تاند- د ترکیې د خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد حکومت له خپلې خاورې ۳۲۴ تنه نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.

د ترکیې انادولیا خبري اژانس نن راپور ورکړ چې دا پناه غوښتونکي، چې په ازمیر ولایت کې نیول شوي ول، افغانستان ته واستول شول.

دا په وروستۍ یوه میاشت کې د افغان پناه غوښتونکو لږترلږه څلورمه جوپه ده چې افغانستان ته په زوره لېږل کېږي.

ترک چارواکي وايي چې د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله تېره میاشت د ترکیې له صدراعظم بني علي یلدرم سره د کابل د سفر په لړ کې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو په باب موافقه وکړه.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ترکیې سره یې د افغان پناه غوښتونکو د راګرځولو په اړه کومه موافقه نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *