، ترهګري د شرعیاتو په پوهنځیو کې نه بلکې د همدې پروژوي منتقیدینو ماغزه ترهګر دي ، حتمي ده چې له ترهګرو مغزو به ترهګر افکار زیږي ، د دې ډول ناوړه افکارو خپرونکې په (افغانه مسلمانه) ټولنه کې ځای نه لري.