تاند- ترکمنستان د خپل هیواد له سرحداباد (Serhetabat) تمځي څخه د افغانستان تر تورغونډۍ بندري ښاره پورې د یوې نوې رېلارې د جوړولو کار پیل کړ.

د ترکمنستان دولتي خبري اژانس نن /چهارشنبه/ وویل، دا پروژه د دوو هیوادونو د رېلارو د چارواکو د تفاهم پر اساس اجرا کېږي.

اژانس همداراز ویلي چې د دې پروژې د جوړولو او لګښت ټولې چارې ترکمنستان په غاړه اخیستي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې دا رېلار څو کیلو متره ده او یا کله به یې کار بشپړ شي.

ترکمنستان به د توغونډۍ د رېلګاډي تمځی یا سټېشن هم جوړ کړي.

ترکمنستان تر دې وړاندې د افغانستان تر اقینې بندر پورې د رېلګاډي پټلۍ جوړه کړې او د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان له موافقې سره سم ټاکل شوې ده چې دا رېلار د افغانستان له لارې تر تاجکستان پورې وغځېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *