تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هیواد یې غواړي چې په ۲۰۱۹ م کال په انترتیکا کې یوه ساینسي یا علمي اډه جوړه کړي.

اردوغان په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په ۲۰۱۹ کې به موږ په انترتیکا کې یوه ساینسي اډه تاسیس کړو. د دې ساینسي اډې په وسیله به ترکیه په انترتیکا کې یو له ۳۰ هیوادونو څخه شي.»

ترک چارواکي وايي، د ترکیې د ساینسي څېړنو دا مرکز به په هارس شو ټاپو کې جوړ شي او د استانبول تخنیکي پوهنتون به په دې مرکز کې د فعالیتونو په همږغولو کې مرسته وکړي.

دا ټاپو، چې اوږدوالی یې ۱۲ کیلو متره او پلنوالی یې ۶ کیلومتره دی، د انترتیکا د ګراهم لنډ په لوېدیځ ساحل کې دی.

دا هغه ځای دی چې پخوا بریتانیا پکې د څېړنو مرکز درلود خو وروسته یې پرېښود.

د هغه تړون له مخې، چې په ۱۹۵۹ م کال د ترکیې په ګډون د یو شمېر هیوادونو ترمنځ په واشنګټن کې لاسلیک شو، له هارس شو (Horseshoe) ټاپو څخه به یوازې د سوله ییزو هدفونو لپاره کار اخیستل کېږي او پوځي فعالیتونه پکې منع دي.

د تړون له لاسلیکېدو وروسته په انترتیکا کې څو تحقیقاتي مرکزونه جوړ شوي دي.

په دې کنګله قاره یا لویه وچه کې حاضردمه نژدې ۹۰ دایمي او موقتي تمځایونه شته.

د امریکا سټېشن یا تمځی مو مردو نومېږي او په انترتیکا کې تر ټولو لویه اډه ده. په دې اډه کې ۱۲۶۰ تنه ساینسي او نوروې چارې پرمخ وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *