تاند- د ترکيې ساحل ساتونکو ۱۱۲ افغان او سوري پناه غوښتونک، چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول یونان ته لاړ شي، وژغورل.

ترکي رسنۍ وايي چې دا پناه غوښتونکي د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د بالي کاسایر ولایت ته نژدې په ایژې سمندرګي کې له ډوبېدو ژغورل شوي دي.

د ترکیې ساحل ساتونکي ګارډ ته په سیمه کې کب نیوونکو خبرداری ورکړی و چې په لسګونو پناه غوښتونکي په سمندر کې لالهانده دي.

پناه غوښتونکي، چې شمېر یې ۱۱۲ دی او اکثره افغانان او سوريه وال دي ایبي ټاپو ته یوړل شول او له هغه ځایه د طبي معاینو لپاره () روغتون ته ولېږدول شول.

اروپا ته تلونکي کډوال د ترکیې له خطرناکو لارو یونان ته ځان رسوي. په ځلونو د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې د غیرقانوني تلونکو کډوالو بېړۍ ډوبې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *