تاند- په بلخ ولایت کې د ترکیې کونسلګرۍ د دغه ولایت ادارې ته خبر ورکړی چې د ترکیې حکومت له افغان – ترک ښوونځیو سره مرسته نه کوي.

د سپونیک نیوز د راپور له مخې، د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد وویل، د ترکیې د کونسلګرۍ په ورلېږلي لیک کې غوښتنه شوې چې د دغه هیواد بیرغ د افغان – ترک له ښوونځیو لیري کړي او د دغو ښوونځیو له لوحې د «ترک» کلمه ایسته کړي.

ویل کېږي چې دا ښوونځي د فتح الله ګولین له لوري تمویل کېږي چې د ترکیې حکومت یې په دغه هیواد کې په کودتا کې په لاس لرلو تورنوي. ګولین پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

Afghan-turk schoolحاضردمه په مزارشریف ښار کې دوه افغان – ترک ښوونځي فعال دي. په دغو ښوونځیو کې نژدې۸۰۰ هلکان او نجونې زده کړه کوي.

د سپوتنیک نیوز د راپور پر اساس د بلخ د پوهنې ریاست مسوولانو ویلي چې د ترکیې د مرستو د بندېدو په صورت کې د افغانستان د پوهنې وزارت چمتو دی چې دا ښوونځي تمویل او اداره کړي.

په ټول افغانستان کې ۲۰ افغان- ترک ښوونځي فعال دي. په دغو ښوونځیو کې، چې د افغانستان تر ټولو بریالي ښوونځي ګڼل کېږي،۸۵۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په نړیوالو المپیادونو کې د افغانستان لپاره اکثره جایزې د همدغو ښوونځیو زده کوونکو ګټلي دي.

تراوسه پوري له دغو ښوونځیو ۵ زره زده کوونکي فارغ شوي او لوی اکثریت یې په پوهنتونونو کې منل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *