د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هیواد حکومت ۳۲۴ تنه نور افغان پناه غوښتونکي په زوره افغانستان ته لېږلي دي.

په تازه جوپه کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

ترکیې وروسته له دې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنول چټک کړل چې د دغه هیواد صدراعظم بن علي یلدرم په کابل کې د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې له ترکیې څخه افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو پر ستنېدو موافقه وکړه.

که څه هم ظاهراً دواړو خواوو له ترکیې څخه د خپلې خوښې ستنېدا کلمه وکاروله خو داسې ښکاري چې افغانستان له ترکیې سره منلې چې غیرقانوني کډوال ایستلی شي.

تر دې وړاندې هم ترکیې ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي په چارتر الوتکو کې کابل ته ګرځولي وو.

د ترکیې پولیسو په سلګونو افغان پناه غوښتونکي په ازمیر او ایدن ولایتونو کې نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.

ترکیې وروسته له دې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې په وروستیو کې په بې ساري ډول زرګونو افغان پناه غوښتونکو د ایران له لارې د ترکیې سرحدي ښارونو ته ځان ورساوه.

2 thoughts on “ترکیې سلګونه نور افغان کډوال کابل ته ولېږل”
  1. افغانان د فوټبال د توپ په څېر دي څوک یې یوې خواته په پښه وهي څوک بلې خوا ته ځکه نا اهل او بدبخت مشران لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *