تاند- د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د کابل له نننۍ وحشیانه تروریستي حملې وروسته وویل چې له کابل څخه به د خپل سفارت یو شمېر کارکوونکي ترکیې ته وروغواړي.
د کابل برید د ترکیې د سفارت په شمول د ګڼو هیوادونو د سفارتونو ودانیو ته زیان پېښ کړی دی.
چاووش اوغلو په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه چې څرنګه تروریست له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کابل خورا خوندي دیپلوماتیکې سیمې ته ورساوه او بیا یې په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې څلور لارې کې وچاوداوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په چاودنه کې د ترکیې کوم دیپلومات ژوبل شوی نه دی.
ده دا هم وویل چې د چاودنې په مهال د ترکیې سفیر په خپل هیواد کې و.
د کابل تروریستي برید، چې د وروستیو معلوماتو ير اساس، ۸۵ تنه پکې شهیدان شوي او ۴۰۰ نور ژوبل شوي، د نړۍ اکثرو هیوادونو غندلی دی.
ترکیه هم زمونږ.له تیزنو دوستانوده
ځکه په تیښته ده
ښه دوست په سختو ورځو کې ازمویل کيږی. خو ډارن بیا د تېښتې لار غوره کوی .
جرمنان بیا د همکارۍ لپاره د مهاجرو له ایستلو ډ ډه کوي.
هندیانو بیا د تروریستانو پرضد له افغانانو سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.