تاند نیوز ډېسک: ولسمشر غني انګلستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له صدراعظمې تریزامې، د بریټانیا بهرنیو چارو، دفاع وزیرې، د نړیوالې پراختیا وزیر او د ملي امنیت سلاکار سره لیدنو کې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا، سوله او ټاکنو بحث کړی دی.
ولسمشر له تریزامې سره د سولې په پروسه کې د سیمه ییزې اجماع د ایجاد په خاطر د برتانیا د حکومت رول مهم او ارزښتناک بللی او دا هیواد یې د سولې په پروسه کې د کابل لاسنیوي ته هڅولی دی.
تریزامې بیا په خپلو خبرو کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د پروسې پر ملاتړ سربېره د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ایجاد د هڅو ملاتړ کړی دی.
دغه راز په یوه جلا لیدنه کې د بریټانیا دفاع وزیرې پیني موردانت، ولسمشر غني ته د افغان ځواکونو د تمویل او روزنې په برخه کې د خپل هیواد د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ بریتانیا ته لاړ او ټاکل شوې ده چې سبا د مانچستر په اولډ فورډ لوبغالي کې د افغانستان او انګلیستان د کرکټ مسابقه له نژدې وویني.
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي وايي چې د لوبې لیدو ته د ولسمشر غني ورتګ به په روان نړیوال جام کې د دوی د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.