واقعیتونه دومره ملموس او د درک وړدي چې ړوند و کوڼ یې هم تشخیصولای شي مګر حیف چې زموږ حکومت ړوند و کوڼ وای، نه بې تفاوته.
راځئ حساب در کړم، که مې دا کار و نشوای کړای نو حساب راسره وکړئ! چې هر رقم یې راسره کوئ!
د کندهار پوهنتون د ښوونې و روزنې پوهنځي د دوهم کال محصل وم، سهار اته بجې له ټولګیوال سیف الدین لودین سره د درې منزله پوهنځي د اول منزل برنډې ته ور پورته شوم، د برنډې پر منځ د دهلیز دروازه ده، یو و بل اړخ ته یی ټولګي جوړ دي چې کړکۍ یې برنډې ته را خلاصې دي.
راسته لاس ته یې هغه صنف دی چې د لړم پر ۱۱- مه یې له کړکۍ څخه د یوه تور شیطان نجس لاس ور وغځېد او د ښایسته پتیال د ژوند عطرافشان او جلوه ګر کندهاری ګلګلاب یې پاڼې- پاڼې کړ:
په سپرلي کې هم خزان وي، ویر ژړا وي په ښادۍ کې
هر یو ګل دی پاڼې- پاڼې، نشته ساه یوه غوټۍ کې
د کړکۍ او وره ترمنځ پلن ستون په مرمر ډوله خښتو
A4 پوښلی دی، پر ستون یو
سایز کاغذ موښتی وو، د پوهنځي ریس عبدالرحمن خان بابی د یوه ډله محصلانو په منځ کې ورته ولاړوو، ټول ورته ګوري، ریس چې پر کاغذ لیکلي عبارت ولوست، شا وخوا یې نه دي کتلي، همداسي د دهلېز په دروازه ننووت او سیده په درېیم پوړ کې خپلې ادارې ته چټک پورته شو، نور محصلان هم سره تیت و پرک شول.
لودین هم را ځوړنده پاڼه ولوسته، زما سترګې ضعیغه دي او لوستلای مې نه شوای، لودین مې وپوښت چې دا بیا د څه شي اعلان دی چې ریس صاحب او ټول خلک یې په متعجب انداز ور جذب کړي ول؟
لودین یې تر څلور طرفو سلوشن ګوتې ور لاندې کړې، کاغذ یې له دېواله راجلا کړ او زما په لاسو کې یې راکښېښود.
ورقه رنګه پرنټ شوې ده، پر کیڼه لوړه څنډه یې د یوه ځوان عکس دی، چارزانو په یوه شنه د ګلانو باغچه کې ناست دی، تور کالي یې اغوستي او توره مبارکه ږیره يې ده، د سر ورېښتان یې په ژړه رخچینه کې د شا خوا ته ور اړولي دي او نور عبارت یې په دا ډول دی:
«د ستر څښتن په ښکلي او سپېڅلی نامه
د فاتحی اعلان
اتل شهید انجنیر محمد حامد (بدر) د محمد صادق زوی چې د کندهار پوهنتون د انجنیری پوهنځی د دوهم ټولګی محصل وو.
نوموړی د چهار شنبی په ورځ چې د ۱۳۹۰/۱/۱۰ نیټی سره سمون لری د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالی د سلطان خیلو په کلی کی د امریکایی یرغلګرو ځواکونو سره د مخامخ جګړی په ترڅ کی د شهادت (شهادت کلمه په سره لیک لیکلې ده) لوړ مقام ته ورسید.
نو ټولو درنو استادانو او محصلینو ته خبر ور کول کیږی چې د نوموړی فاتحه د پوهنتون په عیدګاه مسجد کی د دوشنبی په ورځ د ۱۳۹۰/۱/۱۵ نیټی سره سمون خوری د سهار د ۱۰ بجو څخه تر ۱۲ بجو پوری اخستل کیږی.
انالله واناالیه راجعون»
——————————
دا نو ل�� اعلانو څخه د یوه اعلان یوه نمونه وه، کنه نو دا ډول خبرتیاوې په اصطلاح هفته و چارشنبې له پوهنځیو څخه نیولې د پوهنتون د عمومي ریاست، ټولګیو او جومات تر دروازو پورې نصبېږي، ریسان، استادان او محصلان یې لولي او په پوهنتون پوري اړوند عیدګا ماجت کې، چې د عالیقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت له شهکارو څخه دی، دغه ډول د فاتحو مراسم مسلسل جریان لري او په دغو مراسمو کې د دعاوو او تلاوت پر ځای تبلیغات او دعوت ډیر کیږي او دعوت هم د موجود افغان نظام، اساسي قانون، ولسواکۍ، بیان آزادۍ، بشري حقونو، تعلیم و تربیې، ښوونځي و پوهنتون، روشنفکري او علمي بهیرو او مدني فعالیتو پر ضد د فرض عین جهاد دعوت، فقط.
دوی په خورا وضاحت او صراحت سره دغه یاد شوي ارزښتونه له غرب څخه راوړه شوي کفري پدیدی بولي او د له منځه وړو لپاره یې په هره وسله او وسیله، تر ځانمرګي اعلې ترین برید پوري جهاد، پرته له سلا- مشورې، تشویش او خدشې، فرض عین ګڼي، بله دا چې دا د دعوت او ارشاد سلسله یوازې د فاتحو په مراسمو پورې تړلې نه ده بلکې هر سهار و ماښام د لمانځه تر اداینې وروسته د عملي جهاد آمادګۍ لپاره د لفظي جهاد دا لړۍ په روټین توګه دوام لري او دا نو یوازې د کندهار پوهنتون سرنوشت هم نه دی بلکې کابل پوهنتون، کابل ښوونې
و روزنې پوهنتون (چې وروستي دوه صنفه مي همدلته ویلي)، ننګرهار پوهنتون خو په ننګرهار مدرسه مشهور دی، دا او دی
ته ورته نور دولتي پوهنتونونه (د افغانستان اسلامي جمهوري دولت) په مقابل کې مفتې دارالافتاوې، د جهاد ټرینینګ مرکزونه او د منظمو تروریستي پلان جوړولو منظمې دستګاوې دي.
ولي به چاته نابلده ایسي، زرګونه استادان یې په سپینه ورځ او هره ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو زدکړو وزارت په چوکاټ کې تدریسوي، لکونه محصلین یې د حتمي کریکولم په توګه زده کوي، په هره کتابخانه، هره غرفه او هره تړه باندې د لوړو زدکړو خصوصي او دولتې نصاب کتلای شئ، په څرګنده د علم، فرهنګ پوهنتون و تعلیم، روښانتیا و ویښتیا، تمدن و پرمختګ پر ضد د برحق جهاد فتواوې د دغه نصاب مغز جوړوي؛ چې د دولتې علمې مؤسسو مو دا حال وي نو د جمعیت اصلاح، حزب تحریر او نورو افراطي حلقاتو، شخصي ښوونځیو، پوهنتونو، رسنیو او تبلیغاتي جریاناتو په باب به څه د تحقیق هڅه کوو؟
اوس زما بحث دا نه دی چې آیا دغه جهاد، دغه تبلیغ او دغه تدریس شرعي بنیاد لري یا نه؟ د افغانستان د اشغال یا نه اشغال پر حقوقي صبغه هم خبره نه کوم؛ سر ساموونکې شخه شولانګه خو دا ده چې دا هرڅه د افغانستان د موجود اساسي قانون او د دغه قانون د هرې یوې مندرجې مادې او لفظ– لفظ سره په ښکاره ټکر کې روان دي، په سپینه ورځ پرته له وهمه، د دولت په محراق کې د دولتي مسؤلیت په صفت د افغانستان د واکمن سیاسي- حقوقي نظام د ټولو ارزښتو پر ضد روان دي.
اوس سوال دا دی چې زموږ د دولت وظیفه نو څه ده؟ دولت دا هرڅه څنګه توجیه کولای شي؟ دولت اصلاً چیري دی؟ دولت څه کوي؟ د دولت معنا وماهیت څه دی؟ زموږ د دولت تعریف څه دی؟ د محترم حامد کرزي د مصلحتي واکمنۍ له فاسدې دستګا خو مو د معقول و قانوني جواب هیله نه وه، ته وا د دوهم نړیوال مفکر له ادرسه به کوم مسؤلانه- منطقي عکس العمل محسوس کړای شو که یا؟
کله چې د دولت تر باډۍ لاندې لړمانو و مارانو غارونه کړي او چیچ یې کړی، هره ورځ او هره شېبه دولت له ملت سره یو ځای په دا بېخ– بېخ کې چېچي، پر وجود یې تاویږي را تاویږي؛ اوس نو یو ساده عقل هم د حیرت یوه جګ غره ته خېژي چې آخر د دې دولت وجودي منطق په څه کې دی؟ د دې حکومت، دې دولت، دې نظام او دې قانون د ماهیت توضیح و تشریح به په سرا سر دنیا کې د کوم حقوقدان، سیاستپوه او کوم بل نظر خاوند د تیورۍ په رڼا کې ممکنه وي؟
کیسه دلته اوج ته نه رسېږي، یوه بله له عجائباتو خو لا دا ده چې د همدغه دولت د لوړو زدکړو تعلیمي نصاب د همدغه قانون ضد، دولت ضد او موجود نظام ضد تیوریو څخه تر دا سږمو پورې بوزېدلی دی، دا د جهالت و افراطیت زېږنده زهر ما ته له ۱۳۸۸-۱۳۹۲ پورې تدریس شول.
زما د فراغت مهال په کابل کې د ځوانانو یوه سیاسي جریان په یوه اعتراضي غونډه کې ادعا وکړه چې زموږ په تعلیمي مؤسساتو کې افراطیت نفوذ کړی دی، په تېره بیا حزب تحریر، چې په افغانستان کې یې فعالیت ممنوع دی، سخت فعال دی خو د لوړو زدکړو وزارت ویاند عظیم نوربخش دا ادعا یو مخ رد کړه؛ د خپل فراغت په مراسیمو کې مې پر دریځ په چیغو- چیغو اعلان وکړ: که ما د دغو ځوانانو ادعا ثابته نکړای شوه له ژبې سره یو ځای مې سر هم را څخه پرې کړئ او پر هماغه سټېج مې پسې زیاته کړه چې کاشکې مو استخباراتي دستګا او مسؤل حاکمیت درلودای چې پوښتنه یې راڅخه کړې وای او دا دی تر ننه چا و نه پوښتلم؛ نن چې سیاسي واکمنې بدله شوې ده، د مرحوم پتیال د یادغونډې په ترڅ کې، چې د همدغه دولتي افراطیت و تروریزم قرباني شو، یو وار بیا له اسنادو، شواهدو او دلایلو سره خپله چیغه وهم، که خدای وکړي چې اشرف غني، ډاکتر عبدالله یا رحمت الله نبیل یې واوري یا کوم رښتینی ژورنالیست پیدا شي او دغه تور مې د مقاماتو غوږو ته وړي.
زه به د تاریخ د طنز نه، بلکې لوی ریشخند د عیني واقعیت یوه بله لغړه نمونه هم ستاسو سره شریکه کړم، خوښه مو چې په شرمېږئ، زورېږئ او یا هم راپارېږئ:
د کابل ښوونې و روزنې پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې، څلورم سمسټر، د اسلامې ثقافت په ساعت کې د (اسلامي سیاست) په نوم کتاب تدریسېږي، دا د مولانا ګوهر رحمن تالیف دی، دغه مولانا د پاکستان د جماعت اسلامي سیاسي تنظیم له مشرانو څخه وو او د خیبر- پښتونخوا په مردان ضلعه کې یې د دارالعلوم تفهیم القرآن په نوم مدرسه اوس هم فعاله ده او دغه اثر یې په همدغه مدرسه کې لیکلی دی، په دې واقعیت باید زموږ د کوڅې و بازار سړی هم خبر اوسي چې جماعت اسلامي تنظیم د پاکستان په ټولو مذهبي سیاسي احزابو کې (آی.اس.آی) ته تر ټولو نژدې ګوند دی او د افغانستان ټول جهاد د دوی د سیاسي اسلام پر لاس رهبري شو؛ په دې هم ډېر چوپ خلک خبر دي چې د افغانستان په عدلیه وزارت کې رجستر (جمعیت اصلاح) ټولنه زموږ په هیواد کې د جماعت اسلامي مخامخ ښاخ دی او دوی د ابولاعلی مودودي د سیاسي میراث په صفت د اخوان المسلمین ګوند سرسپارلي عسکر دي چې د افغانستان د ټولو دولتي پوهنتونو د شرعیاتو پوهنځي او اسلامي ثقافت مضامین ټول د دوی په قبضه کې دي.
بله د مزې موضوع یې دا چې د مولانا ګوهر رحمن (اسلامي سیاست) د حزب اسلامي- حکمتیار مرستیال قریب الرحمن سعید ژباړلی، هغوی چې د افغانستان د روان سیاسي نظام او په هغه پورې د اړوندو ارزښتو، تعلیمي مؤسسو، مکتبو، پوهنتونو، فرهنګ، پلونو، سړکو، روغتونو، علمي کادرو، عام ولس او بلې هرې افغاني و انساني پديدې په مقابل کې جهاد ته تر قیامته ادامه ور کوي او هره ورځ د افغانانو د خونړیو حوادثو افتخارات ځان ته منسوبوي.
قریب الرحمن سعید د (اسلامي سیاست) د ژباړن په حیثت، د هعه نظام په اړه، چې د ده کتاب یې په خپل نصاب کې شامل کړی، لیکي:
«…نن غرب پالي، بې مفکورې او په جاسوسي شبکو کې روزل شوي عناصر چې د امریکایي و انګلیسي عسکرو پر اوږو سپاره په خپلو خپلو ولسونو حاکم شوي خپلې دغې واکمنۍ ته آزادې او استقلال وایي.
د دې اشغالګرو او استعماري ځواکونو څخه استقلال او آزادې اخیستل یو ځل بیا هغسې ځان ځارنې ته اړتیا لري لکه څنګه چې پخوا ورته اړتیا لیدل کېده او زموږ نیکونو یې موږ ته درس را کړی وو. د ځان ځارنې پرته استقلال تر لاسه کول هسې خوب او خیال دی اوس زموږ د ملت چارې د پردیو په لاسو کې دي او پرېکړې مو بل څوک کوي خپلواکه او خپل اختیاره اداره د نشت سره مخ ده.
…نن هغه چا چې خپل ولس د څو میلیونو ډالرو او پونډو په مقابل کې پلورلی او یایې پلوري او د غلامانو په څېر د هغوی هر امر ته په لوړ غږ هو صیب وایي د مجاهد او قهرمان نوم ور کول کېږي او دا ټول د همدغه شیطاني سیاست یوه برخه ده چې د پرون قهرمان او سرښندونکی نن د ټروریست په نامه یادېږی.
د اسلامي سیاست تر عنوان لاندې دغه کتاب چې څه موده پخوا د اسلامي تحریک د غړو د فکري روزنې په خاطر ژباړل شوی و او بیا یې په لږ وخت کې د هجرت په ځینو پوهنتونونو کې د تعلیمي نصاب ځای ونیو په لنډه او عالمانه توګه یې نه یواځې د اسلامي سیاست تشریح کړې بلکه اسلامي سیاست یې د شیطاني سیاست سره په پوره مقایسوي توګه تشریح کړی دې.» (اسلامي سیاست، څو خبرې، قریب الرحمن سعید، مخونه: ۴- ۶)
دې ټوکې ته هم جدې توجه په کار ده چې په دغه اثر کې مولانا ګوهر رحمن له انساني عقله کار اخیستنې ته شیطاني سیاست او حکومت وایي، د دیني سیاست یې ضد بولي او داسې یې تعریفوي:
«سیاسي حکومت (عقلي سیاست) هغه حکومت ته ویل کېږي چې خلک د عقلي نظریاتو او قوانینو پابند کړي او مقصد یې دنیوي ګټې او آرام ژوند او د دنیوي تاوانونو او ستونزو څخه نجات او خلاصون وي.
عقلي سیاست د هغه قانون پابند وي چې د عاقلانو، پوهانو او د قوم د شریفو خلکو په واسطه جوړ شوي وي او مقصد یې د خلکو د دنیوي ګټو او مصالحو ساتل وي.» (اسلامي سیاست، مخونه: ۲۶-۲۷)
د افغانستان د اساسي قانون په شپږمه ماده کې ډیموکراسي داسې تسجیل شوې ده:
«دولت د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقونو د ملاتړ، د ډموکراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامین، د ټولو قومونو او قبایلو تر منځ د برابرۍ، او د هیواد په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت پر بنست د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی.»
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت چې قانون د ډیموکراسۍ په تحقق مکلف کړی، په خپل تعلیمي نصاب کې د پاکستاني مولانا د (اسلامي سیاست) له لارې خپل نوي نسل ته ډیموکراسی داسې ور پېژني:
«(د ډیموکراسۍ معنا ده) د خلکو حکومت، د خلکو په واسطه، د خلکو لپاره.
په دغه نظام کې د حق معیار او د قانون مصدر د خلکو خوښي او غوښتنې دي، خلک د پوره واکو او قدرت خاوندان دي. جمهوریت یو مطلق العنان نظام وي، په دې نظام کې د خلکو نمایندګانو ته د الله (ج)، رسول او اسماني کتابونو یا اخلاقي معیارونو پیروي او تابعداري اړینه نه وي، بلکه د خلکو د خوښۍ او غوښتنو پیروي او وفاداري اړینه وي لکه چې خلک خدای وي او د خلکو نمایندګان د هغی رسولان وي (نعوذبالله)
د دې مشرکانه نظام د سیاست د بنسټیزو اساساتو د څېړنې تر مخه د ډیموکراسۍ په هکله څه ویل اړین دي تر څو د هغې د پوهېدو په اساس په راتلونکو بحثونو کې یو څه اسانې را پیدا شي.
…کله چې خلک د پادشاه د سیاسي بربریت او د پاپ د دیني ظلم او تېري څخه په تنګ شول نو هغوی بې واګو او بې پولو آزادۍ ته لاس واچاوه او د بې دینه سیکولر جمهوریت آزادي یې غنیمت وګڼله، د آزادۍ په مینه کې دوی د پادشاه او پاپ په څنګ کې د الله (ج)، رسول، دین، مذهب او اخلاقو څخه هم آزاد شول.
په جمهوري یا د خلکو په حکومت کې هیڅ رسمي دین وجود نه لري… که چېري څوک د خپلې خبرې د تایید لپاره د دنیا ټول مذهبونه او ټول اسماني کتابونه هم را وړاندې کړي نو بیا به هم د هغه خبره د اورېدو وړ نه وي تر هغه پورې چې د خلکو استازي دهغې تایید او ملاتړ ونه کړي. د دې نه پرته که چېری یو شی په ټولو دینی کتابونو کې ناروا او حرام ښوول شوی وي خو د خلکو وکیلان یې حلا ل وګڼي نو هغه حلال ګرځي. اوس د نړۍ ټولو جمهوریتونو سیکولریزم په خپلو اساسي قانونو کې شامل کړی دی. (تېر اخځ، مخونه: ۷۴-۸۰)
تاسو څه فکر کوئ چې د ترهګرو په مدرسو کې به تر دې اضافه څه لوستل کېږي؟ او تر دغه تدریس وروسته چې زموږ د پوهنتون یو محصل تروریست، ځانمرګی او محمد حامد بدر نه شي نو څه به شي؟ او چې پتیال غوندې هستۍ ترور نه کړي نو څه به کوي؟
نور نو ماته خجالت په کار دی که پوښتم چې افغان دولت دې ته څه جواب ویلای شي؟ ځکه که د دولت نوم یادوم، مانا یې دا ده چې زه باور لرم چې موږ دولت لرو او که دولت وي، آیا په چوکاټ کې یې د هغه څه تصور ممکن دی چې ما بیان کړل؟
پر همدې اساس په هغه شپه چې پتیال ځوانیمرګ کړه شوه، پر سترخان ناستو ملګرو ته مې وویل چې د پتیال قاتل به همدا شېبه د کندهار پوهنتون د لیلې لوبیا تر بل هر وخت په ښه مزه او ډاډ نوش جان کړې وي، نن شپه به تر بل هر زمان زیات شیرین او رنګین خوب وکړي، سبا ممکن د پتیال په جنازه او بل سبا یې د سیل لپاره فاتحه کې هم ګډون وکړي او درېیمه ورځ به ښه بېغمه په پوهنتون کې خپلو لوړو زدکړو ته په لا سرشاره او بېخاره روحیه دوام ورکړي، د خپلې دغه خونړۍ بریا په تشویق او پاکستاني مولانا د (اسلامي سیاست) په برکت به د نورو ورته بریالیو بریدو پر پلان سوچونه پیل کړي او د محمد حامد بدر خونړي پلونه به ورکېدو ته نه پرېږدي.
که باالفرض داسي یو تصادف رامنځته شوی وای چې دغه قاتل هم قتل شوی وای نو د همدغه پوهنتون په جامع جومات کې به یې د شهید حامد بدر غوندې ان تر هغه په لا زیات شان د فاتحې مراسم جوړ شوي وای.
ځئ، تاسو قضاوت وکړئ چې د پتیال د قاتل او ابو حامد بدر تر منځ څومره توپیر ښوولای شئ؟
او، بالاًخره، دولت چېرې دی؟
محمد یاره ته دې را ته ژوندی یې. ټوله خبره دې داسې رو ښا نه کړه لګه د میوند څلی. وا خ چې د اسلام په نا مه ځه
عجیه لوبې را باندې کیږي؟ له اسلام نه یې د اور پرتوګ جو ړ کړی. که اغوندې یې، سغۍ دې سیزي او که یې و باسې سومبۍ دې ښکاري
محمد یار صاحب :
زه فکر کوم چه د کندهار پوهنتون په رهبری کی ډیری نیمګړتیاوی سته ، چه دغه د ای اس ای اجنټانو ته یی قصدا د فعالیت زمینه برابره کړیده ، چه ددوی مادی او ادیالوژیکی ګټی وساتی، د وطن او اسلام د ګټو فکر ددوی سره نسته..
پدرنښت
ددې پر ځای دې چې وخت چېرته په کوم علمي شي ليکلو تېر کړی وی، شايد ثواب دې هم شوی و، بېچاره هسې دې خپل و خت په چټياټو ضايع کړی دی، ټوله هڅه دې دا کړې ده، چې څنګه اسلامي سياست و ښکنځې او څنګه سياسي اسلام و ټکوې، خو ته لومړی کس نه بلکې له تاسو ډېرو غرب پالو او نشنلستانو دا کوښښ کړی دی او کوي يې چې څنګه سياست له اسلام څخه جدا کړي، خو ټولې هڅې يې له خاورو سره خاورې شوي دي او ستاسو دا هڅه هم د هماغو هڅو يوه ډېر کوچنی ګوزار ګڼم.
سلامونه!
محمدیار صاحب او ودان افغانستان ګوند ئې په دې نظر دي، چي افغانستان په تیوریو او نظریاتو جوړېږي، خو زما ناقص عقل راته وايي، تر هغه وخته چي د چوکۍ شاته عملا کار ته کښې نه نو، خولې ونه بهوو، په دې لفاظیو او شعارو چي(موږ چوکۍ نه غواړو، د افغان انسان غم مو خوب ته نه پرېږدي …..)، نظریاتو ورکولو، درېیمو او څلرمو لار په ورښوولو او خیالي طرحو په وړاندي کولو نه کېږي. په سیاست کي شخصیت مطرح وي، سیاست سیاسي پوهه او اګاهي غواړي، په سیاست کي موضوعاتو ته جدي کتل کېږي، عمق ته ئې باید څوک ور ولوېږي. خلک په وچو کلکو خبرو او د الفاظو په بازیو نه خطاوزي او نې مني. د افغان انسان د تیوریو بنسټګر په دې پوهېږي هم، سیاسي نظریاتو خو ئې متاثره کړی لا هم یم، خو نېخه چي ولي لا په دې بابولالو سر دي.
سلامونه
محمدیار صاحب او ودان افغانستان ګوند ئې په دې نظر دي، چي افغانستان په تیوریو او نظریاتو جوړېږي، خو زما ناقص عقل راته وايي، تر هغه وخته چي د چوکۍ شاته عملا کار ته کښې نه نو، خولې ونه بهوو، په دې لفاظیو، شعارو(موږ چوکۍ نه غواړو، د افغان انسان غم مو خوب ته نه پرېږدي …..)، نظریاتو ورکولو، درېیمو او څلرمو لار په ورښوولو او خیالي طرحو په وړاندي کولو نه کېږي. په سیاست کي شخصیت مطرح وي، سیاست سیاسي پوهه او اګاهي غواړي، په سیاست کي موضوعاتو ته جدي کتل کېږي، عمق ته ئې باید څوک ور ولوېږي. خلک په وچو کلکو خبرو او د الفاظو په بازیو نه خطاوزي او نې مني. د افغان انسان…. د تیوریو بنسټګر په دې پوهېږي هم، سیاسي نظریاتو خو ئې متاثره کړی لا هم یم، خو نېخه چي ولي لا په دې بابولالو سر دي او د واک او چوکیه بېرږي، کارته ئې ملا ماته او اوخۍ ئې خوري.
ښاغلی یار صاحب!
په ګوتو، عمر او قلم کي دي خدای ج برکت واچوه.
دوهم خبره داده، چي د کندهار ولایت د شرعیاتو د پوهنځي استاد ښاغلي شرعیتي یوه ورځ میرویس نیکه د لوړو ذده کړو مؤسسه کي د حقوقو پوهنځي په ټولګي کي راته د داعش صفت وکړ، یوه معقوله ډله او د اسلام اصل استازي یې وبلل؛ ټولګیوال مي چپ ناست وه خو زما تاقت ونه سو او له ډيري مجبورۍ څخه مي بحث ورسره پیل کړ او ټول هغه دلایل مي ورته وویل چي داعش ډله یې افراطي او د اسلامي احکامو په تحریفوولو ثابتوله او هم مي هغه اعلان ورسره شریک کړ، چي د اسلامي نړۍ جید عالم ډاکټر یوسف القرضاوي معاون یاده ډله د دښتي له سراب سره پرتله کړې وه، بیا یې نو خبره ګونګه تېره کړه او درس یې پیل کړ، خو متاسفانه چي په درس کي هم پر خپل پخواني خره سپور ؤ.
ښاغلی سلیم خانه!
لیکنه له سره بیا ولوله؛ د لیکني پیغام دي درست نه دی درک کړی، په دې هیله چي د لیکني روحیاتو او پیغام په دقیق ډول درک کړې؛ ځکه چي په لیکنه کي یو هدف چغي وهي او هغه د افراط او تشدد په وړاندي مبارزه ده، نه د اسلام او سیاست سره بلول؛ ځکه چي ښاغلی یار عملا اسلامي سیاست کي بوخت دی.
که لږ د اسلامي سیاست په اړه ځان وپوهوې د یار او ملګرو سیاست یې اسلامي او افغاني دی.
داسي نه دی چي له پاکستان او مصر څخه واردي سوي افراطي ایډیالوژيګاني دي.
په درناوي
اتل