عبدالواسع عشقري

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

موږ (د ولسمشر اشرف غني احمدزي پلویان) هغه ګیلې او بهانې هېري کړې کوم چي دټاکنو دپایلو د اعلان څخه مخکي يې نژدې ؤ چي په قبیلوي کچه لاس اچوني ته لار هواره کړې وای، کله چي اشرف غني ولسمشر سو نو دده دې بري ته موږ دخپل خوب دپوره کېدو نوم ورکړ، یو خوا له ټاکنو څخه د بسوګۍ واده جوړ سوی ؤ بل خوا مو د پیکه فکرۍ پر بنیاد دا مسئله په ضد اوښتې وه کله چي مو ضد پوره سو نو هغه چي په هر قیمت ؤ خو موږ یې قیمت ته چنداني فکر ونه کړ، که دواک د وېش خبره وه، که داساسي قانون دتعدیل خبره وه او یا هم مفت و جفت خو غیر قانوني او په وچ کلک زور د اجرایه رئيس پوسټ په وجود راوړئ هسي مو دا هرڅه دنامناسب وضیعت په وجه قصداً صرف نظر ونیول که نه نو خپل په مټ ګټل سوې بریا څوک له چا سره نیم په نیمه وېشي؟؟ خو که لږ هغه تېري ګیلې او بهانې په نظر کي ونیول سي کوم چي په پای کي يې دقومونو تر منځ دعقده نیوني کار هم وکړ او هم يې په ښاري چاپیریال کي پيکه سوي مسئلې (قوم و قومپرستي) ته بیا رنګ ورکړ، ددې توافق څخه چي دملي یوالي حکومت پر سر د ډاکتراشرف غني احمدزي او ډاکترعبدالله عبدالله ترمنځ وسو سبا ته دافغاني ملت تر منځ دتفرقې او کشمکشونو وهم کېدای سي ددواړو کاندیدانو تر منځ چي هرڅه وسوه زه په ډاډ سره ویلای سم چي په دې مسئله کي هیڅ یوه لوری اساسي قانون ته مخ هم نه دی ور اړولی او د لویه سره دې ټاکنو ته د ډيموکراټيکو ټاکنو نوم ورکول سخته ګناه ده.

سبا به لویه جرګه جوړېږي او بیا به هغه دکلي او بانډو سپين ږیري پکښې را ټولېږي کوم چي ډېری برخه یې له القاعده سېپارې څخه فارغه دي، هغوی به دکومو تجربو او پوهاوي پر بنسټ پرېکړه وکړي چي دحکومت په ډولونو کي تر ریاستي جمهوریت صدارتي جمهوریت دافغانستان او سیمي دتېرو حکومتونو تجربو ته په کتو سره په خیر دی؟؟؟ او هو! دا هم په ډاډ سره ویلای سم چي هیڅ کله افغانان داساسي قانون د تعدیل یعني دحکومتي ډول د بدلون مشوره نه ورکوي که ډاکترصاب اشرف غني احمدزی خپلي معاملې ته وفاداره پاته نه سو.

دا دی دغه ورځ يې نښه که بیا همدغه ګيلې او بهانې ددواړو لوریو او پلویانو ترمنځ ښه په خرپ نه وې رواني، ځکه ډاکتر صاحب عبدالله دیوه خاص تکتیک څخه په کار اخيستني سره مقابل لوری او دهغه پلویان په دې راضي کړه چي څه دی غواړي هغه له خپل حق څخه ورکړي سبا ته یې مقابل لوری ساه اخلي او دخپلو حقوقو څخه ددفاع توان په ځان کي محسوسوي او دريږي، خو داځل به يې هم دفاع قانوني وي، دجانکېري او اوباما دواړو روی به پکښې خاوري سي. ولس به صدارتي نظام نه غواړي

جمهور رئيس به هم ولسي پرېکړي ته درناوی کوي، دبیا غلطۍ کولو جرءت به نه لري او لار به نه ورسره وړي خو عبدالله عبدالله به ځان صدراعظم بولي.

ددې ستر ناورین مخه نیول راته ستونزمنه ښکاري خو که رئيس جمهور همداسي چټکو اصلاحاتو ته ادامه ورکړي، قانون پر زورواکو او غریبو یو شان تطبیق کړي همدارنګه د ټول ملت باور لاس ته راوړي امکان لري چي د ډاکترعبدالله عبدالله ضد پیکه او ګرم مزاج لږ سوړ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *