تاند- ترکمنستان په خپل لیباپ ولایت کې یو لوی برېښناکوټ افتتاح کړ چې افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات کړي.

دا برېښناکوټ د ۱۴۹ اعشاریه ۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د ترکمنستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر نن /پنجشنبه/ وویل چې دا نوی برېښناکوټ به په ترکمنستان کې دننه او په افغانستان کې د برېښنا مصرفوونکو ته د ورځې ۳۵۸۰۰۰ کیلوواټه برېښنا برابره کړي.

د ترکمنستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي چې دا برېښناکوټ مدرن تاسیسات لري.

په همدې حال کې ترکمنستان او تاجکستان موافقه کړې چې د افغانستان له لارې د برېښنا مزي وغځوي.

د دواړو هیوادونو د موافقې پر اساس به ترکمنستان خپله برېښنا د افغانستان له لارې تاجکستان ته صادره کړي.

تاجکستان عموماً په دوبي د برېښنا له کموالي سره مخامخ کېږي خو په ژمي او نورو فصلونو کې اضافي برېښنا لري او د هغې د صادرولو لپاره یې له افغانستان او پاکستان سره موافقه کړې ده.

له یوه بل خبر سره سم د ترکمنستان او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره مرستې ته لېوالتیا وښوده.

دواړو خواوو د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د ګډې ترانسپورتي پروژې د اجرا کېژدو غوښتنه هم وکړه.

ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د افغانستان له لارې د تاجکستان د اورګاډي له پټلۍ سره ونښلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *