تاند- په افغانستان کې د ترکیې سفير بساط ازتورک وايي، چي له خپلو لوړ رتبه مقاماتو سره خبري چټکي کړي، څو په کندهار کي د دغه هيواد يوه سياسي څانګه پرانيزي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم ښاغلى اوزتورک ، چې د يوه پلاوي په مشرۍ نن کندهار ته تللی و، له کندهار والي، حکومتي ادارې او ملي سوداګرو سره دوو جلا جلا وليدل.
د ترکیې سفیر له دولتي چارواکو سره له کتنو وروسته په یوه خبري غونډه کي وويل، د افغانستان او ترکيې ترمنځ تجارتي اړيکي په ښه حالت کې دي او هيله لري چي دغه دوه اړخيزې اړيکې پراختيا ومومي.
نوموړي زياته کړه، د کونسلګرۍ د پرانستني لپاره به ژر کار پیل کړي او دغه هڅې به د لوړو مقاماتو تر موافقې وروسته يوه بل نسبتاً چټک پړاو ته داخلي کړي.
کندهار والي د افغانستان او ترکيې ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او په کندهار کې یې د ترکيې له تعليمي مرستو مننه وکړه.
ده همداراز وویل، ترکيې په عمومي توګه د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار ولايت له تعليم او تربيې سره زياته مرسته کړې ده.
هغه د ترکيې له سفير څخه وغوښتل، چي په کندهار ولايت کي خپله کونسلګري پرانيزي او په دې توګه د دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارتي او سياسي هڅو او اړيکو له پراختيا سره مرسته وکړي.
ښاغلي ويسا د ترکیې له سفير څخه د ترکیې او کندهار ترمنځ د الوتکو د الوتنو د پیلولو غوښتنه وکړه، ویې ویل: په دغه توګه به د کندهار د سوداګرۍ خونه له ترکيې سره وصل شي او په دواړو هيوادونو کي به تجارت نوره وده هم ورکړي.
حاضردمه د ترکیې هوايي شرکت ترکش اییرلاین د کابل او استانبول ترمنځ تګ راتګ کوي او په پام کې ده چې دا هوايي شرکت د استانبول او مزارشریف ترمنځ هم الوتنې پیل کړي.
د ترکیې سفیر بساط ازتورک د افغانستان په سوله کې د ترکيې د اهميت په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل، هيواد يې تر دې مخکي اووه ځله د پاکستان او افغانستان د درې اړخيزو غونډو کوربه توب کړی او اوس هم د اسلامي نړۍ د يوه پرمختللي او اغېزمن هيواد په توګه د افغانستان د کشالې د حل لپاره د هڅو په لټه کي دى.
د ترکيې سفير وروسته له کندهار والي سره يو ځاى د عينو مېني په عصري ښارګوټي کې د افغان ترک ليسې يوه خصوصي څانګه پرانستله او په سوداګري خونه کې يې له سوداګرو سره وکتل.
ترکیه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې څه باندې یو نیم زر پوځیان لري خو ترک پوځیان په جنګي عملیاتو کې ګډون نه کوي.
ویل کېږي چې ترکیه به له ۲۰۱۴ وروسته، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي، زیات رول په غاړه واخلي.