تاند- د الماس د ارزښت یو علت دا دی چې ډېر کلک دی. اوس ساینسپوهانو د ګرافین د دوو شیټونو په وسیله داسې زغره جوړه کړې چې د مرمۍ په وړاندې تر الماس هم کلکه وي.

اوسنۍ مرمۍ ضد واسکټونه ډېر درانه او پنډ دي، خو د نیویارک پوهنتون څېړونکي توانېدلي د ګرافین ډېره نازکه ورقه یا شیټ جوړ کړي چې د مرمۍ په وړاندې تر الماس هم کلک وي.

د نیویارک پوهنتون د پروفیسرې الیس رایدو په مشرۍ څېړونکې ډلې د ګرافین نرۍ صفحې پر یو بل کښېښودې او ورته څرګنده شوه چې تر الماس هم کلکېږي.

دا صفحه ډېره سپکه او انعطاف منوونکې ده. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *