کابل- مرمرینه ماڼۍ- دغبرګولي د ریمه
د ترکيې هیواد سرپرست سفیرسینان الهام د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې ترهغو به له افغانستان سره مرستې وکړي ترڅوچې افغانستان ورته اړتیا ولري.

د ترکیې هیواد سرپرست سفیر ډاډ ورکړ چې دوی له افغانانو سره تاریخي دوستي لري او ددوی ژمنه شوې مرستې به د نړیوالو په مرستو پورې تړاو ونه لري اوترهغې به خپلې مرستې کوي ترکومه يې چې افغانان وغواړي.

سرپرست سفیرالهام زیاته کړه چې افغانستان اوترکیه ډير داسې مشترکات لري چې دهغې له مخې باید یو له بل سره اوږد مهاله مرستې او همکارۍ ولري.

سفیر ډاډ ورکړ چې دوی لکه څرنګه چې په تیرو ۱۳کلونو اویا له هغې وړاندې له افغانستان سره په امنیتي، کتلوري، مذهبي، ټولنیزو، ښوونې اوروزنې اوروغتیايې برخو کې مرستې کړي دي؛ له دې وروسته به هم ادامه ولري.
د ده په وینا دهغو مشترکاتو له مخې چې افغان+ ترک يې لري موږله افغانانو سره په خپلو مرستو ویاړو.

د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د ترکيې سرپرست سفیر ته ډاډ ورکړ چې د ملي وحدت حکومت دواړه مشران په افغانستان کې د یو باثباته دولت جوړولو ته ژمن دي.

نوموړي له ترکي سفیر وغوښتل ترڅو خپل پانګه وال وهڅوي چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې ذخایرو اوکانونو په رایستلو کې پانګه ونه وکړي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ددې ترڅنګ له سرپرست سفیر څخه غوښتنه وکړه ترڅود روغتيا اود ښوونې او روزنې په برخه کې د افغانستان په هغوسرحدي اولرې پرتو سیمو کې چې هلته زیاته توجه نشته مرستې وکړي.

په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ترکي هیواد او خلکو د مرستو څخه چې په تیرو کلونو کې يي له افغانانو سره کړي دي؛ ستاینه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *