مطبوعاتي اعلاميه!
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۶/۱۰/۱۱
تېره ورځ د ننګرهار ولایت اړوند په بهسودو کې د جنازې پر مراسمو ترهګريز بريد شوی او اتلس تنه هيوادوال په شهادت رسېدلي دي.
ترهګر تل د افغانانو په وژلو او د هيواد په ورانولو لګيا دي، دوی د افغانانو ملي يووالي ته د زیان رسولو په لټون دي، د محمد سالم ايزديار د جنازې پر مراسمو بريد، څلور ورځې وړاندې کابل کې د تبیان په کلتوري مرکز بريد، او تېره ورځ په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بريد د افغانانو تر منځ د کرکې او تعصب خپرولو په موخه کېږي، تر څو په هيواد کې درانه قومونه له یو بل سره لاس او ګرېوان کړي.
افغانانو خپل ګډ دښمن پېژندلی دی او په وړاندې يې لا متحد شوی او ترهګرو په بريدونو ولس نور هم سره نژدې کېږي، افغانان باور لري، چې د ای، ایس، ای د افغانانو تر منځ د کرکې خورولو لپاره له هرې وسيلې کار اخلي او افغانان د پرديو استخباراتي کړيو په وړاندې لا متحد کېږي.
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز په ټولو افغانانو غږ کوي، تر څو لا متحد شو او له پردۍ نیابتي جګړې څخه يواځې د ملي وحدت پر مټ راوتلای شو.
تر کومه چې مقبوضه افغانستان پر محکومو سیمو د پنجاب راج چليږي، تر هغو به مو نه جوماتونه له ترهګريزو بريدونو خوندي وي او نه هم زموږ مدرسې او ښوونځي د دوی له شر څخه په امن کېدای شي.
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز ددغه روانو ناخوالو او جګړو څخه د خلاصون يواځينۍ لار د لوی افغانستان رامنځ ته کېدل ګڼي، ترکومه چې د افغانانو تر منځ د بېلتون فرضي کرښه ډيورنډ شتون لري، تر هغو پورې په مورنۍ خاوره او محکومو ولايتونو کې د سولې راتلل او د پرمختګ په لور ګام اخيستل ناشونی کار دی.