افغانستان نوین څېړنیز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي دفتر
نېټه: ۱۳۹۶/۱۰/۹
د مرغومي پر اوومه نېټه داعش تروریستي ډلې د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې ځان وژونکي بریدونه وکړل او تر دېرشو زیات ولسي وګړي په شهادت ورسېدل او همدومره شمېر نور یې ټپیان کړل.
برید د تبیان پر کلتوري مرکز شوی او پر له پسې دری ځان وژونکي بریدونه وشول او زموږ څلوېښت تنه هیوادوالو ژوند یې واخیست.
ترهګر د افغان وژنې کریډیټ د بنجاب له ای، ایس، ای استخباراتي شبکې څخه اخلي، تر څو ددغه ډول وحشي او تروریستي بریدونو پر مټ افغانان بېل او د یووالي پر ځای یې د بېلتون درزونه ژور کړي.
ترهګر پر افغانانو رحم او زړه سوی نه لري، هغوی یواځې د افغانانو تر منځ د ملي یووالي روحیه له منځه وړي.
ترهګر به هیڅ کله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، بلکې افغان ولس تر منځ یووالی لا پیاوړی کېږي، افغانان پر ملي یووالي باور لري او تروریستان فقط او فقط د انسانیت او اسلامیت دښمنان ګڼي.
افغانستان نوین څېړنیز او مطالعاتي مرکز په افغان دولت غږ کوي، چې خپل منځي اختلافاتو او چنه وهلو پر ځای دې په هیواد کې د روان بحراني حالت مخه ونیسي، تر ټولو مخکې دې د تروریستي او افراطي ډلو پر وړاندې بالمثله عمل وکړي، هغه تروریستي ډلې چې پر سوله باور نه لري او د بردیو شومو موخو د پلي کولو مسوولیت لري، پر هغوی رحم ونه کړي، تر څو د افغان ولس ملي یووالي ته زیان ونه رسېږي.
افغانستان نوین څېړنیز او مطالعاتي مرکز؛ مطبوعاتي دفتر