تاند- په افغانستان کې د تُرکیې په حکومت پورې تړلې پرمختیايي ادارې تیکا د افغان – ترک ښوونځیو فعالیت ناوړه وباله، او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا ښوونځي بند کړي.

تر دې مخکې د ترکیې له کودتا وروسته دا ښوونځي د ترکیې د حکومت په غوښتنه په پاکستان کې بند کړل شول.

په افغانستان کې هم له ډېرې مودې راهیسې د ترکیې حکومت د افغان – ترک ښوونځیو د بندېدو غوښتنه کوي ځکه چې ګومان کېږي چې دا ښوونځي د ترکیې د تبعیدي مشر فتح الله ګولین د بنسټ له لوري اداره کېږي چې د اردوغان حکومت یې د ترکیې په وروستۍ کودتا کې په لاس لرلو تورنوي.

د ترکیې د ترکانو د همکارۍ او پراختیا نړیواله ایجسني وايي چې د افغان – ترک ښوونځیو ماهیت تروریستي دی.

افغان – ترک ښوونځي په افغانستان کې تر ټولو بریالي ښوونځي بلل کېږي او په ځلونو یې زده کوونکو په نړیوالو المپیادونو کې جایزې ګټلې دي.

په هرات ولایت کې د ترکانو د همکارۍ او پراختیا ایجسنۍ مسوول علي ارغون چینار پرون (شنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل، هیله لري چې د افغانستان حکومت به ژر دا ښوونځي بند کړي.

ښاغلي چینار بې له دې چې د ګولین نوم واخلي وویل«دا فعالیتونه زه تروریستي بولم او هغه غندم. زموږ ټول دوستان دې سر خلاص کړي چې دا یوه تروریستي ډله ده. په هره برخه کې چې دوی کار کوي فکر یې تروریستي دی.»

ویل کېږي چې د افغانستان حکومت له ترکیې غوښتي چې د دغو ښوونځیو د بندېدو پر ځای دې د ترکیې حکومت هغه اداره کړي.

ښاغلي چینار هم دا نظر تایید کړ، ویې ویل چې د ترکیې حکومت ته د دغو ښوونځیو د ادارې سپارل به نه یوازې دا چې د دغو ښوونځیو د فعالیت د پڅېدو مخه ونیسي بلکې زده کړې به یې وړیا شي.

ده دا هم وویل چې په دې ښوونځیو کې باید د ټولو افغانانو ماشومان درس ووايي نه یوازې د شتمنو اولادونه.

د افغانستان د پوهنې وزارت مخکې ویلي و چې دا وزارت د افغان – ترک ښوونځیو له فعالیته راضي دی خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه یوازې ولسمشر کولی شي.

افغان – ترک ښوونځي ۲۰ کاله پخوا لومړی د افغانستان په شمال کې پیل شول وروسته په کابل او کندهار کې هم فعال شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *