مطبوعاتي اعلاميه!
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر
لا په کابل کې د انټرکانټنينټال هوټل د وير اوښکې وچې نه دي، چې ترهګرو يو ځل بیا د کابل د صدارت څلورلارې ته څېرمه ترهګريز بريد وکړ او يو شمېر افغانانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ددغه پېښې څخه روغتونونو ته د وروړل شویو ټپيانو شمېر ۱۴۰ کسه ښودل شوی او ۴۰تنه هيوادوال په دغه ترهګريز بريد کې په شهادت رسېدلي دي.
ترهګر چې د پاکستان د ای، ایس، ای له لوري رهبري کېږي او د دې استخباراتي شبکې پر مټ د هيواد په بېلا، بېلو سیمو او په تېره بیا کابل ښار کې بريدونه کوي.
نړيواله ټولنه ښه پوهيږي، چې د ترهګرۍ ټولې ځالې په پنجاب کې دي او له پنحاب د ترهګرۍ خواخوږي پالل کېږي، تر څو ای، ایس، ای د ترهګرو په مټ افغانان په شهادت ورسوي او له ملي داعيې (لوی افغانستان ) يې په بل لوري فکر واوړوي، خو اوس ټول افغان ولس پر دې پوهېدلی دی، ترکومه چې د مقبوضه افغانستان محکومې سيمې د پنجاب تر اسارت لاندې وي، دغه ډول وحشي او خونړۍ پېښې د حيرانتيا وړ نه دي، ځکه پنجاب د افغان وژنې او افغانستان ورانونې پروژه ده، چې د ځينو نړيوالو خواخوږي هم ورسره مله ده، که نړيواله ټولنه غواړي، چې دغه ډول ترهګرۍ پېښې وروستۍ شي، نو باید سر له اوسه د ترهګرو مور پاکستان باندې هر ډول اقتصادي، امنيتي بنديزونه ولګوي او هر ډول اړيکې ورسره پرې کړې او په مقابل کې دې افغان وياړلی ځواک غښتلی کړي، تر څو په اسانۍ سره ددغه ډول تروریستي پېښو مخه ونيول شي.
د دولت په اډانه کې د مافيا او زورواکو مخنيوی هم په خپله د قانون حاکميت ته لاره هواروي او ترهګر د همدې مافيا په زور تر هدفه رسېږي او افغانان په وينو لمبوي.
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د قربانيانو له ټولو کورنيو سره په دغه وير کې ځان شريک ګڼي، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او شهيدانو ته د برين جنت هيله کوي.
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز