تاند- ترکمنستان وايي، د دغه هیواد د انرژۍ اداره غواړي چې افغانستان ته د برښنا صادرات زیات کړي.
د ترکمنستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، حاضردمه ترکمنستان د مخکیني قرارداد پر اساس افغانستان ته په کال کې۷۰۰ کیلو واټ ساعته برښنا صادروي.
د ترکمنستان برښنا اندخوۍ، هرات او یو شمېر نورو شمال لوېدیځو سیمو ته رسول شوې ده خو دا هیواد په پام کې لري چې برښنا یې بغلان او جوزجان ولایتونو ته هم انتقال شي.
بغلان او جوزجان ته د ترکمنستان برښنا د هغې موافقې پر اساس ورکول کېږي چې سږ کال (۲۰۱۷) د افغانستان د انرژۍ او د ترکمنستان د انرژۍ د وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوه.
همداراز په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې د ترکمنستان برښنا د افغانستان جنوبي او ختیځو ولایتونو ته ورسول شي.