تاند- د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، ممکن په راتلونکو څو لسیزو کې د فېسبوک د اکاونټ لرونکو په منځ کې تر ژوندیو د مړو شمېر زیات شي.

له یوې تازه څېړنې سره سم، چې د اکسفورډ څېړونکو کړې ده، که د فېسبوک د کاروونکو شمېر په اوسني ډول په زیاتېدو وو، تر ۲۰۱۰۰ پورې به د دې ټولنیزې شبکې د مړو شویو ګډونوالو شمېر ۴ ملیارده او ۹۰۰ ملیون تنو ته ورسېږي.

د دې څېړنې پر اساس، تر ۲۰۷۰ م کال پورې به د فېسبوک د مړو شویو ګډونوالو شمېر تر ژوندیو کاروونکو واوړي.

په داسې حالت کې د کاروونکو کلمه به مناسبه او سمه نه وي ځکه چې ډېری کسان به، چې په فېسبوک کې یې اکاونټ جوړ کړی، له وړاندې مړه شوي وي.

په وروستیو کې فېسبوک په دې کار پیل کړی چې د مړو شویو ګډنوالو په اړه څه ډول پرېکړه وکړي چې له یوې خوا د هغوی د کورنیو غړي او دوستان راضي وي او له بلې خوا په راتلونکو وختونو کې تاریخ لیکونکي ورڅخه استفاده وکړي.

په اکسفورډ کې د شوې څېړنې یوه لیکوال ډیوید والټسن وايي، تر دې وړاندې د بشریت په تاریخ کې هیڅکله د انسانانو په اړه داسې ستر ارشیف په یو ځای کې نه و راغونډ شوی.

دی وايي«د دې ارشیف کنټرول به زموږ د تاریخ کنټرول او ساتنه وي.»

ښاغلی والټسن وايي چې دا ارشیف او معلومات باید داسې چا ته په لاس ورنه شي چې له هغو څخه تجارتي کار اخلي.

نو هر څه چې په فېسبوک کې خپروو زموږ راتلونکي نسلونه یا لږترلږه زموږ لمسیان او کړوسیان به یې د دې لپاره ګوري چې زموږ له طرز فکره خبر شي. ټولنپوهان به یې د دې لپاره ګوري چې د دې عصر د انسانانو په اندېښنو او افکارو پوی شي نو لازمه ده هر څه چې لیکو په غور یې ولیکو، ښکنځلې او داسې خبرې ونه لیکو چې داخلي عُقدې مو افشا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *