تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د ترکیې د بشردوستانه مرستو بنسټ وايي، په جلال اباد، پروان، تخار، بدخشان او کابل کې یې د ۳۵۰۰ زره یتیمانو او د هغوی کورنیو ته د بشري مرستو د وېش ترڅنګ یې د سرګرمۍ او سیالیو پروګرام نیولی دی.
د دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې چې تاند ته هم رسېدلې راغلي، دا نهم کال دی چې یتیمانو سره د خواخوږۍ لپاره د افغانستان په مختلفو سیمو کې ورته پروګرامونه جوړوي او سږ کال یې په سپټمبر، اکتوبر او نومبر میاشتو کې یې ۳۳ ولایتونو ۱۲۸ زره او ۶۶۸ یتیمانو ته بشري مرستې رسولې دي.
یاد بنسټ وايي، د ۲۰۱۹ کال تر پایه به د جلال اباد، پروان، تخار، بدخشان او کابل ۳۵۰۰ نور یتیمان هم له دې پروګرام څخه برخمن شي.
د ترکیې د بشري مرستو د بنسټ لخوا د یتیمانو د خواخوږۍ پروګرام کې ښوونکي، محصلین، ډاکټران او ګڼ نور داوطلبان برخه اخلي.
دغه هېواد له اتلس کلونو راهیسې په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځي هم چلول چې د ایردوګان د حکومت په راتګ سره د دغو ښوونځیو په اداري پروسیجر کې یو لړ ستونزې پیدا شوې دي.