تاند- د تحفة القادریه په نوم دا تصوفي کتاب، چې په (دبلین بوک شاپ) کتابپلورنځي کې یوه تُرک دیپلومات موندلی و، د سې شنبې په ورځ افغانستان ته وسپارل شو.

د تُرکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، تحفة القادریه د ۱۷۲۲ او ۱۷۲۳ کلونو ترمنځ د افغان لیکوال ابن مُنیر له لوري په پښتو ژبه لیکل شوی او ۲ کاله پخوا تُرک دیپلومات سینان ایهان ومونده.

ایهان د اسلام په اړه په زړو کوردي (کردي) کتابونو پسې ګرځېده چې تحفة القادریه په لاس ورغی خو د دې لپاره چې ده په کابل کې د ترکیې په سفارت کې د دیپلومات په توګه کار کړی و، د کتاب ژبه یې وپېژندله.

ایهان وايي چې د کتابلورنځي خاوند دا پښتو کتاب د کوردي کتابونو په کتار کې ایښی و او فکر یې کاوه چې کوردي دی.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان حکومت ته د دغه کتاب د سپارلو په مراسمو کې د ایهان دا یادښت ولوستل شو چې لیکلي یې و«د کتابپلورنځي خاوند دا تاریخي پښتو کتاب د کوردي کتابونو په برخه کې ساتلی و ځکه دوی په پښتو نه پوهېدل.»

One thought on “ترکیې یو پخوانی تصوفي کتاب افغانستان ته ورکړ”
  1. ښاغلی سینان ایهان ترک ديپلومات زمونږ د ژبې یو پخوانی او تاریخی کتاب په موندلواو افغان مقاماتو ته په سپارلو سره ثابته کړه چې د ترکانو او افغانانو ورورګلوي او ملګرتیا دوامداره او تلپاتې ده ، هېله ده د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوموړی کتاب تکثیر او د هېواد ټولو کتابتونو او علاقمندانو پورې ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *