تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د طالبانو د حملو له کبله ترکمنستان ته اوښتي سرتېري بېرته خپل هیواد ته راګرځېدلي دي.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالي کې د طالبانو د پر له پسې حملو له کبله لږترلږه ۱۰۰ افغان سرحدي ځواکونه مجبوره شوي چې د ترکمنستان خاورې ته واوړي.
وروسته په یو شمېر راپورونو کې ادعا وشوه چې ترکمنستان دا پوځیان له خپلې خاورې ایستلو ته مجبوره کړي او د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د دفاع وزارت ویندوی قیس منګل وايي چې دا ځواکونه، چې شمېر یې ۵۸ تنه دی، د تورغونډۍ بندر له لارې خپل هیواد ته بېرته راغلي دي.
ده په عین حال کې وویل چې همدومره نور پوځیان، مخکې تر دې چې د ترکمنستان خاورې ته واوړي، طالبانو نیولي چې د خلاصون لپاره یې عملیات دوام لري.
خو لا هم په ځینو راپورونو کې ادعا کېږي چې دا ۵۸ تنه ترکمنستان ته له اوښتو وروسته د دغه هیواد سرحدي ځواکونو طالبانو ته سپارلي دي.
افغان چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي.
د بادغیس د بالامرغاب له حملو وروسته طالبانو په فاریاب ولایت کې هم بریدونه تېز کړي دي.
ویل کېږي چې د امریکا هوايي ځواک د طالبانو د حملو په وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ نه کوي.
که څه هم امریکا او د افغانستان مرکزي حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې دا ادعاوې رد کړي دي.
د بادغیس والي ویلي چې په بالامرغاب کې د هوايي ځواک د ملاتړ بیا بیا غوښتنې وشوې خو هیڅ راز ملاتړ یې ونه شو.