څو مسلې لنډې لنډې یادوم:
اندېښنه شته چې خدای مه کړه د دې ملت د هغو هیلو او ارمانونو پر مخ د روازې وتړل شي چې د پوره کولو لپاره يې خپل تجارتونه راکم کړل خو پیسې يې د سالم او قوي حکومت د رامنځ ته کیدو په خاطر مصرف کړې. او هغه خلک هیر نه شي چې د سوکاله او اباد افغانستان خوبونه يې لیدل.
تیره ورځ ښاغلي ولسمشر په یوه غونډه کې وویل: (( د ارګ له چاپلوسانو مې وساتئ)).
د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره به یو ځل بیا ځینې کړۍ او د ولسمشر په خبره چاپلوسان هڅه کوي چې ښاغلی تر خپل سیوري لاندې راولي. د ده نژدې، وفادار او د اباد افغانستان خوب لیدونکي خلک د ده تر نظر بل ډول معرفي کړي.
ولسمشر اوس هم باید پر خپلو مخلصو ملګرو اعتماد وکړي، او دغه چاپلوسان چې په څو ورځو کې ترې جمهور ریس تنګ شوی باید په رمز پوه کړي چې لمن يې خوشې کړي او که په سړیتوب نه پوهیږي نو باید ستغ ځواب ورکړل شي، ځکه خلک له ده هیلې لري ډیر داسې خلک به وي چې له ولسمشر سره يې د هیواد په اړه یو شان خوبونه لیدلي وي، خو کله چې د دوی پر کارونو او خلوص سترګې پټیږي؛ زړونه به يې مات شي، ځکه هغه خلک چې د هیواد لپاره فکر کوي شخصي ګټې ورته اهمیت نه لري او هغه خلک چې په ګټو فکر کوي د هیواد ګټې ورته اهمیت نه لري، او ډیرو به همداسې کړي هم وي.
په تیر حکومت کې به ډیرې داسې ډلې او کړۍ جوړې شوي وي چې اوس هم غواړي موقف او ګټې تر لاسه کړي خو ولسمشر دې اجازه نه ورکوي چې خلک د سرمایه داره کیدو په خاطر دولت ته راشي بلکه خلک دې د کار کولو په خاطر په دولت کې ځای کړي.
یوه بله خبره هم کوم:
یوه ورځ مې یو تنمن کشمیری ځوان ولیده چې میرمن يې ورپسې وه او د کندوز په بازار کې يې پیسې ټولولې، دغه ځوان په اردو خبرې کولې او د کشمیر اوسیدونکی و، پاسپورت او ویزه يې هم درلوده، خو په رسمي جواز د غیرشرعي کار (سوال خیرات ټولولو) لپاره افغانستان ته راغلی و. هغه ویل چې درې سوه کورنۍ ننګرهار، بلخ، کندوز، هرات او کابل ته راغلي، که هره کورنۍ پنځه کسه وي هر ښار کې زر دوکانداران لس لس افغانۍ ورکړي نو په یو کال کې یو میلیون ډالر کیږي.
دغه یو میلیون ډالر د سوداګریز چلند پرته پاکستان ته وځي، او په بدل کې يې هیڅ نه راوړل کیږي، ولسمشر باید د دغه ډول غلو یا سوالګرو مخه ونیسي، هر کال په کندوز کې په سلګونو دغه ډول خلک شل، شوټ او نور پیسې ټولوي.
له یو سندهی هلک څخه مې چې د کندوز په ښار کې يې سوال کاوه وپوښتل: په ژمي کې چیرته ځئ؟ ویل يې سندهـ ته، هلته څه کار کوې؟ ویل يې دغه پیسې چې دلته يې ټولوم هلته پرې کاروبار کوم.
زمونږ ځوانان په پاکستان کې خولې تویوي او د هغوی هغه له افغانستانه مفت پیسې وباسي، باید چې دولت يې مخه ونیسي.
یوه بله خبره هم کوم چې هغه هم له دغو سوالګرو کم نه دي، یو شمیر ځوانان چې په پاکستان کې اوسیږي او په افغانستان کې په لوړو دندو کار کوي، دا چې شمیر يې نه دی معلوم خو حدس وهل کیدای شي چې له زرګونو به اوړي، دلته په ډالرو معاش اخلي او په پاکستان کې يې مصرفوي؛ دغه پیسې ولې له هیواده ووځي؟ چې په بدل کې يې هیڅ نه راوړل کیږي؟ دوي هم د همدغو سوالګرو په څیر د هیواد په ګټه نه بلکه په زیان دي. هغه څوک چې زما نه دی زما له هیواده ولې سرمایه وباسي.
اوهغه پیسې چې له هیواده د باندې وځي باید په مقابل کې يې سوداګر داسې اجناس وارید کړي چې د خلکو په درد وخوري، خو زمونږ بې همته سوداګر پرې پلاستیکي ټوپکې، پټاکۍ، نانځکې، پاپړ او داسې شیان راوړي ددې پر ځای چې د خلکو په ژوند کې په کار شي ګټه ترې واخلي بلکه لا يې په ضرر دي.
یوازې په یو ولسمشر هم نه کیږي، که زمونږ سوداګر، پولیس، وزیرصاحبان، مامورین، کاریګر عام خلک او نور نور قشرونه د هیواد په اړه فکر ونه کړي، د هیواد ګټې پر شخصي ګټو معتبرې ونه ګڼي فکر نه کوم که دا وړۍ شړۍ شي.
نيازمن صاحب د ډيری اساسی مسألی سره موا اړيکه نيولی ډيره مننه , ما په داسی هيوادونو کی ژوند کړی چي ډيری تجروبی مو ترلاسه کړی ان داچي يوتعداد وطن پرست کار پوهان په داخل او بهر کی لرو چي د ډالری معاشونو شوقيان ندی يوازی غواړی چي دخپل ګران وطن په وړاندی هغه دين چي وطن يي پری لری ادا کړی دغو کدرونو دوطن د بيت المال په پيسو زده کړي کړی، اودعلم خاوندان شوی بايد دوطن په ابادولوکی ورته ونډه ورکړه شی دپاکو اوصادقه کدرونه څخه بايد ګټه واخيستل شی، اما په خواشينی سره دوطن دښمنانو سر په جيبونو کی هر ډول تاپی دی چي پری وهيي او نه غواړی چي وطن دفساد نه خلاص شی.زه غواړم دوستانو ته يو لنډ سرګذشت ووايم،ديو مملکت ريس جمهور رولاړسواوخپلووزيرانوته يي وويل،چي دبهرنه پوقانی رارونی دی اوتاسی ورته ډالری استوی ولی؟ داسی مثالونه ډيردی ،محترم جمهورريس سره بايد مرسته وکړو تر څو دده دلارښونی په وسيله داوطن ته نجات ورکړو .ديواباد اوښکلی افغانستان په لور.
ګرانه ټول نظرونه دی د قدر وړ دی او دا زموږ د ټولو دنده ده چی پری عمل وکړو خو یوه موضوع چی تاسی یاده کړی د هغو کسانو چی دندی یی دلته اما کورونه یی پاکستان کی دی د هغوی په هکله باید درته ووایم چی ګټه صرف دا نه ده چی تاته پیسی په لاس درشی بلکه معنوی ګټی هم له پامه ونه غورځول شی ځکه د همدی پاکستان میشتو افغانانو اولادونه په معتبرو ښوونځیو او پوهنتونونو کی په زده کړی بوخت دی چی په راتلونکی کی به د یو ښه کدر په حیث وطن سرما یه وی او کوم تعلیمونه چی په ګاونډی هیواد پاکستان کی په کم خرڅ تر سره کیږی په بل یو ګاونډی هیواد کی یی نمونه نشته نو زما په اند چی دا مصارف بی ځایه نه دی معنوی ارزښت یی زیات دی
منندوی