تاسو ولیدل چې ترهګرو د اسلام په نوم باندې د خدای پاک په کور برید وکړ او په دې برید کې یې شاوخوا پنځوس لمونځ کوونکي شهیدان او له شپیتو زیات ټپيان کړل.

لمونځ کوونکي د خدای له ویرې د خدای کور ته د جمعې د لمانځه لپاره ورغلي و او په دې ډاډه و چې د خدای کور مصوون دی او هغوی چې بیخي دین و نه لري، هم په جومات برید نه کوي، خو خبر نه و چې په افغانستان کې د اسلام په نامه داسې بې دینه شته چې د لمونځ کوونکو او نورو بې ګنا کسانو په وژلو کې جنت ګوري.

د پکتیا په یو جومات کې دوه ځانمرګو برید وکړ او دا برید چې هر چا کړی وي، خو بریدګر ورته داسې روزل شوي و چې لمونځ کوونکو ورته کافر یاد شوي او پر لمونځ کوونکو برید یې هم جهاد بللی دی.

په پکتیا کې پر جومات برید به دا لومړی ځل نه وي، تر دې وړاندې په هرات کابل او ځینو نور ولایتونو کې هم په جوماتونو باندې بریدونه شوي چې زیات کسان یې شهیدان او ټپيان کړي دي.

د دې بریدونو موخه دا کیدای شي چې د اسلام نوم بد شي او په نړۍ کې د مسلمانانو بد تصویر د نورو دینونو خلکو ته وړاندې کړي، دا ډول بریدونه هیڅ په اسلام کې ځای نه لري او د دې بریدونو تنظیموونکو ته په قرانکریم کې د سختې سزا ویل شوي چې په اخرت کې به ورکول کیږي.

د افغان دولت وسله والې مخالفې ډلې چې اوس تر بل هر وخت مات شوي او د ژوند وروستۍ سلګۍ یې دي، عامه ځایونو باندې بریدونو ته مخه کړې، او داسې ځای بریدونه کوي چې هلته زیات خلک قرباني شي، دا ډلې اوس په بریدونو کې دا نه وایي چې څوک ووژل شول، بلکې په دې کار کوي چې څومره کسان ووژني، ولو که لمونځ کوونکي او دیني عالمان هم وي.

افغانستان کې کلونه جګړې د اسلام په نوم وشوې او د دې جګړو ګټې بهرنیو استخباراتو او داخلي مافیا واخیستې، خو په کلونو کې ځینې افغانان په دې پوه نه شول چې دا جګړه جهاد نه دی او له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي.

اوس چې په ترهګرو ډلو ټولې لارې بندې شوې او هدفي ځآیونو ته ځانونه نه شي رسولی، نو یې په ملکي وګړو او بې ګنا خلکو بریدونه پيل کړل چې یواځې شمار پوره کړي او ویره خپره کړي.

د ترهګرو لکه څنګه چې له نوم څخه ښکاري، هدف یې هم همدا دی چې څنګه کیدای شي، په خلکو کې ویره خپره کړي او له دې لارې پر حکومت فشارونه راوړي چې د ځینو هېوادونو او ځینو اشخاصو غوښتنې ومنل شي.

څه پکار دي؟

ښکاره خبره ده چې د دې ډول بریدونو مخه افغان ځواکونه او افغان دولت نه شي نیولی، ځکه افغان ځواکونه او افغان دولت کار کوي چې تر ګواښ لاندې سیمو کې امنیت خوندي کړي او له بریدونو یې وساتي، خو دا چې نامرده ترهګر د خلکو منځ کې چاودنې کوي، د دې مخه نیول اسانه کار نه دی.

افغان ولس ته پکار ده چې د ترهګرو په مخنیوي کې له خپلو ځواکونو سره کار وکړي او د ټول شکمنو کسانو په تړاو دولت ته مالومات ورکړي، تر څو چې هر افغان جاسوس نه شي، د دې ډول بریدونو مخنیوی کوم اسانه کار نه دی.

همدا او دې ته ورته نور بریدونه د عامو خلکو په جامه کې د عامو خلکو له کورونو تنظیم کیږي او پکار ده چې نور عام خلک د دې ډول خلکو مخه ونیسي چې هم خپله او هم نور افغانان د دوی له شر څخه په امان کړي.

ترهګر چې پر جومات برید کولای شي، نور یې په هر ځای کولای شي، ځکه دا ډلې یواځې ګډوډي او د افغانانو وژل غواړي، ترهګر دې ته نه ګوري چې څوک یې ووژل خو کار کوي چې داسې ځای برید وکړي چې زیات خلک قرباني شي.

په دې برخه کې حکومت ژمن دی چې خپل مسوولیت ادا کړي او ترهګر د جګړې په لومړۍ کرښه او مرکزونو کې له منځه یوسي، خو دا چې ترهګر د خلکو په منځ کې ځای نیسي، د دې کار مخنیوی ستونزمن دی او خلک کولای شي ترهګر له خپل منځ څخه وشړي او په تړاو یې افغان ځواکونو سره مالومات شریک کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *