شهید مولوي عبدالغفور پیروز

تاند- وسله والو ترهګرو نن /یکشنبه/ مشهور دیني عالم عبدالغفور پیروز په داسي حال کې په ډزو وویشت او شهید یې کړ چې نوموړی د خپل کار دفتر ته روان و.

د مولوي پیروز د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی نن سهار ۸ بجې د کندهار ښار په لو واله سیمه کې خپل کور ته نژدې د دوو وسله والو تروریستانو له لوري، چې په موټرسایکل سپاره ول، شهید شو.

مولوي عبدالغفور پیروز، ګڼ کتابونه لیکلي یا ژباړلي او د لیکوالۍ ترڅنګ د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر سلاکار و.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وايي چې پیروز په وروستي یو کال کې د ولایت د مطبوعاتي دفتر د سلاکار په توګه دنده په غاړه لرله.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې وحشیانه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو په ډله ییزو رسنیو کې د مولوي پیروز په ترور خوښي ښکاره کړې، ځینو پر نوموړي د الحاد ټاپه لګولې او ځینو بیا وهابي یا سلفي بللی دی.

وسله والو طالبانو په تېرو ۱۶ کلونو کې د کندهار څو زره دیني عالمان، قومي مشران او مخور په ورته ډول ترور کړي دي.

د مولوي پیروز پر ترور ډېرو افغانانو غبرګون ښودلی دی. اکثرو پرې سخته خواشیني څرګنده کړې او په فېسبوک کې یې د پیروز عکس د خپل پروفایل عکس غوره کړی خو طالب پلوو خوښي ښودلې ده.

یو شمېر کسانو د هغه ملا د محاکمه کېدو او ورڅخه تحقیقاتو غوښتنه کړې چې پر پیروز یې د کفر ټاپه لګولې وه.

Hashim Oryakheil

د فیسبوک د نړۍ د اوو کلن ژوند تر ټولو بد خبر می نن سهار له همدي میراث مړي واوریدو
د مولوی عبدالغفور پیروز شهادت

Farid Qurban added 5 new photos.

#درد

د اسلام، وطن او انسانیت وحشي دښمنانو، دیني عالم او روښانفکره شخصیت عبدالغفور پیروز په شهادت  ورساوه. دوښمن زمونږ هستۍ نه راپرېږدي.

د شهيد پېروز جنازه دې کابل ته راوړل شي. د ارګ دروازه کې دې کېښودل شي.
هغه په ډېره مېړانه او منطقي طريقه د دې نظام ننګه کوله. هغه حق لري چې په ملي بېرغ کې په ټول احترام ښخ کړای شي. داسې زړه ور زامن ميندې کله کله زېږوي. تر نيمايي ډېر ملايان ګونګ شيطانان دي. له ډاره حق نه وايي. د دې نظام بقا او نجات د همدغسې علماوو په قلم او ژبه کې دی.

Ahmaddin Hasand

عبدالغفور پیروز یې په موږ نه وو پیرزو
رانه یې واخیست

اسدالله سعید

دا څه وحشت روان دی؟
عبدالغفور پیروز یې هم شهید کړ. یوازینۍ ګناه یې دا وه چې د افراطیت او تشدد فکر ته تسلیم نه شو.
نشتون یې لویه ضایعه ده، خدای یې دې جنتونه ځای کړي.

که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

Najuibullah Khan

انا لله و انا الیه راجعون
دا زومبی قوم د خپلو ناجیانو داړل توره ګڼي.
#عبدالغفورپیروز

Khpal Wak Afghanzai

نن
بل مشال شهید شو

( عبدالغفور پیروز )

Abdul Fatah Khaksar added 4 new photos — feeling sad.

دلته د زیاتو غږ ځکه چوپ دی چې له دې ورځې ویره لري،
عبدالغفور پیروز هغه کس و چې د افغانستان جګړه یې ناروا بللې وه، نن سهار کندهار کې شهید شو.
ګوری پام مو وي دا نوي کسان هم په پوستکي پاک ندي!!

زما زړه یی نه مني چی شهید شوی دی وي
خدایه را پیدا به نه شی چی ووایی زه نه یم مړ اوففف له سترګو می نه وزي #پیروز

Jamil Jamal

دلته به یا ځان وژنې یا وجدان
ش: عبدالغفور پیروز

Lalakhil Afghan

د لته د عمل او کار خلک څوک نه پریږدي .
مولانا عبدالغفور (پیروز) یی هم شهید کړ.
جنتونه یی نصیب شه

Wrak Pukhtoon

مرګ حق دی مګر زموږ مرګونه ناحقه دي
#عبدالغفورپیروز

Wali Wali

اوفففففففف
مولانا صیب عبدالغفور پیروز نور زه نه شم لیدلای هغه دانسانیت، مینی او پوهی ډیوه نور مړه شوه
افسوس وطنه!

Elhan Ahmadi

جاهلانو یو بل مشال وواژه
دا ځل یی یو تکړه دیني عالم شهید کړ
شهید عبدالغفور پیروز ستر دیني عالم و خو دیني عالم هم د ځینو جاهلانو له احمقانه فتواوو څخه په امان  نشي پاتی کیدای

Wrak Pukhtoon

دومره بدبخته دوښمن سره مو سرو کار دی چې کوم د کار سړی وی همغه راته په شهادت رسوي او موږ يې هم شهادت ته ښې برکې کوو. ربه د دې بدبخته دوښمن څخه په آمان کړه…
#عبدالغفورپیروز

Wali Wali

اوفففففففف
مولانا صیب عبدالغفور پیروز نور زه نه شم لیدلای هغه دانسانیت، مینی او پوهی ډیوه نور مړه شوه
افسوس وطنه!

او دا هم د طالبانو غبرګون؛ طالبانو پر شهید پیروز له یوې خوا د وهابي یا سلفي ټاپه لګولې او له بلې خوا یې ملحد بللی دی. دا ډله د افغانانو اکثریت ته د ملحد خطاب کوي ځکه چې له دولت سره همکاري کوي.

Farid Mujahid

الله اکبر
یاربه شکر
ملحد عبدالغفور پیروز. نن سهار په کندهار کې مردار شو
نوموړی به قرانکریم او اسلام ته ښکنځل کول

د خوشحالی خبر

واهابی او سیکولر عبدالغفور پیروز دکندهار په ښار کې نا پیژاندو کسانو لخوا ووژل شو .

2 thoughts on “ترهګرو په کندهار کې مشهور عالم او لیکوال عبدالغفور پیروز شهید کړ”
  1. دشهید پیروز وینی نن د آبرومند، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان مین متفکر منادی شهید مجروح سره یوځای شوی. دا جنګ آن په نړی کی دین رنګه جګړو ترټولو اوږد او شرموونکی جنګ دی، فعالان و عاملان یی بدلیږی، شکل یی بدلیږی، خو ماهیت یی ثابت دی. ځینی مذهبی ښاماران زاړه شی خپل سور پټوکی واچوی وایی خلک نور نه خورو، د تمساح اوښکی تویه وی، خو ډیر ناوخته وی، هغه وخت چی یو نسل ښاماران یی ترشا پری ایښی وی او دا لړی به همداسی روانه وی … زاړه مذهبی ښاماران به له موسومه لوییږی خو ښاماریت به ځوان پاته وی – ښامار دښمن دی خو تر هغه لوی خطر په خلکو کی د ښاماریت استقبال دی ….۴۰ کاله وروسته نن هم ځینو ښامارانو ښاماریت عملی کړ او نورو ورته چک چکی وکړی … زه خو د ښاماریت پای نه وینم، تاسو ته ښکاری؟؟؟

  2. د الله تعالی لعنت په هغو کسانو ، ډلګیو چه د انسانیت او اسلامیت قتل یی د اسلام تر مقدس نامه لاندی د
    انسان دښمنه استعماری او استثماری استخباراتی سازمانونو د اهدافو دپاره په ډیره بیغیرتی او بی شرمی سره په افغانستان او منطقه کی شروع کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *