تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: د ترکیې سمندري ساتونکو د شمال لویدیځ ایالت ادیرنه په بوزتپه بورنو کې ۱۶ افغانان د سمندر اوبو کې له غرقېدو ژغورلي دي.

په دغو افغان پناه غوښتونکو کې ۷ ماشومان هم ي چې غوښتل یې په یوه پلاستیکي کښتۍ کې له غیرقانوني لارې یونان ته واوړي.

چارواکي وايي، دغه افغانان له ژغورل کېدو وروسته د ادیرنا مرکز ته رالېږدول شوي دي.

ترکیه ډیری مهال د افغان کډوالو اړوند د پېښو شاهده وي، چې زیاتره یې په اوبو کې د غرقېدو په تړاو وي.

 څو ورځې وړاندې د کډوالۍ نړیوالې ادارې راپور ورکړی و ترکیې تېر کال شاوخوا نهه زره افغان پناه غوښتونکي په زور او په رضا افغانستان ته ستانه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ