نېټه: ١٣٩۴-۱۰-۳۰
کندهار، افغانستان- د ترکيې سفير وايي سږکال په کندهار کي کونسلګري پرانيزي او د کندهار-ترکيې تر منځ الوتني پيلوي.
د ترکيې سفير علي سايت اکين او ورسره پلاوي نن کندهار ته سفر وکړه او دغلته يې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ له ګڼو چارواکو او سوداګرو سره وکتل.
د غونډي په پيل کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د ترکيې سفير ته د ښه راغلاست تر څنګ د ترکيې او افغانستان تر منځ پر پخوانيو ښو اړيکو روڼا واچوله او له دغه هيواد څخه يې وغوښتل چي له کندهار سره د اقتصادي، تعليمي او فرهنګي اړيکو د پراخېدو لپاره کونسلګري پرانيزي.
عزيزي وويل: افغانستان او ترکيه د غازي امان الله خان له دورې راهيسي ښې اړيکي لري. موږ له ترکيې سره غواړو چي اقتصادي، فرهنګي او تعليمي اړيکي لا هم پياوړي کړو. د دې اړيکو د پياوړتيا لپاره د کونسلګرۍ پرانيستنه اړينه ده.
نوموړي زیاته کړه چي ترکيه په اسلامي هيوادونو کي يو پياوړی هيواد دی او هيله ده چي دغه هيواد کندهار ته خاصه توجه وکړي. د کندهار والي د ترکيې له سفير څخه په دغه ولايت کي د کونسلګرۍ د پرانيستلو او کندهاري سوداګرو ته له ترکيې څخه د ليدني د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه. هغه زياته کړه چي که کندهاري سوداګرو د ترکيې له صنعت، زراعت او تعليمي ادارو څخه د ليدني زمينه برابره سي، نو خامخا به هغوی له ځانو سره نوي نظريات راوړي.
کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل د ترکيې له سفير څخه وغوښتل چي کندهار ښاروالي د ترکيې د استمبول او انقرې له ښارواليو سره ونښلوي. هغه زياته کړه چي د انقرې ښاروالۍ ته يې وړانديز لېږلی او منل سوی دی، خو هيله يې وښوده چي د سفارت له خوا هم په دې برخه کي همکاري وسي. ښاروال داراز د منځني ختيځ هيوادونو د ښارواليو د مرکز د غړيتوب غوښتنه وکړه. د ښاروال په وينا د ښاروالیو دغه مرکز په اسمبول کي دی.
د ترکيې سفير علي سايت اکين خوښي وښوده چي کندهار ته يې سفر کړی او ويې ويل چي د ترکيې لومړی وزير هم څه موده وروسته کندهار ته سفر کوي.
نوموړي ژمنه وکړه چي سږ کال به په کندهار کي کونسلګري پرانيزي او ډېر ژر به د کندهار-ترکيې تر منځ مستقيمي الوتني پيل کړي. هغه زياته چي په روانه مياشت کي به کندهار ته يو تخنيکي پلاوی راولېږي تر څو د کندهار هوايي ډګر وګوري او د الوتنو د پيلېدو په اړه پلان جوړ کړي.
ښاغلي اکين وويل چي کندهاري سوداګر د ترکيې د وېزې د ځنډ او يو شمېر نورو ستونزو سره مخ ول، خو دوی به د کندهار له سياحتي شرکتونو سره قرارداد وکړي تر څو هر څوک وکولای سي د ترکيې د وېزې لپاره انلاين عريضه وکړي او وېزه ترلاسه کړي. نوموړي د دواړو هيوادونو د ملتونو پر متقابلي همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چي د سوداګرو پر مخ به لاري پرانيزي.