خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۵-۱۳
کندهار، افغانستان- کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د نظامي مجلس په غونډه کي وویل چي په دې ولایت کي د امنیتي-دفاعي ځواکونو تر منځ ښې همږغۍ، ګډو هڅو او پر وخت اقداماتو ټروریسټان ناهیلي کړي او اوس د اوضاع د ګډوډولو په موخه ملکي اهداف په نښه کوي.
ښاغلي عزیزي د امنیتي ارګانونو ټول مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چي د امنیت د لاټینګښت او تروریستي فعالیتونو د پوره مخنیوي لپاره دي پرله پسي خپل پرسونل تر جدي مراقبت لاندي ونیسي، خپلمنځي همږغي، هر اړخیزه همکاري، پر وخت د معلوماتو تبادله، د ځواکونو اکمال او د کشفي ارګانونو راپورونو ته پاملرنه نوره هم پیاوړي کړي چي په دې سره به له یوې خوا دښمنان د هیڅ راز فعالیت کولو فرصت نه مومي او له بلي خوا به د امنیتي ځواکونو د هر ډول زیانونو مخه ونیول سي.
د ملي امنیت رئیس تورنجنرال قدر محمد خان قدر په خپل اوپراتیفي راپور کي وویل چي په مجموعي ډول د کندهار امنیتي وضعیت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی، مګر دښمنان بیا هم هڅه کوي چي په یو شمېر سیمو کي تهدیدونه ایجاد کړي، خو زموږ زړور ځواکونه یې تل مخه نیسي. نوموړي وویل زموږ ځواکونو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۵ ترهګر وژلي، د یو شمېر سیمه يیزو قومندانانو په ګډون ۲۱ترهګر نیول سوي او له دوی څخه بېلا-بېلې وسلې هم تر لاسه شوې دي. همداراز په کندهار ښار کي دوه تنه د انتحاري بریدونو په تور نیول سوي چي دا مهال تر پلټنو لاندي دي.
د امینه قومندانۍ اداري مدیر سمونوال غلام جیلاني کټوازي په خپل راپور کي وویل چي دوی تېره اونۍ ۱۶ ترهګر وژلي، یو تن نیول سوی، ۵ تنه ژوبل سوي، یو مشکوک کس بندي سوی او ۴ کړۍ مختلف ماینونه تر کشف وروسته شنډ سوي دي. له جنايي پیښو سره د مبارزې ریاست یو تن د قتل، ۳ تنه د لواطت، ۴ تنه د مجروحیت، یو تن د باسیکل د غلا او ۳ تنه له دوکانه د غلا په تور نیول دي. له نشيي توکو سره د مبارزې ادارې ۱۲ ګرامه هیروین، ۲۰ ګرامه چرس او ۴ شکمن کسان نیولي او ۸ تنه معتادین یې د تداوي لپاره معرفي کړي دي. نوموړي وویل: تېره اونۍ د پاسپورټ ریاست ۲۳۹۶۱۰۰ افغانۍ او د ټرافیکو مدیریت ۱۱۷۹۶۰ افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي چي د مستوفیت له لاري افغانستان بانک ته تحویل سوې دي.
پر دې سربېره دویمې او درېیمه لوا، سرحدي قومندانۍ او د عام نظم مسؤل هم خپل کاري راپورونه وړاندي کړل.