تاند- ترکمنستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت د ټینګولو په باب د روسیې د مرستې وړاندیز رد کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د جمعې په ورځ /جنوري ۲۹/ وویل، هیواد یې د افغانستان او ترکمنستان د پولې د امنیت د ټینګښت په اړه عشق اباد ته د مرستې وړاندیز وکړ حو ترکمن چارواکو د روسیې وړاندیز رد کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا وړاندیز پرون د عشق اباد د سفر په لړ کې د دغه هیواد له چارواکو سره شریک کړ.
لاوروف د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه خبري غونډه کې خپل منځي اړیکې ښې وبللې او ویې ویل چې دواړو خواوو په خپل منځ کې د همکاریو د زیاتېدو پر لارو خبرې وکړې.
روسیه په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د نفوذ د زیاتېدو په وړاندې اندېښنه ښيي خو په عین حال کې داسي تصور هم شته چې روسیه غواړي د داعش د نفوذ د زیاتېدو په پلمه د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې اډې ترلاسه کړي.
دې هیواد پخوا د منځنۍ اسیا هیوادونه په طالبانو ډارول او په دې توګه یې د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې د خپل نفوذ د زیاتېدو هڅه کوله.
روسیه اوس په تاجکستان کې لویه پوځي اډه لري او سرتېري یې د افغانستان او تاجکستان په پولو کې ځای پر ځای دي خو ازبکستان او ترکمنستان تراوسه پوري حاضر شوي نه دي چې روسیې ته اډې ورکړي.
ترکمنان او ازبکان لکه دا نور دومره بی غیرته ندی چه ځان په پردو وساتی او بیا ځان غلامی برابر کړی ، تاجکستان خو په ۱۹۹۲ کی هم خپله ازادی هم نه غوښتله ،خو روسانو هغوی ته وویل چه مونږ تاسی له ځان سره نشو ساتلائ