تاند- د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو وايي، هیواد به یې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې پر ضد په یو اړخیزو مځکنیو عملیاتو کې ځان ښکېل نه کړي.

چاوش اوغلو دا څرګندونې نن د ناټو له سرمنشي ینس ستولتن برګ سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.

ناټو او د امریکا متحد ایالتونه له ترکیې غواړي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو سخت دریځو پرضد په جګړه کې شامله شي.

چاوش اوغلو وویل، ترکیه د اسلامي دولت د سخت دریځو پرضد، چې د سوریې په شمال کې یې د کوباني ښار محاصره کړی دی، د امریکا په مشرۍ د ايتلاف د هوايي بریدونو ملاتړ کوي.

ده په عین حال کې تایید کړه چې هوايي بریدونه په یوازې توګه سخت دریځي ځپلی نه شي او له دې سره سره چې ترکیه نه غواړي په مځکنیو عملیاتو کې ښکېله شي، د مځکنیو عملیاتو په ګډون باید پر ټولو انتخابونو غور وشي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې د ترکیې د پولې په اوږدو کې د سوریې په شمال کې د خوندي زون او د پرواز د ممنوع زون د جوړېدو د نظر ملاتړ کوي.

خو د ناټو سرمنشي ینس ستولتن برګ خبریالانو ته وویل چې د سوریې په خاوره کې د الوت د ممنوع زون یا د خوندي زون د رامنځته کولو نظر مطرح نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *