ترورېزم یوه نړیواله،وژونکې،ورانوونکی او سرساموونکی پديده ده چې له نامه او تعريف څخه يې معلومېږي دښمن يې هرڅوک کېدای شي خو دوست نلري ،دغه ناوړه بې وجوده سونامې هرڅوک ګواښلی او تر حملې لاندې را وستلی شي.

ترورېزم لکه د سرطان او ايډز وژونکيو ناروغيو پشان په نړیواله کچه یوه ډیره خطرناکه ناروغی او انسانی ضد عمل دی، چې د نړۍ ټول هېوادونه يې په اندېښنه او تشوېش کی اچولی دی.

ترورېزم سپی ندی چې په چاپسی به ولا ړشي، ترورېزم لاسونه نلري چې څوک به پرې له مرۍ څخه ونيسي او ترورېزم سترګې نه لري چې يوڅوک به پرې وڅاري  خو په دې کې هېڅ شک نشته چې ترورېزم د هر هغه چا لخوا تر سره کېږي،حمايه کېږي او په لاره اچول کېږي چې هغوی پښې،لاسونه،سترګې اوهرڅه لري او داخلک بيا د ترورېست،وېره اوچوونکي،تباهکار،ورانکاري او ځورونکيو په نامه سره يادېږي او ددوی کارونه بيا وژل،تښتول،ګواښل،لوټل او جرړې ختمول دي.

زياتره ترورېستي وژنې ،وېجاړونې او وېرول د سياسي موخو په خاطر د بریالیتونو د تر لاسه کولو لپاره کېږي ، ترورېزم بشری ضد ناوړه عمل دی چې ساری په نړۍ کې نه ليدل کېږي، ځکه هغوی د ناروا لارو څخه د خپلو هدفونو د تر سره کولو لپاره ټول انسانی ضد عملونه کوی، او دبشر حقونه تر پښو لاندی کوی.

د کومو اشخاصو نومونه چی مو پورته ياد کړل چې په ترورېزم پورې تړاو لري او د دې ناوړه پديدې بېړۍ چلوي ترورېست يې ورڅخه ډېر خطرناک وي دا چې پوه شو ترورېست چاته ويل کېږي له نورو تعريفونو څخه يې ډډه کوم يوآځې د افغانستان دپخواني ولسمشر حامدکرزي د يوې مرکې لمنې ته چې د امريکا له سي بي ايس ټلوېزيوني شبکې سره يې په ۲۰۱۲  کال کې کړې ورځواو د ترورېست تعريف ورڅخه را نقلوو نو بېخي به روښانه شي چې ترورېست يعنې څوک؟
ولسمشر حامد کرزي هغه وخت ددې ټلوېزيوني شبکې د خبريالې آغلې )لارا لوګن( ددې پوښتنې په ځواب کې چې ترورېست بايد څه ډول تعريف شي وويل: ترورېست هغه چاته ويل کېږي چې بې ګناه خلک وژني،ښوونځي سوزوي،کروندې ورانوي، دانسانانو ژوند اخلي اويا د هر ايډيالوژيک دليل او یا بل هرڅه له مخې په تاوتريخوالي لاس پورې کوي ،ترورېست دی او هرڅوک چې په تاوتريخوالي لاس پورې کوي او د نړۍ په هره برخه کې چې وي او انسانان وژني او دارايي يې له منځه وړي موږ يې د ترورېست په نوم پېژنو.(نو د ترروېست د تعريف اوپېژندلو لپاره همدومره کفايت کوي.

وګوری  ټول بشري وګړي ازاد دنیاته رازي د حيثيت او حقونو له پلوه سره برابر دی  د انسان کرامت د سلام د سپېڅلي دین له مخې که د هغه په ژوند کې وي اوکه له مرګ څخه وروسته په خپل ځای ساتلی شوی دی او د هغه هېڅ ډول سپکاوی روا ندی.

هغوی په هوا کې الوتکی اوپه دغه الوتکو کې سپاره مسافر چې ماشومان سپین ږيری ،ځوانان او مېرمنې او ټول بې ګنا انسانان پکې موجود وی په ډیره بې رحمانه او وحشيانه توګه له منځه وړی.

نو معلومه ده چې ترورېستان هغه وحشي انسانان دی چې د ځان غوښتنی د خطر ناکې ناروغۍ په خاطر په بشري ټولنو کې د هېڅ انسانی معیارونو درناوی نه کوی،ترورېستان یا ترهګرد مادي ګټو او سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره په راز راز بې رحميو سره پهميليونونو انسانان د څارويو پشان حلالوي.

يوه ډېره اړينه اومهمه خبره چې غواړم په دې لنډه ليکنه کې ورته اشاره وکړم هغه دا ده چې ( ولې په نوره نړۍ کې د مېشتو وګړيوپه ذهنيتونوکې د افغان  کلمې په اورېدلو سره دترورېست انځور ترسيمېږي؟)

داځکه چې افغانستان یوله هغو هېوادونو څخه دی چې يوه نیمه لسيزه وړاندې يې هم وګړي له ځينو کلمو او اصطلاحاتوسره لکه،ترورېست،ترورېزم،فساد،مفسد،اختطاف او نورو سره بلد نه ول خو هغه وخت چې په ۲۰۰۱ م کال افغانستان ته د نړيوالې ټولنې په خاصه توګه د امريکا مخه شوه د پورته ذکر شويو کلماتو او اصطلاحاتو توليدونکی ستر هېواد امريکا په لومړۍ الوتکه کې د همدې پديدو له منځه وړلو لپآره افغانستان ته خپل راتګ اړين وباله او اعلان يې وکړ چې دوی به دلته د ترورېزم ځالی له منځه يوسي ،حال داچې هغه وخت موږ ډېره پاکه اداره او حکومت لاره خو اوس دادی د ۱۶کاله په تېرېدوسره له افغانستان څخه ترورېزم او د ورانکاريو ځالې نه ختمېږي دا په څه معنی ځکه چې دلته د ترورېزم پرضد مبارزه نه بلکې دترورېزم د رايجولو او عملي کولو لپآره په ميلياردونو ډالره پآنګه اچونه وشوه.

نو کله چې دوی افغانستان ته راغلل دغه اصطلاحات ا وشوم اهداف يې هم له ځانسره ښه پرېمانه اوپه لويه کچه راوړل،اوپه افغانستان کې همدا اوس هم موږ ډیرې داسې سيمې لرو چې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله پکې د عامه پوهاويو،علم او زده کړو کچه دومره ټيټه ده چې ان خپلې ملي خو لاڅه چې شخصي ګټې نه پېژني،او ددوی له دې ناپوهۍ څخه امريکا او پلويانويې اعظمي ګټه پورته کړه او ديوه اندازه امتیاز په مقابل کې يې هرډول ترورېستي اعمالوته وهڅول او بيا يې د داخلي او بهرنيو ميډياو په پرده ورباندې د ترورېست ټاپې ووهلې او افغانان يې د ترورېستانوپه نامه نړۍ ته ور ورپېژندل،نن همدا لامل دی چې افغان ته په هرځای کی د ترورېست خطاب کېږي خو کاش خلکوافغان په سمه توګه مطالعه کړی وای چې دوی خو حتی ترورېست پېژني هم نه.

سوال دلته پيداکېږي چې څنګه کېدای شي بريد دې په امريکا کې وشي او سازماندهی شوی دی له افغانستان څخه وی، په داسې حال کې چې عامل يې هم نه افغانی وی اونه هم د افغانستان تابعيت لري،څوک وايي چې له ۲۰۰۱ څخه وړاندې د سپتمبر د ۱۱ پېښې مخکې اسامه بن لادن په افغانستان کې و،نه هيڅکله نه و دا پخپله امريکا په هماغه شپه له ځانسره راوست کله چې يې په لومړۍ شپه د کابل په هوايي ډګر بمبارد وکړ او رادارونه يې له منځه یوړل،په هماغه وخت کې يې له الوتکې ښکته کړ او د اوسېدو ځای یی هم ورته برابر کړ.

بل لويه پوښتنه داده چې ولې اسامه بن لادن په پاکستان کې پيدا شو،په نښه شو  او مړی يې چانه ونه ښودل شو او په اعلانونوکې وويل شو چې دهغه مړی يې په سمندر کې وغورځاوه ايا هغه بدن چې سالم عقل پکې وي دابه ومنی چې دوی دی دخپل هغه دښمن چې په سر يې لس ميليونه ډالره جايزه اعلان شوې وه جسد دي يې په دومره ساده ګۍ په اوبوکې وغورځوي نه هېڅکله هم نه.

دايواځې اسامه بن لادن نه و چې په پاکستان کې پيدا او ووژل شو،هغه ته ورته ډېر نور هغه څوک چې د امريکاپه نظر ترورېستان و په پاکستان کې پيدا شول،ونيول شول او له منځه يوړل شول،پاکستان پخپله يو له هغو هېوادونو څخه دی چې له امريکا سره ډېرې نږدې او دوستانه اړيکې لري،او دا تاريخ ثابته کړې چې پاکستان د ترورېستانو ځاله او يو روزونکی او تولیدوونکی هېواد دی ،نوکله چې دترورېزم تعريف ته ورګرځو نو په ډاګه معلومېږی چې ټول هغه صفتونه چې په ترورېست کې وي هغه په پآکستان او وګړيوکې يې شته.

څرنګه چې ترورېزم په انساني ټولنه کې يوه کرغېړنه څهره او خطرناکه سابقه لري داد هر انسان وجداني اوايماني دنده ده چې ترورېستانو ته په کرکه وګوري دوی رسوا اوفشاء کړي او د ژوند تر پآيه پورې ترخپله وسه دهغوي پرضد مبارزه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *