سره له دی چی د هیواد په کچه ټول هیواد وال وایی چی نوش جان موشه د میدان وردګو ولایت اوسیدونکو ستاسو ولایت د هیواد په کچه یو له هغو نه دی چی په کابینه او پارلمان کی تر نورو ډیراستازی لری او پردی یی افسوس راځی چی څومره اسانتیاوی به د یاد ولایت لپاره برابر شوی وی.خو له بده مرغه له موقتی اداری راپه دیخوا دی تش په نوم مشرانو چی هر وګړی د میدان وردګو پری فخر کاوه او همدایی ویلی چی د خدای شکر ده دا وړوکی ولایت او دومره استازی په پارلمان او کابینه کی لری چی د میدان وردګو ولایت به ډیر ژر وژغورل شی او په هره برخه کی به ورته ځانګړی پام وشی چی دا د خلکو خیالی تصور وو.
هغه ځکه چی زمونږ په هیواد کی له بده مرغه دا دود دی چی غوښتنی اوتوقع له چارواکو څخه ډیری وی هغه هم په داسی حال کی چی په کابینه او پارلمان کی خلک ولری.خو د وخت په تیریدو سره د میدان وردګو ولایت خیالی تصور ټول اوبو یووړ او هر وګړی د ولایت په دی کی وو او همدا اوس هم دی چی خدای مو د له د تش په نوم مشرانو خلاص کړی.
الله دې د دی تش په نوم مشرانو خوشحالی په غم واړوی. هغه فخر یی چی څو کاله دمخه ولسونو له ځانه سره درلود په شرم بدل شو اوس هر وګړی د ولایت په دوی شرمیږی او حتی نوم یی په خوله په سمه نه یادوی.خلک وایی چی له ټولو ولایاتو څخه مونږ کابل ته نږدی یو په ځای د دی چی له فرهنګی،امنیتی او بیارغاونی څخه برخمن شو ترینه پاتی شوو.
هغه د دی تش په نوم مشرانو او استازو له لاسه دوی ونه غوښتل چی ولایت او ولس یی پرمختګ وکړی دوی یواځی ځان او خپلوانو ته کار وکړ.د دوی د ناسالموسیالیو له کبله امنیت ورځ تربلی خراب شو،فرهنګ راټیټ شو،تعلیمی کچه چی پری فخر کیدلو اوس له صفر سره ضرب شوی دی.خپل منځی شخړی،ترور او بی اتفاقی ورځ تر بلی مخ په ډیریدو ده.
اوس هر وګړی د یاد ولایت په د ی پوهیږی چی تر څو دا مشران په واک کی وی او ژوندی وی هیڅ کله به زمونږ ولس او ولایت پر مختګ ونکړی.د میدان وردګو ولایت خپل د بریښنا بند لری چی له پیل د موقتی اداری څخه را په دیخوا هیڅ ډول پاملرنه ورته ونشوه چی په جوړیدو یی ټول ولایت د بریښنا خاوند کیږی او له امکان لری نه ده چی په صنعتی پارک د ولایت کی به فابریکی جوړی شی او د خپل ولایت میوی به په ښه ،اسانه او ارزانه بیه د میوو جوس بازار ته وړاندی کړی چی هم بڼوالو ته لاس په لستوڼی ګټه ده او هم هیوادوالو ته.
راځی په یو شی اعتراف وکړو چی په پیل کی څومره زمونږ د ولایت نوم په ښه توګه یادیده خو اوس ورته ځیر شی همدا مونږ وو چی پټه خوله پاتی شوو او هر ناوړه ګام او کړنه مو په ځان او خپل ولس ومنله.د هیواد په کچه یواځینی ولایت یو چی خپل منځی جګړه له کلونو پکی روانه ده،د هیواد په کچه یواځینی خلک یو چی د ولایت په نوم سره نه جوړیږو،د هیواد په کچه یواځینی اوسیدونکی یو چی د کوچی او هزاروو په نوم سره د دوی ګټو ته جنګیږو.
له پیل د موقتی اداری څخه تر ننه پوری محمدموسی هوتک،ډاکټره روشنک،بس بی بی،عبدالاحمد درانی، عبدالمجید وردګ، کلیمزیانو، شیرولی وردګ، حضرت جانان، محمدرفیع وردګ،شیرشاه بازون، اخترمحمدطاهری وردګ، شریف الله هوتک، ډاکټرعصمت الله، محمدرحیم وردګ، فاروق وردګ، کریم خرم، تاج محمدوردګ او ډیرو نورو زمونږ د ولس وینی وزبیښلی.
له بده مرغه دا ټول هغه کسان دی چی تر ننه په واک کی دی اوهیڅ داسی ګام یی نه دی پورته کړی چی هغه د دستایلو وړ وی او مونږ ولس د پری و ویاړو.د میدان وردګو ولایت زمونږ ولایت دی او زمونږ کور.مونږ پرمختګ ،امنیت،ورورولی او سوله غواړو مونږ غواړو چی سالمه رقابت له نورو هیوادوالو سره ولرو،مونږ غواړو شمله مو هسکه وی.د دی ټولو ناخوالو او ناوړو کړنو بریا له همدی تش په نوم مشرانو سره ده او همدوی د خپلو ګټو لپاره دا لوبه ګرمه ساتلی همدوی دی چی هر والی ،مرستیال والی،ولسوالان او امنیه قوماندان د ولایت ته راشی هغه که څومره ښه کسان وی دوی ترینه د خپلو ګټو میلو او چړچولپاره ګټه پورته کوی او ترینه سور لنډی جوړ کړی.
اوس نو ولس ته په کار ده چی د دوی پر وړاندی ودریږی او نوری یی لاسونه ورلنډ کړی او په سوله یزه بڼه ورته ووایی چی نور زمونږ په خلکو او ولایت ملنډی مه وهی .اوس ټول ښه ماړه شوی دی او د ژوند ټولی اسانتیاوی یی په برخه دی چی ټول شته یی د همدی ولایت له نوم څخه په ګټی اخیستنی یی پیدا کړی دی.هر وګړی د خپل غږ په رسنیو ،غونډو او مدنی حرکتونوسره اوچت کړی .
((حق اخیستل کیږی)). منفی حرکتونه پریږدی راځی د خپل ولایت میدان وردګو ولایت ولس سره یو موټی کړو چی په یووالی کی مو بریا ده. ((نور مو دی الله له د تش په نوم غلو مشرانو څخه الله خلاص کړی.))
2 thoughts on “ترڅوویښ نه شوهمدابه موحال وی/ تابع”
  1. موگ له 8 ثور سره ویده شوی یو دی بدیل نه لری او همدغه یی حاصل دی خود کرده را نه درد است نه درمان!!

  2. سلامونه او احترامات !
    لیکنه می دی ډيره دقیقه او تر پایه ولوسته ډیر څه پکی شته چی د منلو دی او درسره منم یی یو څه چی د پام وړ دی هغه دا چی اکثریت افغانان فکر کوی او وایی وردګ ولس هغه ولس دی چی له علم،پوهی،پرمختګ…سره یی لیونی مینه ده او په دی کی شک هم نشته خو که را شو د ‌ذهنیت د اوسنی وردګ ولس سره پرتله کړو او په یو تله کی یی وا چوو نو بلکل به د دی ذهنیت او عام فکر معکوس څه پکی و مومو ( اوسنی وردګ اولس هغه پخوانی ندی ). دا خبره زه په ثبوت درته کوم ؛ وردګو ته به ځی او راځي چی ورشی د مکتب د وری ملګری به دی وی سم به یی پيژنی چی دا خو می هغه د وړکتوب ملګری وو چی ورته ګوری ببرسربه یی نیولی وی د نظافت،نزاکت،اخلاقو او علم په معنی به څه نه پيژنی کثیفه او چټله خلک وژونکی وسپنه بی یی په غاړه کی اچولی وی داسی به درنه تیر شی ته به وایی ورسره د اجدادو دښمنی لری درحالیکه چی د یوه صنف ملګری به دی وا.استثنآ که کوم یوه ته و وایی وه هلکه ولی داسی کوی؟ هغه د غریبی کورنی په حال دی ورحمیږه مکوه داسی؛علم او پوهه ده چی تا سلطانی تخت ته رسوی په لټه کی یی شه.
    درته وایی به ځه بابا دا دنیا دوه ورځی ده هسی لګیا ییی زدکړی کوی دا تاسو چی زدکړی کړی څه مو کړی؟ زه جهاد کوم جهاد همدی وخت کی به بل ملګری ته ور غږ کړی ته راکه داسی ښه مزاری د چرسو ډک سګریټی که سګریټ نه لری دا سی ښه شنه د چک نصوار
    په ډیر فخر به درته وایی هغه بله ورځ می د ملی اردو ۳ عسکر په ډیره بی رحمی ووژل.ولی ولی ؟ ټول کافران دی په دوی د لعنت وی

    زه به درته خپله دسترګو لیدلی حال و وایم په پوهنتون کی په صنف کی ناست وو استاد پوښتنی کولی ټول صنف یی ارزیابی کړ په صنف کی وردګ یوڅه ډیر وو د نورو په پرتله خو تر ټولو ټمبل همدا وردګ وو.استاد مو سخت خوا بدی شو ویل یی ولی هی وردګو ؟تاسی خو زمونږ علمی نمونه وی اوس مو لکچی هغه علمی شمله را نسکوره شوه.
    ما پر تاسو څومره حساب کاوه خو تاسی زه ناهیلی کړم وردګـــــــــــــــــــــــو
    صحیح ده چی مشرانو مو هیڅ ندی راته کړی او نه یی کوی یا یی کولی نه شی خو ورسره جوخته زه خپله وردګ ولس ملامت بولم دوی خپله هم بدلون نه غواړی،علم ته یی شاکړه،د پردیو جګړی سخته مشغول ساتلی او هغه پردی بیا تل وایی تر دی ساده خلک خو مونږ والله که بیخی لیدلی وی « دا خو بیخی ساده دی »
    که چیری دوی خپله اصلاحات وغواړی نه یی مشر په مخ کی دریدلی شه نه قومندان او نه عسکر
    خو دوی دی چی نه یی غواړی او نه د اصلاحاتو سره شوق لری
    وردګو او په ټوله کی پښتنو ویښ شی دنیا د ځکی نه د کډه کیدو په درشل کی ده خو مونږ لا په دی نړی کی ژوند نده پیل کړی !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *