تیره ورځ دافغانستان د رسنیو دکور لپاره یوه توره ورځ وه ځکه په ځانمرګو بریدونو وکې تر لسو ژورنالستان شهیدان شول او یو شمیر ټپيان شول. د دي ترڅنګ په ورته وخت کې په خوست کې د BBC راډیو تلویزون خبریال هم د وسله والو لخوا په شهادت ورسید. دا چې ولي ترهګرو رسنۍ په نښه کړي غواړم دلته پري لږ بحث وکړم .

رسنۍ د دموکراتیکو نظامونو یو تر ټولو مهم اصل دی او د ا اصل چې کله غښتلي نه وي په هغې ټولنو او ملتونو کې دموکراسي غښتلې نه وي او دخلکو غږ په سمه توګه نه اوریدل کېږي او نه هم دعدالت دپلي کیدو لپاره زمینه برابریږي خو افغانستان ددي ترڅنګ چې د ترویریزم سره  په مبارزه کې ښکیل دی همهمالي د دموکراسۍ د پیاوړي کولو لپاره پراخې هڅې کوې او ددی هڅو په پایله کې سږ کال افغانستان د بي سرحده خبریالانو د ټولنې په کلنې راپور د 180 هېوادونو په منځ کې 118 ځای خپل کړ او د تیر کال په توپير سره یې دوه قدمه مخکې اخستي دي چې د حکومت دا لاسته راوړنه هم یو شمیر استخباراتي کړیو او هغه هېوادونو ته دمنلو نه ده کوم چې د دموکراسۍ څخه ویره لري او په کوم هېواد کې چې دازادۍ دغږ اوچتولو لپاره ټولې رسنۍ سانسور کېږي نو هغوۍ هیڅکله دا مسله نشي قبلولوي .

همدارنګه رسنیو هغه وحشتونه نړیوالو او افغانانو ته خپرول کوم چې د ترهګرو ډلو لخوا ترسره کیدل چې دي مسلي هم دترهګرو پرضد نړیوال او په کور دننه عامه اذهان منفي کړي وه او رسنیو هڅه کوله دا وحشتونه تر خلکو ورسوي او دهغوۍ کرکه په ورستیو کې د ترهګرو پرضد زیاته شوي وه چې ترڅنګ یې دهېواد په مختلفو برخو کې دسولي په ملاتړ خیمې هم ووهل شوي او رسنیو د افغانانو دي چغې ته پراخ انعکاس ورکړ.

دوهم مهمه مسله دا وه چې ترهګر غواړي  دعامه اذهانو په خرابولو او همدارنګه دحکومت سره د رسنیو مخالفت لپاره داسي عمل وکړي ترڅو عامه اذهانو کې ویره خپره کړي او ترڅنګ یې دا خلک له حکومت څخه ناراضه کړي چې ګواکي حکومت په امنیت نیولو کې پاتي راغلي دی خو خلک باید پوه شي چې مونږ دترهګرو سره په جګړه کې ښکیل یو او زمونږ مسجد ، ښوونځي ، ښوونکې ، پوهنتون او هیڅ ځای خوندي نه دی او ترهګر ښه او بد نه لري نو باید مونږ په دی پوه اوسو چې ترهګر مونږ ټول وژني په دي کې ښه او بد توپیر کول په هیڅ صورت دمنلو نه دي او نه باید ومنل شي ، او رسنۍ هم باید  نور دا پریکړه وکړې چې د ترهګرو د فعالیتونو د پراخه ښودلو لپاره نه باید وسیله وګرځې ځکه ترهګر ترهګر دي ، او پرون هغوۍ دا وښودله چې هیڅ نوعه انساني ارزښتونو ته عقیدت نه لري بلکې د ټولو په وړاندي یو شان جګړه مخته بیایې .

دریم مهمه مسله داده چې ترهګر هر وخت غواړي داسي کار ترسره کړي ترڅو دخبرونو سر ټکې شي او له دې لاري څخه دوۍ خپل قوت او اغیز ښکاره کړي او داسي وښایې چې دوۍ ډیر قوي دي چې له همدي امله یې رسنۍ به نښه کړې ځکه ددوۍ په نښه کولو سره ترهګرو ته پراخ تبلیغاتي کمپاین کېږي چې له دی لاري هم عامه اذهان خرابوي او هم دخپل قوت دښودلو لپاهر کوشش کوې نړیوال پردوۍ بحث وکړي  او دا د رواني جګړي یو اصل دی چې داسي څه تر سره کړي چې دخبرونو دسر ټکې اووسي .

نو دي ټکو ته په کتو سره اوس باید څه وکړو ؟

لومړی دا چې د افغان امنیتي ځواکونو او رسنیو ترمنځ باید همغږي لا زیاته شي او کوشش وشي چې د اسي پيښو په پيښیدو سره رسنۍ دا ومنې چې د ساحې دسمې پاکولو وروسته دوس باید خبري پوښښ ته ورشي .

دوهم : درسنیو مشران هم باید دخپلو کارمندانو ژوند په خطر کې ونه غورزوي ځکه یو شمیر رسنۍ هڅه کوې ترڅو د خپلو رسنیوی دشهرت لپاره خپل کارکونکې دخپل ژوند  په قربانیو سره داسي ساحو ته ولیږي چې هلته ښکاره خطر موجود وي او همدي مسلي ته درسیدو لپاره باید افغان حکومت دکار قانونو درسنیو دکار لپاره رامنځ ته کړي او په دي هکله جدي اقدامات وکړي .

دریم : رسنۍ هم باید نوري پوه شي چې دوۍ په خپلو تبلیغاتو یوازي دښمن پياوړي کوې او دوۍ باید نور د دوست او دښمن فرق وکړې نه داچې ووایې چې د طالبانو په مرسته سیمو ته لاړ وو او د حکومت ضد راپورونه جوړ کړي او افغان امنیتي ځواکونه هر وخت د دوۍ د انتقاد لاندي وي دوۍ باید نور لاري جدا کړي او دا مسله د تل په څیر حل کړي ځکه حکومت دوۍ ته امکانات برابروي خو دوۍ بیا هم دښمن ته ډیری وخت تبلیغات کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *