4 thoughts on “ترهګر سرینا هوټل ته څرنګه ننوتل”
  1. څومره وحشت!
    چنګیز ژوندی دی، هتلر مړ نه دی.
    د وحشي طالبانو په څېره کې بیا راژوندي شوي دي.
    د چنګیز په اړه ویل کېږي چې د افغانستان په هغو سیمو کې د ده په وړاندې به مقاومت کېده، نر، ښځه، ماشوم او ان د مور په نس کې بچي به یې له تېغه تېرول.
    اوس طالب جنایتکارانو یو ځل بیا هماغه وحشت خلکو ته وښود.
    سړی هغو لیکوالو او شاعرانو ته حیرانېږي چې بیا د طالبانو ننګه کوي، دوی څه رقم وجدان لري چې د وحشت ننګه کوي
    د قاتل او د هغه چا تر منځ هېڅ فرق نشته چې د قتل ملاتړ کوي

  2. څه فکر کوئ چي طالبان مسلمانان دي او یاهغه خلګ چي له دوي څخه ملاتړ کوي په سمه لار روان دي دا وحشیان چي په بې ګناه ماشومانو رحم نه کوي دخاوري له پاره به په څه درد وخوري اسلام که په دې شکل راځي هیڅ کله دا ډول اسلام نه غواړو لکه د طالبانو .

  3. نه طالب شته او نه هم ملا او مجاهد ټول خاریجي انجنټان دي نور دي خنځیرانو ته د ملا،طالب،مجاهد لقب مه ورکوي راځي نور پوهه شي تر څو به تاسو د هغوي نه ډیر په تیاره کي ژوند کوي ټول هغه کسان چي په خداي جل جلاله ،رسول صلی الله علیه وسلم باور او یقین لري داسي کړني نه تر سره کوي ددي ټولو کړنو مشري د امریکا په لاس کی د پاکستان په له لوري د جاهله افغانانو او بهرنیانو په لاس یی په کار اچوي
    یو خو زه د افغانستان دولت ،ژورنالیستانو، او رسنیو ته نه پوهیږم سل ځله ما دا خبره کړي چي په دي خلکو دا نوم بدل کړي په ضرب د ۶ میاشتو کي دا خنځیران ورکیږي خو داسي معلومیږي چي افغان دولت هم ددي ناولو نجسو ملحدانو ملاتړ کوي
    د طالب،ملا،مجاهد نومونه ددوي د پیاوړتیا کمپاین ده ساده په اسلام دین،افغانیت مین افغانان یاځی ددوي نوم ته په کتو ددوي په لیکو کي داوطلبانه یو ځای کیږي او نور خبر نه دي چي دا خاریجي ایجنټان دي
    مننه

  4. د هیڅ مذهب او عقیدې خلک ماشومان نه وژني، حتي ځناور هم پر ماشومانو او یا د نورو ځناورو په بچیانو رحم کوي، که ټالیب حقیقي وجود لري او د دغه برید پړه هم په غاړه اخلي نو بیا خو دولت ته په کار ده چې دغه ډله یوه مرتده او ترهګره ډله اعلان او له هر افغان څخه وغواړي چې ددغې ډلې پلویان او ملاتړي ووژني، کورونه یې وسوزوي او د پنجابک کور ته یې اړ باسي او که حقیقي حضور نه لري نو بیا هم د دولت مسولیت دی چې دا خبر په ډاګه کړي چې هې خلکو ټالیب وجود نه لري، له مینځه تللی، اوسنی جګړه زمونږ او د پاکستان تر مینځ ده چې بیا هم ملت خپلې مټې د پنجاب جګړې ته را ونغاړي او د چڼي یا ټالیب تر نامه لاندې راغلي د آی ایس آی ماشین ډوله جنګیالي له مینځه یوړل شي.

    زمونږ خلک فاسد، رشوت خور او چور مینو چارواکو او دولت داسې بیسده کړي لکه د بیهوشی پیچکاري چې یو ناروغ ویده کوي، اوس چې هر څوک پیشکوزه زمونږ په خیټه منډي خوښه یې د هغوی ده.

    په پای کې که پښتنو پخپلو سیمو کې ټالیب ته د اسلام او جهات په نامه ځای نه وای ورکړي او یا یې ور نه کړي په ولا که شی و وینې، خیر خیرت دی،‌ولې په پنجشیر کې ټالیب نشته، ولې په بامیانو کې نشته، یوازې په هغه ځای کې شته چیرته چې پښتون شته.

    ټول پښتانه ټالیبان نه دي، پښتنو د دغې مرتدې ډلې په وړاندې سخته قرباني ورکړې خو ډیر یې همدا اوس هم د نبي وارثان بولي، خدایه دغه د نبي وارثان د دوی په بچو ور حواله کړي چې پته یې ولګي.

  5. سلامونه. زه د دی خبر په اوریدلو او دی دی ویدیو په لیدلو سخته خواشینی شوی یم او ویرجنه یم اوله خدایه غوالم چی دغه مردار او بی شرمه قاتلان د زر تر زره زموگ له هیواده ورک کری. او یوه خبره می ذهن ته راغلی چی باید ویلیکم . هغه داده چی دا تذکری چی په ویییو کی شکاره شوی کیدای شی چی جعلی وی دا تذکری په ریشتیا د غو قاتلانو هویت نده. زما منظور دا نده چی وروسته له چاودنی او یا چه بل معنی دا تذکری ورشودل شوی . خو زما منظور داده چی ظهور ولد دوستم نامه چی کومه تذکره ده سرنگه چی له عکسه شکاری دا نفر له یویشتو نه نیولی ان تر سلورویشتو کلو زیات عمر نلری . او د دوستم کلمه په افغانانو کی د نوم په صفت هیس کومه پخوانی بنه نلری . د دی نوم بنه تفریبآ 25 کلو د مخه و شمالی اوزبیکو مشر او ملیشوو قوماندان له لقب نه راسرگنده شوه چی ده ته د ده د دوستانو له طرفه د ده د خاص تکیه کلام په وجه ورکرل شوی وه او حقیقت یی دا ده چی هر کله چی جنرال دوستم هر چا سره خبری کولی نو هغه ته به یی ویل چی دوستم !!! یعنی ای دوسته !!! نو ده ته خلکو د دغه تکیه کلام په وجه دا لقب ورکه . نو که د قاتل ظهور پلار په ریشتیا دوستم ونومیگی او کوم چا چه خپل زوی دا نوم ایشی وی . نو دا پلار سو کلن شوه چی زوی یی یوویشت نه نیولی تر پنزه وویشتو کیدای شی او دا تذکره په ریشتیا د ده هویت سرگند کری او یا ممکن ما غلط فکر کری وی. په درناوی . مننه

  6. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    ګرانو لوستونکو نور هیڅ هم نه دی مونږ دولت نه لرو مونږ اداره نه لرو مونږ غم خوار نه لرو یوڅو کسانو د دولت انځور جوړ کړی او یواځي خبلو غلاوو ،چور چپاول،رشوت، او نور بد مرغیو ته یی ملا تړلي ده
    که چیري دغه کسان دپولیسو له خوا هم ونیول شي کومه فایده نه لري د بیسو، واسطو،او په نورو طریقو بیرته خوشي کیږي ارمان می د پولیسو ملي اردو او عام وکړو شهادت ده
    چي ډیر بي ځایه او د نه خلکو له لاسه شهیدانیږي
    بس دا دوعا کوي چي الله پاک مو اوس زر تر زره له دي بي غیرته اداري خلاص کړي
    امین ثم امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *