څه موده دمخه یوه  ښار ته تللی وم. نوم یې نه اخلم خو زموږ د خپل وطن ښار و. یوه دوکان ته ورتاو شوم چې د راډیو لپاره بېټرۍ ورڅخه راونیسم. بېټرۍ مې خوښې نه شوې، ورته ومې ویل: نورې نه لرې؟ په تروه ټنډه یې لاس رااوږد کړ، بیټرۍ یې رانه واخیستې ، راته ویې ویل: بل چېرته یې ګوره!

  ساعت نیم پس دې نتیجې ته ورسېدم چې د دې ښار دوکانداران له خپلو مشتریانو سره هاغسې نرم چلند نه کوي لکه په کابل کې چې یې وینم.

  له بل چا سره نرم چلند او په ورین تندي غږېدا، نه راڅخه وخت غواړي ، نه پیسې ورباندې لګېږي خو زموږ په ټولنه کې ګڼ کسان نرم نه دي او په دې نه پوهېږي چې په ژوند کې د کامیابۍ یو راز همدا دی چې له نورو سره نرم واوسو، نورو ته په ورین تندي وګورو او په مینه ورسره خبرې وکړو.

  موږ هر یو له بل سره په چلند کې خپلې ګټې او تاوان ته ګورو. زه که دوکاندار یم او مشتري یوه پیاله راڅخه په شل روپۍ غواړي خو په دې کې  زما تاوان وي، زه دا پیاله په هغه نه خرڅوم مګر دا انکار په سړیتوب هم کېږي او په بې ادبۍ هم.

 هسې وايي چې هارون الرشید خلیفه خوب ولید چې ګرده غاښونه یې لوېدلي دي. د دربار یو عالم یې راوغوښت چې خوب ور تعبیر کړي. هغه ورته وویل: صاحب، ستا خپل خپلوان به ټول ومري او بیا به ته ومرې. خلیفه یو بل عالم راوباله چې هغه هم خوب معنا کړي. دې بل عالم خلیفه ته وویل: صاحب، تر ټولو خپلو خپلوانو به دې اوږد عمر په نصیب شي. خلیفه دغه دویم تعبیر کوونکي ته شل طلاوې ورکړې او د لومړي په برخه کې یې امر وکړ چې شل درې دې ووهل شي. لومړي کس وویل: صاحب زه او دا دویم کس یوه  خبره کوو مګر ما وهئ او هغه ته انعام ورکوئ! خلیفه ورته وویل: دا سمه ده چې دواړه یوه خبره کوئ خو د خبرې طریقه مو یو شان نه ده. هغه خبره چې تا په ترخه انداز وکړه ، دغه بل کس په خواږه انداز وکړه، ځکه نو هغه د سرو زرو مستحق دی او ته د وهلو لایق یې.

  تحقیقاتو ثابته  کړې ده چې په کاروبار کې هغه کسان ډېر کامیاب وي چې په نرمۍ چلېږي او په موسېلیدو شونډو ،په ادب سره خبرې کوي. هغه دوکاندار چې سړیتوب راسره کوي، له هغه مې  زړه غواړی چې بیا سودا واخلم. هغه ښوونکی چې شاګردانو ته په ورین تندي درس ورکوي، شاګردان یې درس نسبتا په اسانه زده کوي. هغه څوک چې په سترګو او شونډو یې موسکا خپره وي، په نابلدو خلکو هم ګران وي. ایا دا وړه ګټه ده چې په نورو ګران واوسو؟

  تاسې به ځینې مامورین یا پولیس لیدلي وي چې له خلکو سره په کبر او کلانکارۍ چلېږي او ان د عادي خلکو سلام ته به وعلیکم نه وایي. دغسې کسان له ځان سره فکر کوي چې موږ عادي خلکو ته محتاج نه یو نو ولې ورسره سړیتو ب وکړو؟ خو د دوی فکر ناسم دی. متل دی وایي، غر په غره نه ورځي  خو انسان په انسان ورځي. د موږک او د زمري هغه حکایت خو به مو اورېدلی وي  چې د موږک پام نه و، د ویده زمري په پښه وخوت، زمری یې راویښ او په قهر کړ او کله چې زمري وغوښتل چې ویې خوري، موږک ورته وویل: مه مې خوره په کار به دې راشم! زمري ته د موږک په خبره خندا ورغله، خوشي یې کړ. څه موده پس چې زمری د ښکاري په جال کې بند شو، همدې موږک د جال تارونه پرې کړل او زمری یې له مرګه وژغوره.

 البته، هغه کسان چې له نورو سره بې پروا چلېږي، لا لوی تاوان یې دا دی چې د وخت په تېرېدو سره په روحي ناروغیو مبتلا کېږي. که زه له هغه انسان سره چې احتیاج ورته نه لرم، داسې چلند وکړم لکه د لارې د سر  له یوې تېږې یا لوټې  سره چې یې کوم، تر هر څه ړومبی باید په خپل ځان ووېرېږم ، ځکه معنا یې دا ده چې زه پخپله په تیږه او په لوټه  بدل شوی یم. هغه څوک چې د یوه حېوان په وهلو یا د یوې لښتې په ماتولو یا په مېږي باندې پل ایښودلو کې بې پروا وي، په ځان دې ووېرېږي. یوازې له ژوند سره مینه ده چې موږ په واقعي معنا تاند او ژوندي ساتلای شي.

 چې  زموږ ترینګلو یارانو به د حضرت رسول اکرم ( ص) دا حدیث شریف اورېدلي وي که به یې نه وي چې فرمایي: کله چې ورور ته په ورین تندي ګورې، دا صدقه ده.

By میر

2 thoughts on “ترینګلي یاران / سلیم سلیمان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *