کله چې په ترکیه کې د عثماني خلافت واکمني پای ته ورسیدله او د مصطفی کمال اتاترک په مشری اولنی پارلمان جوړ شو، افغانستان دوهم هیواد وو چې د ترکیې پارلمان او نوی نظام یې په رسمیت وپیژنده. لګه موده وروسته ترکیې په افغانستان کې سفارتي چارې پیل کړې او د سفارت لپاره ځای هم دوی ته د افغانستان د وخت پاچا امان الله خان لخوا تحفه شو. د ترکیې جمهوري دولت له ۱۹۲۰ څخه تر ۱۹۶۰ پورې په تعلیم، فرهنګ، زراعت، ثفاقت، نظامي تجهیزاتو، صحت او همداسې نورو عرصو کې پراخ کومک کاوه. دا اړیکې په افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغله پاتې شوې. په ۱۹۸۹ کې چې کله شوروي اتحاد د افغانانو په لاس مات شو بیا هم ترکیې خپلو کومکونو او ښو اړیکو ته ادامه ورکړه.
د امریکا د ښکیلاک څخه وروسته ترکیه له ۲۰۰۷ څخه په افغانستان کې د سولې په اړه لاس په عمل شوه او په یاد کال کې یې د پاکستان ، افغانستان او ترکیې تر منځ ګډه ناسته جوړه کړه. دا دری ګونې ناستې بیا څو ځله وشوې او په آخر ځل د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې وشوه چې اعلان یې د ترکیې ولسمشر ترکیې ته د پاکستان د لومړي وزیر د اولني سفر پر مهال وکړ.
کله چې د امریکا خارجه وزارت د افغانستان د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د ماموریت اعلان وکړ، څه موده وروسته د سیمې د سفرونو پر مهال ده ترکیې ته هم سفر وکړ او هلته یې په بهرنیو چارو کې د ولسمشر اردوغان مشاور سره ملاقات وکړ. وروسته له دې کتنې خلیلزاد انادولو ته وویل چې امریکا او افغانان د سولې په تړاو د ترکیې د رول څخه راضي دي او مننه هم ترې کوي.
بل طرف ته که وګورو د سولې په تړاو د ترکیې د رول په اړه په افغاني ټولنه کې بحث ډېر کم دی. که فکر وشي شاید دا درک شي چې د سولې په خبرو کې د ترکیې رول ډېر مؤثر ثابتیدلای شي.
دې مخینې ته په کتلو لاندې نقطې شاید ددې ښکارندوی شي چې د سولې په بهیر کې د ترکیې رول څرګند کړي.
د پاکستان او ترکیې اړیکې:
دا چې د افغانستان اوسنی او تېر حکومت طالبان د پاکستان د لاس آله ګڼي او په دې نظر دي چې طالبان یواځې د پاکستان په اجازه کولی شي د سولې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي. په دې تړاو ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپل دور په پیل کې چین او سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او له دوی یې وغوښتل چې د خپلو اړیکو په بنسټ له پاکستانه وغواړي چې طالبان د افغانستان حکومت سره خبرو ته کښینوي. اګر چې دې ډیپلوماسۍ نتیجه ورنکړه خو افغان حکومت تر اوسه هم په همدې نظر دی چې پاکستان کولی شي طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي. که همداسې وي نو د ترکیې او پاکستان ستریتیژیکې اړیکې شاید په دې اړه ډیر کومک وکړي.
د افغانستان په اړه د ترکیې بهرنۍ پالیسي:
افغانستان لپاره د ترکیې بهرنۍ پالیسي په څلورو نقطو ولاړه ده.
اول: د افغانانو خپلمنځی اتحاد او اتفاق ته لاره پرانیستل او په دې عرصه کې کومک کول.
دوهم: په افغانستان کې یو شمولي نظام تقویه کول چې په هغې کې د ولس ټولې ډېرکي شامل وي.
دریم: د امنیت راوستلو په باب د افغان دولت لاسنیوی.
څلورم: د تندروۍ او تروریزم پر خلاف مبارزه او د سولې او امنیت د ټیګښت لپاره کوښښ.
دا هغه څلور نقطې دي چې د افغانستان لپاره د ترکیې پالیسي ترسیموي. له دې ټولو نقطو بریښي چې ترکیه په افغانستان کې تعمیري فکر کوي او په عین حال کې غواړي جنګ ختم شی او په افغانستان کې یو افغان شموله حکومت جوړ شي.
د بهرنۍ پالیسۍ په باب دا خبره هم مهمه ده چې په منځنۍ آسیا کې د ترکیې بهرنۍ پالیسي لکه د سعودي او ایران په شان مذهبي او دیني جنبه نه لري چې په افغانستان کې د وهابي یا شیعه پاړکو د ګټو لپاره د رول جوګه شي بلکې که چیرته ترکیه رول لوبوي د افغانستان د حکومت او خلکو په ګټه به یې لوبوي.
بله خبره د امریکا او ترکیې اوسني خراب روابط دي چې شاید طالبانو لپاره د ترکیې د رول د اعتماد جوګه شي.
ترکیه د ناټو غړی هیواد:
دا چې ترکیه د ناټو له جوړښت راپدېخوا د ناټو غړی هیواد دی، به افغانستان کې هم د ناټو په ماموریت کې رغنده رول لري خو مثبت اړخ یې دا دی چې دوی د ناټو د نورو غړو په شان نیغ په نیغه د جګړې برخه ندي. دا هم داسې یوه مثبته نکته ده چې که ترکیه د خبرو کوښښ وکړي شاید په دې وتوانیږي چې په طالبانو ښه تاثیر ولري.
له پاسنیو نکتو سربېره د ترکیې اقتصاد، مظبوط نظام، د اروپا- آسیا او په خاصه توګه د افغانستان – اروپا تر منځ د نښلون نکته، چې په ستراتیژیک لحاظ ډېر اهمیت لري، دا په ډاګه کیږي چې که ترکیه چېرته په واقعي توګه د افغانستان د سولې لپاره د افغان حکومت په ملتیا ګوښښ پیل کړي شاید د بین الافغاني ناستو او حتی د طالبانو او حکومت تر منځ د ناستو په جوړولو کې ډير مثبت رول ولوبوي.