تاند- ترکمنستان وايي حاضر دی چې د ملګروملتو تر سیوري لاندې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف، چې ازبکستان ته په دوه ورځیني سفر تللی، رسنیو ته وویل، ترکمنستان د یوه بې پلوه هیواد په توګه حاضر دی چې د ملګروملتو تر څارنې او مشرتابه لاندې د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو زمینه برابره کړي.
تېره میاشت ازبکستان د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د یو شمېر هیوادونو د چارواکو په ګډون غونډه جوړه کړه.
ویل کېږي چې ترکمنستان او ازبکستان د سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو په اړه ورته دریځونه لري.
دواړه فکر کوي چې په افغانستان کې د نړیوالو تروریستي ډلو موجودیت د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی او باید زیاته هڅه وشي چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او امنیت راشي.
د ترکمنستان ولسمشر د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي پروژه، چې د څلور هیوادونو ګټې د ګاز په وسیله سره تړي او دغه راز د نوري فایبر او برښنا د انتقال او د رېللار پروژې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د همکاریو د رامنځته کولو په خاطر ښې انګېزې وبللې.