سليم شاه سپتمبر ۲۰۱۶

کله کله ځينې اسطوروې سمبولونه هم  عيني او واقعي حضوري مصداق پيدا کوي۔ پوهيږئ چې نن دعرفات ورځ ده ۔ نن حج تر سره کيږي۔ اوله حج نه وروسته بيا قرباني کيږي ۔ هغه مهال په حضرت ابراهيم غږ وشو چې خپل زوى اسحق (اسماعيل) قرباني که ۔ دې کار هغه له ازموينې سره مخامخ کړ ۔ زوى چې دزړه ټوټه وي ۔ خو هغه چمتو شو ۔ اودقربانۍ پر ځاى  ورته پسه تيار شو  چې داسماعيل پر ځاى قرباني شي ۔ خو ايا دى ته مو فکر دى ۔ چې نن دې اسطوري يا دې داستان عملي جنبه پيداکړې ده ۔ نن لوي قدرتونه دخدايي دعوه کوي ۔ هغه ملک چې ځان  ته داسلام کلا وايي ،چارواکي او انتظاميه يې اوس پخپله دخدايي دعوه کوي ۔ هغوى دپسونو پر ځاى رښتيني اسماعيل قرباني کوي ، دا رښتيني اسماعيل  افغان اولس دى ۔ چې اوس داسلام دپاکي نامې بيه ادا کوي ۔

3خو زموږ شاعران ليکوالان  له هيواده ليرې قلموال اوکتابوال کډوال له خپله خداېه گيله لري ۔ داسې بريښي چې رب دغه گيله هم نه اوري ۔  دهغو گيله داده  چې خداې ولې دوړو خدايانو پادشاهي نه ړنگوي ۔

خو شاعر چي دهايدگر په قول له انسانه پورته اودخداى له مقامه را کښته دى  په زغرده وايي : چې اى خدايه ! ايا  ستا په کلام اوستا دسلطنت په قلمرو کې همدا عدالت دى چې نور اولسونه ارام کا۔اخترونه کا خو  يوازې افغان دپسونو په څير قرباني کيږي؟ ۔ هغو چې تاته دسجدو تظاهر کاوه ستا په نوم يي جهاد کاوه ۔ راغله اودجوج وماجوج په څير يې په ټول ملک خيټه واچوله ۔ ځمکي يې په بډه کړي ۔ ملکيتونه يې په بډه ووهل بيا يې دانسانانو له وينو دکابل په ښار کي سيلابونه وبهول ۔ ټول هيواد يې په وير اوماتم اخته کړ خو په هر قدم کې يې دالله اکبر غږهم  کاوه ۔ نو ايا رښتيا همدا ستا بنده گان دي چې ستا په نوم يې مارکيټ جوړ کړي دى  ؟

زموږ شاعر اوزموږ ليکوال قلموال اوکتابوال خو کډوال  په دې انديښمن اوغم جن دى يوازې په همدې فکر کوي  : چى دعدالت همدا قلمرو يوازې په همدې تنگه اوکوچنۍ ساحه( افغانستان )کې  پلي کيږي  اوکه نوره نړى هم ستا تر فرمان لاندې ده ؟ ايا دجهاد په نوم زورواکي دنړى په بل کونج کې هم شته؟۔

هو دا لوي اختر دى ۔ دادقربانيو کليزه ده ۔ په اسلامي قلمرو کې په مليونونو څاروي اوپسونه حلاليږي ۔ څاروي په ماضي اومستقبل نه پوهيږي ۔ په دې هم نه پوهيږي چې داسماعيل په عوض حلاليږي ۔

خو افغان ځلمي  چې په هلمند کې جنگيږي ۔ په کندز کې جنگ کوي ۔ په کابل کې په بمونو الوزي ۔ د خپلې ماضې اومستقبل په باب فکر کولى شي ۔ له کلونو را په دې خوا دا قرباني روانه ده ۔ داسلام په نوم روانه ده ۔ اوداسلام په نوم دځمکي له سره پناه کيږي ۔

اى خداېه  تا دشاعر خبره وانه اوريده ؟ ته يو خداى وي يواځيني ذات يې ۔ نو دواړه خدايان دې ولې پيدا کړل چې اوس زموږ وينې ورته ستا له ادرسه حلالي بريښي ۔  اوځانونه هم ستا شريکان بولي ۔

نن بيا شاعران را ټول دي دلندن په يو غريبانه سالون کې را ټول دي  په هر څه چې فکر کوي خپل هيواد اودخپل هيواد اولس را تداعي کوي ۔  اودڅلور نيمو بجو شاوخوا غونډه پيل کيږي ۔ په غونډه کې کامه وال صيب نشته  سليم حيات هم نادرکه دى   ،ټکور غلي ناست دى ۔ تکل له خپلې غوښني دوسېې سره راغلي دي ۔ باوري صيب هم وايي شعر نه لرم ۔  سوله مل يا ددې غونډې اصلي چلوونکي دى ۔ له يوه کونج کوچنې غږ راباسي ۔گيرونه بدلوي ۔ اوپه يگانه صيب غږ کوي چې لومړي به ستا خبرې واورو ۔ هغه ته له مخه يوه موضوع ورکړل شوې وه  خو هغه وويل دا ماته پريږدۍ چې پر څه  خبري کوم ۔ هغه له داکتر مجاور احمد زيار صيب نه تر مخه شو ۔ اوخپلې خبرې يې پيل کړې ۔ هغه په ظاهر کې دايتالو ي ژورناليستې اوريانا فالاچې چې دويتنام په جگړه يې کتاب کښلي وو ۔ خبري پيل کړي : اوريانا فالاچي يو کتاب نوم دى  ژوند ،جگړه اونور هيڅ نه ! دا ليکواله په ۲۰۰۶ کاله کې مړه شوه ۔خو يو غني ميراث يې پرى ايښى دى ۔ دا ليکواله په شلمه پيړۍ کې ډيره مشهوره شوه  ۔هغه دويتنام  دجگړې په مهال هغه هيواد ته ولاړه ۔ ياده ليکواله په خپل اثر کې دجگړې ځينې انځورونه وړاندي کوي ۔ يو دا چې يوه  جنرال چې  يوويتکانگى سر تيرى نيولي اوترې پوښتني کوي ۔ تفنگچه يې ورته نيولي ده ۔ لاسونه يې ورته تړلي دي ۔ فالاچي ليکي : وايي چې يو مهال زما کشرې خور له ما وپوښتل چې ژوند څه شى دى ۔ ؟ نو کله چې دويتنام جگړې ته ولاړم اوله داسې پورتنۍ صحني سره مخ شوم نو دا پوښتنه را پيدا شوه چې لومړى بايد دا پوښتنه ځواب شي  چې  انسان څه شى دى ؟ دا دجگړې په اړوند يو ډگري څيړنه ده ۔ليکواله دجنرالانو سره اودويتکانگ له سر تيرو سره له نږدې خبري کوي  اوداسې استنتاج کوي چې جگړه يو بې مانا شى دى ۔ خو کله چې دا نگيزو مالومولو ته راځي  نو بيا هريو خپله انگيزه بيانوي ۔ پيلوټ وايي  الوتکه مې خوښيدله ۔ بل سرتيرى وايي ددې له پاره چې په راتلونکي کې ارام اوسوکاله ژوند وکړم اوښه تقاعد ولرم جنگ ته راغلم ۔ اوبل يو بل هدف بيانوي ۔ خو فاالاچې دا خبره هم ني هيروي چې ويتکانگي انگيزه بيا بل څه ده ۔ هغه وايي که مړ شوم دا مانا نه لري خو چې پردې مې په خاوره قدم کينږدي ۔ ميرمن دا خبره هم مطرح کوي چې کله يو څوک گوته ماشي ته وروړي  اويو انسان وژني  په واقعيت کې خپل ځان وژني  دهغه په  وجود کې داسې يو څه شته چې هغه له تنه باسي ۔ يعني انسانيت اوچې کله انسانيت مړ شي نو بيا هغه دنيچه خبره راځي ۔ چې داسې مفاهيم په بشري فرهنگ ورزياتيږي چې زه ميړه يم ، زه قهرمان يم زه هر څه يم ۔ نيچه بشري يا ارسطويي اخلاق ديوه بحران سره مخامخ کړل ۔ اوچې دجنگونو په باب خبري کيږي ۔ نو بيا دې نتيجي ته رسيږي چې ژوند يعني جنگ اونور هيڅ نه ۔

دحيدر يگانه خبري هم دلته پاى ته رسيږي اويو تود بحث پرې پيل کيږي ۔ لومړى دنيچه خبرو ته را ځو ۔ نيچه په يو اثر کې داخلاقو جينيالو جي څيړي اوپه بل کې دنيک اوبد نه اخوا ۔ اوبيا په زردشت داسې وويل اثر کې په ډير شاعرانه  ډول داخلاقو بحران اوپه ټولنه کې دزبر ځواک او کمزروي انسان اړيکه څيړي اوله همدې ځاېه پيل کوي ۔ چې لومړى مذهب يا مذهب باوری يو ډول اخلاق جوړ کړل ۔هر هغه څه چې زبر ځواکو وويل اودستور يې ورکړ هماغه اخلاق شول ۔

دنيچه  نظريات  لکه څنگه چې په پخواني شوروي کې تابو گڼل کيدل يو وخت په افغانستان کې هم دشوروي دفرهنگي نفوذ له وجهي  ترې يو ډول نازيستي تعبير کيده اوتابو گڼل کيدل ۔ خو اوس داسې نه ده ۔ نيچه دانسان په باب يو ه څرگنده شننه لري ۔ هغه وايي چې انسان تل دخوند اولذت په لټه کې دى  ۔ تل غواړي جنسي اوشهواني ډول ارضا شي  ثروت را ټول کړي اوقدرت تر لاسه کړي اودقدرت له لاري ټول انساني ارزښتونه تر پښو لاندي کړي ۔ په دې ډول په انسان کې يو وحشيانه اوڅيروونکي ځانگړنه موجوده ده ۔ په افغانستا ن کې يې څرگند مثالونه شته ۔ په رڼا ورځ يې يوه پيغله (فرخنده په نوم )په سرکونو کش کړه اور يې واچاوه اوموټر يې پرې وخيژاوه ۔ په رڼا ورځ يو څوک مظلوم اوبيگناه انسانان وژني۔ملا په شپږ کلنه نجلۍ تېرى کوي  ۔ دپارلمان غړې دسړک په غاړه  يو انسان بي سببه وژني ۔ لنډه داچې دافغانستان انسان په افراطي توگه وحشي شوي يا وحشت په ټولنه حاکم دى ۔ اود((اسلام ))او((جهاد))او((مقاومت))  کليمات يې داسې سر پوښ دى ۔   چې بس له دې بيرغ لاندي هر څه ورته روا دي ۔

له دې تاوده بحث وروسته شعر لوستلو ته وار ورغى ۔ لومړي نظيف تکل خپل ښکلي اوپه زړه پورې تصويرې شعرونه ولوستل۔ چې دمينه والو له خوا يې هر کلي وشو  ۔ وروسته پروفيسور داکتر مجاور احمد زيار   خپله يوه ياده (خاطره) ولوستله  چې ټولو خوښه کړه اوپه پاى کې يې سپارښتنه وکړه ۔ چې نور دې هم دا يادې وليکي ۔ کرگر وويل زه ددې يادو يوه ټولگه لرم چې  د((برښنايي اپلتو)) په نوم مې را ټولي کړي دي ۔ ۔ وروسته انجنير گران هم  په شعرونو يوه تبصره وکړه چې په زړه پوري اونوي مالومات وو۔  په پاى کې دغونډې چلوونکي سوله مل شينوارې صيب خپله کيسه ولوستله  چې دافغانستان داوسنيو حالاتو سره يې سر خوړ ۔ چې ځينو گډونوالو پرې انتقادي خبري وکړي غونډ ه له يو لړ اضافي ژبپوهنيزو خبرو اترو وروسته داوه بجو په شاو خوا کې پاىته ورسيده ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *