ګلدوست
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یکشنبې ورځې ترهګره بمي چاودنه کې ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول. وژل شوي او ټپیان ټول مسلمانان او ملکي وګړي وو چې د یو بل مسلمان د جنازې کفایي فرض لمونځ یې ادا کاوو. دغه خلک نه پوځیان، نه دولتي ماموران او نه د کوم بل دین او مذهب پیروان وو. د دغو خلکو د وژنې شرعي فتوا کومې واکمنۍ دیني مرجع صادره کړې وه؟
تر دې دوه ورځې مخکې د کابل ښار په دښت برچي سیمه کې پر یو فرهنګي مرکز داسې مهال ځانمرګه برید وشو چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ د یرغل غندن غونډه په کې روانه وه. په هغه برید کې ۵۰ کسان وژل او ۹۰ نور ټپیان شوي وو. د هغه برید قربانیان یانې وژل شوي او ټپیان هم ټول ملکي وګړي، مسلمانان او عادي افغانان وو، نه بهرنیان او نه د کوم بل دین پیروان او په ټوله کې هغوی هم له دولت سره ځانګړې اړیکه نه درلوده، ښایي کوم یو به یې د کومې دولتي یا نادولتي موسسې ټیټ پوړی کارکونکی و.
ددغو خلکو په وینه کې کوم توپیر نه و، د ټولو قربانیانو کورنیو یو شان درد او کړاو احساس کړی او هم د دواړو پېښو قرباینان د ټولنې ډېر بې وزله پاړکي پورې تړلي وو.
ترهګرو په دواړو ځایونو کې پر چا رحم او زړه سوی ونه کړ.
رښتیا له دغو بریدونو د ترهګرو موخه څه وه او ولې یې دغه کار ته لاس واچاوه. ددغه مطلب روښانولو له پاره اړینه ده چې لومړی خپله ترهګري وپېژنو. د ترهګرۍ په اړه هم لکه د ځینو نورو ډېرو ټولنیزو ښکارندو په شان یوازینی او ټول منلی تعریف نه دی وړاندې شوی خو ترهګري په عامه مانا د وېرې او ډار خپرېدو ته وایي، په سیاسي ادبیاتو کې هره هغه کړنه چې د سیاسي موخو له پاره د وېرې او ډار خپرولو له پاره ترسره شي ترهګري بلل کېږي. ترهګري په پخوا کې یوازې د ویرولو او د یو لوري له خوا د خپل پیغام رسولو یا ځان ثابتولو او ځان ته د ځینو ډلو پام وراړولو بڼه درلوده. یا یوازې د سیاسي موخو او اختلاف پر بنسټ ځینې کسان په ترهګریزو بریدونو کې په نښه کېدل، خو نننۍ ترهګري بیا له پرونۍ هغې سره خورا زیات توپیر لري هغه دا چې د نننۍ ترهګري موخه تر ډېره د زیات شمېر کسانو وژنه ده. په نننۍ ترهګري کې د وېرې اچونې ترڅنګ رواني او تبلیغاتي جګړې همغږې او هم مهاله مخته وړل هم دي. رواني جګړه په دې مانا چې ترهګر غواړي په ځینو کړنو سره د ټولنې تعادل له منځه یوسي یانې هغه چې وایي رواني جګړه هغه جګړه ییز، ترهګریز، سیاسي، دیپلوماتیک، تبلیغاتي، اقتصادي او ان سوداګریز عمل دی چې د مقابل لوري ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او پوځي توله له منځه یوسي. کله چې ترهګر ځینې ځانګړې قومي، سیاسي او مذهبي ډلې په نښه کوي او په غونډو، بنسټونو او ټولنو یې ترهګریز او ځانمرګه بریدونه کوي، په دغه ډول کړنو سره د ترهګرو ملاتړي غواړي په سیاسي پوړ کې نفاق واچوي چې دا په خپله ټولنیز او سیاسي تولې ته زیان رسوي. د روښنايي غورځنګ پر پلویانو د ۱۳۹۵ کال د زمري میاشتې خونړی ځانمرګه برید چې سلګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واووښته، دغه راز، په کابل او هرات کې د شیعه ګانو پرجوماتونو لکه باقرالعلوم، امام زمان، الزهرا، جوادیه او هم د مشرانو جرګې لومړي نایب د زوی محمد سالم ایزدیار جنازې پر مراسمو بریدونه، د غزني – کندهار پر لویه لار له موټرو د شیعه ګانو کښته کول او د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ پر هزاره میشته کلیو د لارې تړل د رواني جګړې ښکاره بېلګې دي. ترهګر او ملاتړي یې دغه کارونه د یو ځانګړي پلان او پروګرام له مخې کوي او داسې ګڼي چې په دې سره د شیعه او سني او پښتون تاجیک او نورو ترمنځ درز رامنځته او حکومت کاواکه کړي.
تبلغاتي په دې مانا، هغه ډول چې اوسني ترهګر جګړه، ترهګري او تبلیغات هم مهاله مخته وړي یانې له یوې خوا ښیي چې دوی له خپلو مخالفینو سره څومره غوڅ او پرېکړونی چلند کوي په دې توګه خلک وېروي، له بله پلوه غواړي و ښیي چې دولت د خپلو خلکو دفاع توان نه لري او موخه یې داده چې خلک پر دولت بې باوره کړي.
د جګړې پخواني ار له مخې تبلیغ د جګړې په چوپړ کې و یانې د جګړې له پاره به تبلیغ کېده چې د خلکو ملاتړ خپل کړي او د مقابل لوري روحیه کمزورې کړي خو اوس جګړه د تبلیغ په چوپړ کې ده، یانې ترهګر داسې بریدونه کوي چې پراخ انعکاس وکړي او زیات پوښښ ولري او خبر یې هر ځای ته ورسېږي او په دې توګه عامه افکار تر اغیز لاندې راولي او د اولس او وسله وال پوځ روحیه کمزورې کړي او د جګړې اراده یې له منځه یوسي.
دا کړنې هسې عادي بریدونه، نه دي چې ناراضه باغیان یې د خپلو موخو له پاره ترسره کوي بلکې دا هره پېښه د رواني او ترهګریزو جګړو وتلو او تجربه لرونکو متخصصینو پلان او عملي کړې ده.