نصرالله صفاري |
تیره پنجشنبه د کابل د خیرخانې په سیمه کي د قصرنوین په نوم د یوه هوټل مخته هغه مهال ځانمرګې چاودنه وسوه چي په دې هوټل کي د جوړي سوې یوې سیاسي غونډي ګډونوال له هوټل څخه د راوتلو په حال کي ول.
له برید څخه څوګړیه وروسته د داعش (اسلامي دولت) ورانکاري ډلي په خپله وبپاڼه کي د بریدګر د عکس د خپرلو ترڅنګ د برید مسئولیت واخیست او د رویټرز خبري اژانس په حواله دغې ډلي په افغانستان کي د ورته نورو وژونکو حملو ګواښ هم کړی دی.
له دغه برید څخه وروسته د بلخ والي عطامحمد نور وینا خپره کړه او دعوه يي وکړه چي ګواکي د دې حملې ترشا په کابل کي د ځینو سیاسیونو او یا ګواکي حکومت لاس دی.
د نور له خبرو داسي له ورایه معلومیدل چي ګواکي هڅه کوي په هیواد کي ترسره کیدونکو تروریستي حملاتو او فعالیتونو ته قومي رنګ ورکړي او ځیني قومونه د ځینو نورو پروړاندي وهڅوي.
دا په داسي حال کي ده چي د یادي چاودني ډیری قربانیان، پولیس او امنیتي کارکونکي و چي د سیاسیونو د امنیت خوندي کولو چاره يي ترسره کول.
داعش نړیوالي تروریستي او بي رحمه ډلي تر دې مخکي هم د ګڼو نورو دغه ډول بریدونو مسئولیت منلی و، داسي بریدونه چي لا ډیرخونړي ، بي رحمه او وژونکي و.
د دغي ډلي مظالم او بي رحمانه بریدونه په نړیواله کچه او هم په افغانستان کي د هیچ چا له سترګو پټ نه دي . د هیواد په شرقي سیمو، کنړ، ننګرهار، لغمان او … ولایتونو کي د دغي ورانکاري او تکفیري ډلي له لوري د سلګونو بي ګناه مسلمانو هیوادوالو له وژنو او حتي د سپین ږیرو، ماشومانو او میرمنو پربمونوباندي له الوزولو څخه ټول خبردي .
په تیره روژه میاشت کي د کابل په وزیراکبرخان سیمه کي خورا خونړۍ چاودنه چي زموږ څه باندي درې سوه مسلمان روژاتي هیوادوال يي شهید او زخمي کړه هم د همدې تکفیري ډلي کار و.
پرلمونځ کونکو باندي په مسجدونو کي وژونکې حملې اود ښځو او ماشومانو په شمول د ګڼو بي وزله هیوادوالو له وژلو څخه د دغو تروریستانو هدف د افغان مسلمان ملت ضعیفه کول او د دې واحد ملت ترمنځ د نفاق او تفرق هڅه ده .
په حقیقت کي تروریستان په هیڅ دین ، هیڅ مذهب ، هیڅ نژاد او قوم پوري اړه نه لري بلکي دغه ډول بي رحمه ټروریسټي ډلي د بشریت ضد دي چي پرهیچ چا رحم نه لري او له یوه مخي ټول مسلمانان وژني.
که په هلمند ، کندهار او روزګان کي چاودني سوي، که په هرات، غور او بادغیس کي سوي ، یا په مزار، بغلان او بدخشان کي او یا هم په ننګرهار، کنړ، پکتیا او پکتیکا کي په نتیجه کي يي زموږ هیوادوال شهیدان سوې او زخمیان سوي دي او دښمن له توپيرپرته د خپل توان په اندازه هره سیمه ، هرقشر او افغان په نښه کړی دی.
په مسجدونو کي له بریدونو څخه د تروریستانو یو هدف د افغان ملت ملي یووالي ته صدمه رسول او د فرقوی تاوتریخوالي هڅه ده ، چي لله الحمد تراوسه نه یوازي دښمن په دې کار کي بریالی سوی نه دی بلکي ددوی دغه ډول بریدونه لا د ملي وحدت د تقویې باعث ګرځیدلي او افغانان يي یوله بل سره همږغي کړي او همدرده کړي دي.
د سیاسي موخو لپاره د ځینو بی مسئولیته او بي ثباته سیاسیونو له لوري د خلګو د عامه اذهانو د مغشوشولو او حتي ذهني ترور هڅه په حقیقت کي د تروریستانو او د افغانانو د مشترک دښمن تبرته لاسی وراچول دي.
افغان سیاسیونو، روشنفکرانو، نخبه ګانو او مشرانو ته په کار ده چي د دښمن د دسائسو په مقابل کې خپل رسالت سر ته ورسوي او ولس اګاه کړي چې ترهګري قوم، سمت او مذهب نه پيژني، دا د دښمن شوم پلان دی چې غواړي مونږ افغان ولس په قومونو او مذهبونو وويشي او خپل هداف ترلاسه کړي.
د ولس نخبه قشر بايد خلک پوه کړي چې په افغانستان کې پښتون، تاجک، ازبيک، هزاره، ايماق، پشه يې، نورستاني، …. وغيره، همدارنګه سني او شعيه ټول سره وړونه دي او د تروریستانو له لوري ترسره کیدونکي د نفاق هڅي باید بریالۍ نه سي.