تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په خبرو کې د جګړې د قربانیانو د مستقیم او معنادار رول غوښتنه کړې ده.

دغه کمېسیون د اګست ۲۱مې د ترهګرۍ د قربانیانو د ورځې سره هم مهاله ویلي، د جګړې د قربانیانو لپاره باید د سولې په خبرو کې ځانګړې توجه وشي او هغوی ته باید ونډه ورکړل شي چې له خپلو حقونو څخه د سولې په خبرو کې دفاع وکړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تازه ارقام ښيي چې د ۱۳۸۸ کال نه د ۱۳۹۷ کال تر پایه په افغانستان کې ۷۵ زره او ۳۱۶ افغانان په تروریستي پېښو کې مړه او ټپيان شوي دي: (( یوازې تېر کال کې ترهګرۍ له افغانانو څخه ۱۱ زره او ۲۱۲ قربانیان اخیستي دي.))

کمېسیون له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د ترهګریزو پېښو عاملین دې په نښه کړي او تر عدلي تعقیب لاندې دې یې ونیسي.

دغه راز یې غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ قربانیانو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړای شي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ د قربانیانو په نوم کړه چې افغان حکومت یې هم دا پرېکړه ومنله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *